د طالبانو لوی درستیز: "بدخشان کې د لاریونونو مخه ونیسئ"

د عکس سرچینه، UGC
په افغانستان کې د طالبانو حکومت له لوري بدخشان کې د کوکنارو له منځه وړلو د بهیر او پر وړاندې یې د رامنځ ته شویو ستونزو د څېړنې په موخه د ټاکل شوي پلاوي مشر او د طالبانو حکومت لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت په یوه غږیز پیغام کې وايي، طالبان د کوکنارو د کروندو اړولو کې جدي دي او هغو ولسوالیو کې چې لاریونونه روان دي، د طالبانو مشرانو سپارښتنه کړې چې د لاریونونو مخه ونیسي.
ښاغلی فطرت- چې خپله هم د بدخشان دی وايي، باید خلکو ته جدي توصیه وشي او ددې کار مخه یې ونیول شي او خلکو ته باید وویل شي چې "یوازې دوه ځایه تېروتنه وشوه او مظاهرې وشوې، همدومره بس دي، داسې ونه کړي چې موږ او دوی هم ځانونه د کوکنارو د کرکېلې په اړه پرېشانه کړي".
پر خواله رسنیو د فصیح الدین فطرت په دې خپاره شوي غږیز پیغام کې راغلي، "که د روان لاریون مخه ونه نیول شي، هسې نه چې طالب جنګیالي او نور قطعات دې ته اړ شي چې ګنې "خدایه مه کړه د بدخشان خلکو بغاوت کړی او د خلکو د بغاوت د مخنیوي لپاره له هر ځایه قطعات وروخوځېږي او نسبتا ارامه بدخشان خطرناک او نظامي حالت ته ستون کړي".
ښاغلی فطرت وايي، ولیدل شول چې سپین ږېرو ډبرې اخیستې او د "مجاهدینو رینجر پرې ولي، څومره بد کار دی، سپین ږیري د کوکنارو د کرکېلې پخاطر ځوانان مرګ ته ورکوي، ولې دا کار کوئ؟، داسې مه کوئ".
په بدخشان ولایت کې د کنارو د کښت او له منځه وړلو کمېټې غړي ارګو او داریم ولسوالیو ته له سفر او سیمهییزو مشرانو سره تر خبرو وروسته وايي هغسې چې په رسنیو کې ویل کېدل موضوع هغسې نه وه.

د عکس سرچینه، Social Media
د بدخشان مرستیال والي قاري امین الدین طیب وايي:
"موږ راغلو درایم ولسوالۍ ته، دلته مو له خلکو، علماوو او مشرانو سره خبرې وکړې، هغسې چې ځینو خلکو په رسنیو او دلته هلته اوازې خپرې کړې وې څه نه وو. هغه کوچنۍ ستونزه چې رامنځ ته شوې وه هغه هواره شوې ده. په ارګو او درایم ولسوالیو کې هېڅ ستونزه اوس نشته. په دې دواړو ولسوالیو کې خلکو موږ سره ژمنه وکړه چې کوکنار به په خپله له منځه وړي، د کوکنارو د له منځه وړلو لړۍ دلته دوام لري".
وړاندې د طالبانو د ریاست الوزرا له لوري بدخشان کې د کوکنارو د له منځه وړلو د بهير او پر وړاندې د رامنځته شويو ستونزو د څېړنې په موخه يوه پلاوی ټاکل شوی و.
دغه پلاوی وروسته له هغه ټاکل شوی چې د جمعې په ورځ په بدخشان ولايت کې يو شمېر خلکو د يوه ولسي وګړي له وژل کېدو وروسته په اعتراضي ډول لاريون پیل کړ.
ويل کېږي پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د طالبانو ځواکونه درایم ولسوالۍ ته د کوکنارو د کروندو له منځه وړلو لپاره ورغللي وو خو له ځايي خلکو سره د نښتې پر مهال يو تن ووژل شو چې د سیمې د خلکو د احتجاج لامل شو.
د ځینو سرچینو له مخې د ارګو ولسوالۍ ځینې خلک هم د شنبې په ورځ لاریون ته وتلي وو او یو بل کس هم د لاریونونو پرمهال خپل ژوند بایللی.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد پر ټوېټر خپاره کړي بيان کې ويلي، د رياست الوزرا له لوري يوه پلاوي ته چې د ملي دفاع وزارت لوی درستيز قاري فصيح الدين يې مشري کوي دنده سپارل شوې چې د پېښو هر اړخيزه څېړنه وکړي او بشپړ راپور رياست الوزرا ته وړاندې کړي.
د طالبانو حکومت کې د کورنيو چارو وزارت وياند عبدالمتين قانع وړاندې بي بي سي ته ويلي وو، "کله چې زموږ ځواکونه سيمې ته د کوکنارو د کښت له منځه وړلو لپاره ورغلل، هلته پرې ځينو کسانو د لرګيو او ډبرو ګوزارونه وکړل چې له امله يې په اخ او ډب کې يو کس ووژل شو."
ځايي خلک بيا وايي، د طالبانو له خوا د خلکو "شخصي حریم" ته د سپکاوي له امله یې مظاهرې پیل کړې دي.
خو د کورنيو چارو وزارت وياند دا ردوي چې ګنې د دوی ځواکونه په خپلسري توګه د خلکو کورونو ته ننوتي او زياتوي چې په ځینو سیمو کې کوکنار په کورونو کې د ننه کرل شوي وو او د هغه په ټکو ځايي چارواکي یې "د سیمې مشرانو په مشوره" ورغلي وو.

د عکس سرچینه، UGC
په درایم ولسوالۍ کې د خلکو د احتجاجي غونډې خپرو شویو ویډیوګانو کې یو دیني عالم په خپلو خبرو کې له طالبانو شکایت کوي چې د خلکو کروندې یې ورانې کړې او یو معلول وګړی یې هم وهلی دی. دغه دیني عالم له ځايي خلکو سره د طالبانو چلند "ظالمانه" ياد کړی دی.
د طالبانو حکومت له څه مودې راهيسې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د کوکنارو د کروندو د له منځه وړلو کمپاين پيل کړی دی.
دوی وايي، په افغانستان کې د نشهيي توکو په تېره د ترياکو توليد نژدې په بشپړ ډول له منځه وړل شوی دی، خو يو شمېر نړيوالې ادارې او ځينې ګاونډي هېوادونه بيا وايي، پر کوکنارو له بنديز وروسته دغه هېواد کې د مصنوعي نشهيي توکو توليد زيات شوی دی.











