تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
فوټبال څنګه له نجونو سره د جبري واده پر وړاندې مرسته کوي
- Author, دیویا اریا
- دنده, بيبيسي نړیوال سروېس
- د لوستلو وخت: ۸ دقیقې
د یوه ګرم دوبي ماښام کې چې نیشا وایشناو ۱۴ کلنه وه، هغه او د هغې ۱۸ کلنه خور منا د فوټبال تمرین کې وې چې ویې ولیدل پنځه ځوانان یې عکسونه اخلي.
نیشا ژر پوهه شوه چې ولې هغوی دې ته لېوالتیا لري، دا کسان د یوې کورنۍ غړي وو او په کې یوه داسې جوړه هم وه چې د خپل زوی لپاره مېرمنه لټوي.
د نیشا مور، چې هلته موجوده وه، د واده امکان هڅولو کې علاقه لرله.
ټول په پادامپورا کلی کې د وایشناو کور ته بېرته راستانه شول، هغه کلی چې د هند د راجستان ایالت په شمال لوېدیز کې پروت دی.
نیشا وایي: "مور مې غوښتل د درناوي په توګه د هغوی پښې لمس کړم".
"ما انکار وکړ."
"د کلي ښځو به موږ ته اشاره کوله"
په هند کې له ۱۸ کلنۍ کمعمره نجونې ودول او له ۲۱ کالو ټیټعمره هلکانو ته واده کول ناقانوني دي، خو په عمل کې د ماشوم ودول لا هم عام دی.
د ماشومانو خیریه موسسې یونېسف په وینا، په هند کې شاوخوا ۲۵سلنه ښځې مخکې له قانوني عمر واده شوي وې.
خو په تېرو ۳۰ کلونو کې ماشومتوب کې د ودولو کچه په ښکاره ډول راټیټه شوې ده.
د حکومت د ملي کورنۍ روغتیا سروې په وینا، د ۱۹۹۲–۹۳ کال په احصایه کې، شاوخوا ۶۶سلنه ښځې په هند کې مخکې له ۱۸ کلنۍ واده شوي وې.
په راجستان کې د ماشوم ودولو کچه له ملي اوسط نه لوړه ده او نجونې لږ احساس کوي چې د واده وړاندیزونه رد کړي یا د خپلو والدینو د ارادې مخالفت وکړي.
خو نیشا د فوټبال له موندلو وروسته ځان څرګندولو باور پیدا کړی، یو ورزش چې هغې ته د ژوند بدلولو توان ورکوي.
هغې ته په ۲۰۲۲ کې دا ورزش منا معرفي کړ، چې هغې یو کال وړاندې د فوټبال فریډم له لارې دې ورزش ته مخه کړه، دا د ایالت یوه غیر انتفاعي مؤسسه ده چې هدف یې د لوبو له لارې د نجونو د ژوند ښه کول دي.
منا په خپل کلي کې دغه پروژه پلی کړې وه، د سیالیو لپاره د سفر اجازې اخیستلو او په لوبغالي کې د اوږدو جامو او تنګو پتلونونو پر ځای شارټس یا لنډې جامې اغوستلو لپاره مبارزه کوله، په داسې کلي کې چې هلته واده شوې ښځې په عمومي ځای کې د نارینه وو په حضور کې خپل مخ پوښي.
منا وایي: "په لومړیو دوو یا درېیو ورځو کې، د کلي ښځو موږ ته اشاره کوله او ویل یې: 'همدې نجونو خپلې پښې ښکاره کړي.'"
"موږ پر هغوی باک رانه وړ، پرېکړه مو وکړه چې ری ونه وهو او لنډو جامو اغوستلو ته مو دوام ورکړ".
نیشا ژر په دې ورزش کې وځلېده او په ۲۰۲۴ کې یې د ملي فوټبال اتلولۍ کې د راجستان ایالت د فوټبال ټیم لپاره لوبې کول پیل کړل.
هغې خپل وېښتان هم لنډ کړل، دا په داسې کلي کې چې هلته له نجونو تمه کېږي چې اوږده وېښتان لا نور پسې اوږده کړي، دا د مخالفت یوه نښه وه.
کله چې د هغې د فوټبال تمرین پر مهال نندارچي کورنۍ د واده وړاندیز وکړ، نیشا مخالفت وکړ.
هغې روښانه کړه چې د واده عمر ته لا نه ده رسېدلې، غواړي خپلو هیلو ته په فوټبال کې دوام ورکړي.
شاوخوا یوه میاشت وروسته، بلې کورنۍ خپل وړاندیز بېرته واخیست.
نیشا او منا په ۲۰۲۵ کې د یوې بلې کورنۍ د ګډ واده وړاندیز هم رد کړ، چې پکې دواړه خویندې او د هغوی کوچنی ورور شامل وو.
خویندو د ماشومانو د ودولو په کلکه مخالفې دي او غواړي خپل تمرکز یې د لوبو په مسلکونو کې وي.
کله یې چې پلار له نیشا وپوښتل ایا په فوټبال تمرین کې یې کوم مینه وال په انتظار یا تمه دی، نیشا وایي ځواب یې ورکړ چې: "هېڅ مینه وال نشته. زه فوټبال ته ځم، دا زما مینه ده."
د فوټبال له لارې د کار موندل
څېړنې ښيي هغه نجونې چې په ماشومتوب کې واده کوي د جنسي ځورونې، ژر میندوارېدو، لږ تغذیې او خرابې روغتیا سره مخامخېږي.
