د بندیزونو تر سیوري لاندې افغانستان کې 'د زعفرانو سوداګري او صنعت غوړیږي'

    • Author, مامون درانی
    • دنده, بي بي سي

په افغانستان کې د زعفرانو د کارګرو ټولنه وايي، سږکال د زعفرانو حاصلاتو کې د زیاتوالي ترڅنګ ددې محصولاتو بیه هم د تېر کال پرتله ۶۵ سلنه لوړه شوې ده.

د طالبانو د حکومت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د شمېرو له مخي تېر یو کال کې د ۴۹ میلیونه ډالرو په ارزښت ۶۷ ټنه زعفران بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي، چې د وړم کال پرتله په عایداتو کې ۱۲۰ سلنه زیاتوالی ښي.

زعفران د درملیز اهمیت له کبله دومره ارزښتناک دي چې ځینې وخت سره زر هم ورته ویل کېږي، او اوس د یو کیلوګرام بیه په افغانستان کې شاوخوا ۱۳۰ زره افغانۍ ته رسېدلې ده.

د افغانستان د زعفرانو نژدې ۹۰ سلنه تولید په لویدیځ هرات کې کېږي؛ هغه سیمه چې له څو‌ پېړیو راهیسې هلته کرل کېږي او اوس دغه صنعت سوداګریزي بڼي ته اوښټی دی.

په اکتوبر او نومبر میاشتو کې د ښار او ولسوالیو څنډي په ارغواني رنګ بدلېږي، چې ورسره د حاصل راټولولو پېچلی کار هم پیلېږي، د ګل ارغواني یا بنفشي پاڼي جلا او وچېږي، چې زعفران ترې جوړ شي.

د زعفرانو محصولات او سوداګري زیات شوي؟

په هرات کې د زعفرانو د پروسس د یوې کار خوني مشره ملیحه شمس ۱۷ کاله کیږي چې ددغه بوټي په صنعت کې بوخته ده. اغلې ملیحه وايي سږکال د زعفران په کیفیت او بیو کې د نورو کلونو پرتله ښه والي او زیاتوالي راغلی دی. د هغې په خبره بهرنیو هېوادونو ته د زعفران د صادراتو بیا پیلېدل او د بیو لوړوالی خلک وهڅول، چې دې برخه کې پانګونه وکړي، چې ورسره د زعفرانو مړ ژواندی صنعت د غوړېدو په حال کې دی دا وايي:

"سږ کال موږ یو کیلو زعفران په ۷۰ زره اخیستي او اوس یې بیه ۱۳۵ زره افغانیو ته رسېدلې ده."

ملیحه وايي، وروستیو دوو یا دریو کلونو کې د زعفرانو کښت د وچکالۍ، په هېواد کې د سیاسي بدلون او کورونا له امله ټیټې کچې ته راکښته شوی و او دا ویره یې رامنځته کړې وه، چې خدای مه کړه د زعفرانو صنعت به له منځه لاړ شي.

دا وايي، درې کاله کیږي چې په مستقیم ډول یې د تېرو کلونو پرتله نړیوالو بازارونو ته لاسرسی محدوی شوی دی، ځکه نو ددې په خبره تېر یوه کال کې شاو خوا ۱۷ سوه کیلوګرامه زعفران پروسس او په کوردننه بازارونو کې یې پلورلي دي.

د زعفرانو صادرونکې وائي افغان زعفران د خپل لوړ کیفیت له کبله نړیوالو بازارونو کې ځانته ځای پیدا کړی او غوښتونکي يې د چین په ګډون په اروپایي او عربي هېوادونو کې خورا زیات دي.

په لویدیځ هرات ولایت کې د زعفران د بوټي د پروسس یوه کارځای مشر نسیمه ابراهیمي سره له دې، چې د زعفران د بیو د لوړېدو په اړه خوښي ښي، خو د صادراتو لوړ لګښت، بانکي سیسټم کې ستونزي او نړیوالو بازارونو ته مخامخ نه لاسرسی د ننګونو په توګه یادوي.

زعفران د رطوبت او نور پر وړاندي خورا حساس دي، چې نه یوازي د زعفران د رنګ د اوښتو لامل کېږي، تر څنګ یې بوي او خوند هم بدلوي، ځکه اغلې ابراهیمي سپارښتنه کوي، چې زعفران باید په لږ اندازه ځانګړو قوطیو کې بسته بندي شی، ترڅو له لمدبل او نور نه خوندي پاته شي.

اغلې ابراهیمي وايي د یوه ګرام زعفران بارجامه یا پیکینګ ۳۶ ګرامه وزن لري او د دوه کیلوګرامه خالص زعفران بارجامه یا پیکینګ ۲۰۰ ګرامه ته رسېږی او بهرنیو هېوادونو ته د هر کیلوګرام د لېږد لګښت شپږ امریکایې ډالره دی.

د طالبانو د حکومت د کرهڼي او مالدارۍ وزارت د خپرو شو شمېرو له مخي تېر کال د زعفران محصولات یوازي ۲۳ ټنه وو، خو د افغانستان د زعفرانو ملي ټولنه وايي، سږکال دغه کچه شاوخوا ۳۵ ټنه ته رسېږي.

ددغې ټولني د مالوماتو له مخي د زعفرانو په صنعت کې د پانګونې په زیاتولو سره د زعفرانو کښت، تولید او صادرات زیات شوي دي.

د افغانستان د زعفرانو ملي ټولنه مشر ابراهیم عادل له بي بي سي سره په خبرو کې وویل: ''د افغانستان زعفران له وړاندي د کیفیت له اړخه په نړۍ کې لومړی ځای خپل کړی او اوس ایران اندېښمن دی، چې ښایې افغانستان به د تولید برخه کې هم لومړی ځای ونیسي.''

ښاغلی عادل زیاتوي ځینو هېوادونو لکه هند، اسپانیا او متحده عرب اماراتو د افغانستان پر زعفرانو ګمرکي مالیه کمه کړې او د افغانستان له زعفرانو پنځه سلنه مالیه خو د ایران پر هغه ۴۰ سلنه مالیه غواړي.

ښاغلی عادل وايي د ګوتو په شمار افغان تولیدي شرکتونه په نېغه توګه بهرنیو هېوادونو کې خپل تولید شوي زعفران پلوري، خو پاتې شرکتونه د دریمګړي په مرسته دا چاره مخته وړي او ډېره ګټه یې هم د هغوی په برخه کېږي.

هغه تمه ښي که د زعفران د پروسس شرکتونه مخامخ نړیوالو بازارونو ته لاسرسی ومومي او د بانکي او مالي سیستم برخه کې یې ستونزی حل شي، افغانستان به د زعفران په برخه کې په یو ستر صادرونکي هېواد بدل شي .

که څه هم زعفران په افغانستان کې له پخوا کرل کېدل، خو وروستیو دوو لسیزو کې ددغه بوټي کر او تولید سوداګریز بڼي ته اوښتي او بهر ته یې لیږد د پام وړ شوی دی.