تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اسټرالیا افغانستان کې خپلو پوځیانو ته په ورکړل شویو مډالونو له سره غور کوي
اسټرالیا افغانستان کې خپلو پوځيانو ته د ورکړل شویو مډالونو په تړاو له سره غور کوي. دا پرېکړه په افغانستان کې د اسټرالیايي پوځیانو د ماموریت پرمهال د نژدې ۴۰ ملکیانو د ناقانونه وژنې پلټونکو کړې ده.
دا پلټنه د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۶ کلونو ترمنځ افغانستان کې د اسټرالیايي ځواکونو د کړنو په اړه ترسره کېږي
پلټنه کې سپارښتنه شوې هغه ځواکونه چې اوس تر تحقیق لاندې دي او افغانستان کې یې د خپل ماموریت له کبله مډالونه ترلاسه کړي باید په اړه یې له سره کتنه وشي.
د بیټن په تحقیقي رپوټ کې چې له ډېرې مودې راهیسې پیل شوی و ډېر باوري لاسوندونه او شواهد پکې شته چې ښيي د اسټرالیا ځانګړو ځواکونو افغانستان کې د ماموریت پرمهال ۳۹ افغانان په ناقانونه توګه وژلي دي.
په دې پلټه کې ۵۷ پېښې چې د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۶ کلونو ترمنځ شوې دي، د احتمالي جنګي جرمونو په توګه څېړل شوې او په اړه یې ۳۳۶ کسانو شاهدۍ ورکړې دي.
د اسټرالیا د پوځ لوی درستیز جنرال انګس کمپبل د ځینو اسټرالیايي پوځیانو په اړه له شرمه ډک موارد چې د یوه جګړهییز کلتور بوی ترې راولاړېږي څرګند شوي دي.
د اسټرالیا د پوځ لوی درستیز د دغه هېواد د هوايي ځواک سرتېرو او افسرانو ته چې د جنګي جرمونو تورونه پرې لګول شوي او په دې پلټه کې شامل دي، ۲۸ ورځې وخت ورکړی چې د افغانستان په جګړه کې د خپلو اتلولیو او پایله کې د ترلاسه کړو مډالونو او ویاړونو ساتلو لپاره په کافي اندازه دلایل وړاندې کړي او دفاع ترې وکړي.
د اسټرالیا اوسنی حکومت ژمن دی چې د دغه تحقیقي رپوټ په اړه عملي ګامونه واخلي، خو سیاسي مخالفانو د اسټرالیا حکومت تورن کړی خپل نظامي ځواکونه یې حیران کړي دي.
د اسټرالیا د پوځ یوه پخواني مشر ویلي چې د حکومت دا ګام د هغو پوځیانو لپاره چې اوسني ګډوډ او ناڅرګند وضعیت کې هڅې کوي د خپل هېواد دفاع وکړي او خپل ماموریت مخته یوسي، ښې پایلې نه لري او ناهیلی کوونکی ګام دی.
اسټرالیا افغانستان کې شاوخوا ۴۰۰ پوځیان لېږلي وو چې له امریکا او د ناټو له غړو هېوادونو سره یې په ګډه په افغانستان کې د سولې او ټیکاو لپاره کار او فعالیت کاوه.
د اسټرالیا دا ځواکونه د افغانستان په سوېلي روزګان ولایت کې مېشت وو او د جنګي جرمونو تورونه هم د همدې ولایت د چینارټو ولسوالۍ کې د دغو ځواکونو د فعالیت له کبله پرې لګول شوي دي.
د ۲۰۱۷ کال په جولای میاشت کې امریکايي رسنۍ اېبيسي په افغانستان کې د اسټراليايي ځواکونو د فعالیت په اړه سلګونه پټ او محرم اسناد خپاره کړل.
اېبيسي پخپل رپوټ کې ویلي وو چې اسټرالیايي ځواکونو یو افغان ماشوم وژلی او بیا یې دغه پېښه پټه کړې ده.
ددغو جنګي جرمونو د سپیناوي په اړه د څېړنې امر په ۲۰۲۰ کال کې د اسټرالیا لومړي وزیر سکاټ موریسن ورکړی و او ویلي وو چې د دې ادعاوو د سپیناوي لپاره ځانګړې څېړنې کېږي چې له مخې به یې تر عدلي او قضايي تعقیب لاندې د مسؤلو سرتېرو د نیولو ارزونه کېږي.
د اسټرالیا د پوځ د تفتیش څانګړې ادارې تر دې اعلان وروسته غوښتنه کړې وه که هرڅوک افغانستان کې د اسټرالیايي ځواکونو لخوا د جنګي اصولو د سرغړونې په اړه سندونه او یا معلومات ولري نو دوی ته یې دې وسپاري.