تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ریاض کې د مېسي او رونالډو سیالي؛ لوبه 'پي اېس جي' فوټبال لوبډلې وګټله
د فرانسې فوټبال کلب 'پي ایس جي' او د سعودي عربستان 'ال سټار اېلېون' تر منځ لوبه د لیونل مېسي لوبډلې 'پي ایس جي' وګټله.
کریسټیانو رونالډو د سعودي 'ال سټار اېلېون' لپاره لوبېده.
د دې دوستانه لوبې لومړی ګول مېسي وواهه خو د لوبې تر نیمايي رونالډو د سعودي عربستان لپاره دوه ګوله وکړل او ټولټال د دې لوبډلې ګولونه څلور شول.
په مقابل کې یې 'پي ایس جي' لوبډله وتوانېدله چې د لوبې تر پایه پنځه ګوله ووهي او 'ال سټار اېلېون' ته ۴-۵ په مقابل کې ماته ورکړي.
د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې په دې سیالۍ کې د ارجنټاین او پرتګال فوټبال ملي لوبډلو دغه دوه وتلي لوبغاړي ښايي د وروستي ځل لپاره د یوه بل په مقابل کې لوبېدل.
ریاض کې د ارجینټاین او پرتګال ملي لوبډلو د دغو پېژندل شویو لوبغاړو په ګډون لوبه دا زبادوي چې فوټبال کې د خلیج هېوادونو، په ځانګړې توګه د سعودي نفوذ ورځ تر بلې په ډېرېدو دی.
پي اېس جي لوبډله له ۲۰۱۱ کال راهیسې له قطري پانګوالو سره ده چې ویل کېږي د دغه هېواد د شاهي کورنۍ اړوند دي.
د دوی بې شانه پانګونې دې ته لار هواره کړې چې پر مېسي سربېره د کلیان اېمباپې او نیمار په څېر د فوټبال د نړۍ نور مشهور ستوري هم دې لوبډلې ته ولوبېږي.
بلخوا د سعودي النصر کلب تازه په تازه کرسټیانو رونالډو سره د دوه نیمو کلونو لپاره د څه باندې ۲۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک کړی دی.
یوازې د خلیج پانګوال او د فوټبال کلوبونو څښتنان دا بې حسابه پیسې نه لګوي.
ویل کېږي د فوټبال یوه مینوال هم د 'پي اېس جي' او 'ال سټار اېلېون' ترمنځ د دې دوستانه لوبې د لیدو یو ټکټ په څه باندې دوه نیم میلیون ډالرو پېرلی دی.
د سعودي عربستان، قطر او متحدو عربي اماراتو شتمن او با اثره شخصیتونه له پخوا بهر کې پر ملکیتونو او نورو سوداګریو پانګونې کوي.
خو اوس د دوی پام د لوبو صنعت ته اوښتی دی.
شنونکي وايي دا د 'نرم ځواک' ترلاسه کولو لپاره د دېپلوماسي ترڅنګ په اقتصاد کې د بدلون لاره چاره ده.
او دې ټولو ته په کتو داسې هم ویل کېږي چې د اروپا او لاتینې امریکا پر ځای منځنی ختیځ د فوټبال پر یوه نوي نړیوال مرکز اوښتونکی دی.
د اروپا فوټبال کې د خلېج هېوادونو نفوذ
پي ایس جي یوازېنی اروپايي فوټبال کلب نه دی چې مالکیت یې د خلیج له پانګوالو سره دی.
دوی لومړی ځل په ۲۰۰۸ کال کې د بریتانیا پریمیر لیګ کې لوبېدونکې مانچستر سټي کلب وپېره.
دا کلب اماراتي میلیاردر شیخ منصور بن زاید النهیان پېرلی و.
نوموړی شاهيکورنۍ ته نږدې کس ګڼل کېږي.
تر هغې وروسته نیو کاسل یونایټډ کلب هم د سعودي عربستان د عامه پانګونې صندوق لخوا وپېرل شو.
خلېج هېوادونو د اروپا د سترو فوټبال کلبونو پر پېرلو او په هغوی پر پانګونې سربېره اوس د مهمو لوبو او سیالیو کوربتوب او مالي ملاتړ ته هم مخه کړې ده.
په دې لړ کې د سعودي پانګونې دې ته لار هواره کړه چې د ایټالیا او اسپانیا د سوپر کپ لوبې ریاض کې وشي.
د متحدو عربي اماراتو 'الامارات' هوايي شرکت بیا د ریال ماډریډ او ای سي میلان په څېر له سترو او پېژندل شویو فوټبال کلبونو سره د میلیونونو ډالرو په ارزښت د مالي ملاتړ تړونونه کړي.
قطر په ۲۰۲۲ کال کې د فوټبال د نړیوال جام کوربه و.
سعودي، متحد عربي امارات، قطر او بحرین به روان ۲۰۲۳ کال کې د 'اېف ون ګرنډ پکس' ګډ کوربتوب وکړي.
عربستان پر دې سربېره د لوړې کچې سوک وهنې او ډبلیو ډبلیو يي یا رېسلنګ کوربتوب هم کړی.
له دې سره داسې رپوټونه هم خپرېږي چې سعودي، مصر او یونان د فوټبال د ۲۰۳۰ کال د نړیوال جام پر ګډ کوربتوب کار او فکر کوي.
پر دې ورهاخوا د دې امکان هم نشي ردېدای چې قطر دې په ۲۰۳۶ کال کې د اولمپیک او پارا اولمپیک لوبو کوربه شي.
دا په داسې حال کې ده چې سعودي وار له مخه تېر اکتوبر کې د ۲۰۲۹ کال د ژمني اولمپیک لوبو د کوربتوب حق ترلاسه کړی دی.
د پلان له مخې، دا لوبې به د نیوم په نوم د سعودي عربستان په هغه نوي ښار کې وشي چې ویل کېږي پر رغولو یې ۵۰۰ میلیارد ډالر لګول کېږي.