تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان کې جنګېدلې ایراني الاصله امریکایۍ یاسمین مقبلي د ناسا په فضايي ماموریت کې
ایرانی الاصله امریکایۍ یاسمین مقبلي نن فضا ته د ارتمیس-۷ ستوربېړۍ کې فضا ته ځي.
یاسمین مقبلي لومړنۍ ایرانی الاصله ښځه ده چې د ناسا له لوري د ستور مزلې په توګه غوره شوې ده.
څلور نور ستورمزلي- له څلورو هېوادونو او نړۍ کې د فضايي ادارې استازي نن نړیوالې فضايي اډې ته ځي او د دوی ماموریت به کابو شپږ میاشتې دوام وکړي.
اغلې مقبلي خپلې فضايي ازمېښتي تجربې په ناسا کې پیل کړې دي او په ۲۰۲۰ کال کې له ۱۲ نورو ستورمزولو سره د ناسا له ارتمیس له پروګرام فارغه شوې ده.
د ارتمیس پروګرام اصلي موخه د سپوږمۍ جنوبي قطب ته د ستوزمزلو استول دي.
اغلې مقبلي له بي بي سي سره په یوه مخکېنۍ مرکه کې ویلي وو، تل یې مور او پلار دې ته الهام ورکړی:
"مور او پلار مې خپل ټول شته پرېښودل او له ایرانه راووتل او دلته (امریکا) کې یې ژوند او کار له سره پیل کړل، دوی تل ما ته الهام بښونکي وو".
یاسمین مقبلي څوک ده؟
د یاسمین مقبلي مور فرشته او پلار یې کامي مقبلي په ودانیزو چارو کې زدکړې کړې دي، په ایران کې له اسلامي انقلاب وروسته جرمني ته تللي.
یاسمین په ۱۹۸۳ کال د جرمني هسن ولایت په باد نواهایم کې زیږېدلې ده، خو ناسا یې د زوکړې ځای د نیویارک بالډوین ګڼلی دی.
خو هغې مخکې بي بي سي ته ویلي وو "ماشومه وه چې امریکا ته کډواله شوه".
ښوونځی یې نیویارک کې لوستی. وايي له ماشومتوبه یې د ستورمزلې کېدو هیله لرله او ځینې وخت به ښوونځي ته د ستورمزلو په څېر جامو کې تلله.
هغې له ښوونځي وروسته لیسانس د کامبرېچ ماساچوسټ (اېم ای ټي پوهنتون) په فضايي انجینرۍ او معلوماتي ټیکنالوجۍ کې کړی دی.
بیا د امریکا سمندري ځواکونو په لیکو کې د فضايي انجینرۍ برخه کې لوړو زدکړو ته شامله شوې او د کلیفورنیا ایالت موته ری ښار کې یې ما فوق لیسانس زدکړې کړې دي.
هغې په ۲۰۱۸ کال کې د پوځي پیلوټې په توګه کار پیل کړی او تر ۱۵۰ ډېرو الوتنو کې یې (څه باندې دوه زره ساعته) الوتنې کړې دي.
پر افغانستان د امریکا له یرغل وروسته اغلې مقبلي له ۲۰۰۹ تر ۲۰۱۰ کال پورې افغانستان کې د امریکايي ځواکونو لیکو کې د ماموریت پرمهال د افغانستان پوځي عملیاتو کې هم ګډون کړی.