په افغانستان کې زعفران: کروندګر وايي توليد يې کم شوی دی

د افغانستان په هرات ولايت کې کروندگر وايي سږ کال يې د زعفرانو توليد د تېر کال پرتله ٦٠ سلنه کم شوى دى خو د زعفرانو بيې بيا يو په درې لوړې شوې دي. د افغانستان د ټولو زعفرانو نوي سلنه په هرات ولايت کې کرل کېږي.

که څه هم له پېړيو راهيسې په افغانستان کې زعفران کرل کېدل خو په تېرو دوو لسيزو کې ډېر پام ورته وشو او بهرنۍ نړۍ ته ولېږدول شول. زعفرانو ته ډېر د کوکنارو د ښه بديل په توگه گوري.