همدارنګه ډېر امکان لري چې هغوی تعلیم پرېږدي، چې د ژوند شرایطو د ښه کولو فرصتونه کموي.
د فوټبال فار فریډم څخه پدما جوشي چې د مهیلا جان ادھیکار سمیتي ښځو د حقونو غیر انتفاعي سازمان برخه ده، غواړي کورنۍ د دغو خطرونو په اړه پوه کړي.
هغه وايي، فوټبال فار فریډم له ۲۰۱۶ کال راهیسې په راجستان کې په ۱۳ کلیو کې شاوخوا ۸۰۰ نجونې روزلې دي.
جوشي وايي: "کله چې موږ له والدینو سره خبرې پیل کړې، هېڅکله مو ونه ویل چې فوټبال د ماشوم واده د مخنیوي لپاره معرفي کوو."
خو "کله چې موږ له نجونو سره کار وکړ او هغوی د خپلو حقونو او د ماشوم واده د منفي اغېزو په اړه پوهې شوې"، هغوی توانېدلې چې خپل غږ پورته کړي.
جوشي والدینو ته دا هم وایي چې په فوټبال کې غوره والی کولی شي په پای کې د نجونو لپاره دندې پیدا کړي، ځکه چې هندي ایالتونه د ځینو دولتي دندو لپاره ځینې پوستونه د ورزشکارانو لپاره ځانګړي کوي.
بېوزلي او دود هغه لاملونه دي چې ولې کورنۍ په هند کې لا هم نجونې ودوي، چې اکثره وخت د مالي بار په توګه ګڼل کېږي.
ځینې وخت واده د ورته عمر له هلکانو سره وي، خو ځینې وخت له لویانو سره وي.
عموماً، نجونې له واده وروسته ژر له خپل مېړه سره ژوند پیلوي، معنا دا چې د خپلې کورنۍ پر اوږو نور مالي بار نه وي.
نیشا او منا یوه مشره خور هم لري چې په ۲۰۲۰ کې په ۱۶ کلنۍ کې واده شوې وه او د دوی مور لالي پخپله په ماشومتوب کې ناوې شوې وه.
لالي د خپلو پرېکړو دفاع کوي او وایي: "زه د خپلو نجونو په اړه اندېښمنه یم. کليوال وایي که نجونې له خپلو کورونو ووځي، له بدو اغېزو سره به مخامخ شي او له هلکانو سره به وتښتې، نو موږ باید هغوی ژر واده کړو."
کله چې له هغې وپوښتل شول چې آیا پوهېده چې د خپلې مشرې لور په ۱۶ کلنۍ ودول غیر قانوني دي، هغې سر وخوځاوه او په ډاګه یې کړه چې هېڅوک نه نیول کېږي: "موږ دا په خاموشۍ کوو، د واده بلنه نه چاپوو، کور نه سينګاروو او خیمه نه لګوو."
خو قانون واضح دی، د ماشوم ودولو اسانچاري جرم دی.
لویان چې مراسم ترسره کوي او همدارنګه والدین یا سرپرستان چې د ماشوم واده اجازه ورکوي یا په قصدي ډول یې مخه نه نیسي، تر دوه کاله پورې زندان او ۱۰۰,۰۰۰ روپۍ (۱۱۰۰ډالر) جریمه کېدای شي.
خو انجالي شرما، د راجستان د اجمېر ښار د ماشومانو د هوساینې کمیټې مشره وايي په عمل کې د مجرمانه سزا ترلاسه کول ستونزمن دي ځکه چې شاهدان ډېر لږ حاضر وي چې له چارواکو سره شواهد شریک کړي.
شرما وایي: "که کورنۍ پوه شي چې موږ د ماشوم واده په اړه خبر شوي یو، هغوی واده له اټکل شوې نېټې مخکې یا وروسته کوي" او وايي چې ټول کلي د واده پټولو لپاره همکاري کوي.
که نوې واده شوې نجلۍ یا هلک پولیسو ته شکایت وکړي، د لږ عمر واده لغوه کېدای شي، خو دا د دوی لپاره ستونزمنه ده چې د خپل والدینو په اړه راپور کړي، ځکه پوهېږي چې ممکنه ده جریمه شي یا زندان ته ولاړ شي.
که د ماشوم واده راپور نه شي، وروسته د واده ثبتول ممکن دي کله چې ښځه او سړی قانوني عمر ته ورسېږي او هېڅوک به تعقیب نه شي.
په هند کې د ماشوم واده راپور شوي قضیو شمېر ورو ورو ډېر شوی ځکه چې پوهاوی او تطبیق ښه شوی دی.
د ښځو او ماشومانو د پراختیا وزارت په وینا، په ۲۰۲۱ کې ۱,۰۵۰ قضیې راپور شوي وې، په داسې حال کې چې په ۲۰۱۷ کې ۳۹۵ قضیې وې.
د یونیسف په وینا، خو دا د هغه اټکل شوي ۱.۵ میلیونه نجونو له شمېرې خورا لږه برخه ده چې هر کال د ۱۸ کلنۍ نه کم عمره په هند کې واده کېږي.
نیشا، چې اوس ۱۵ کلنه ده او لا هم په ښوونځي کې ده، هیله لري چې یو ورځ د هند د ملي فوټبال ټیم کې ولوبېږي.
که هغه ونه توانېږي، د یوې دولتي دندې ترلاسه کول به مالي خپلواکي ورکړي او ازادي به ولري.
د هغو دندو لپاره چې د ورزشکارانو لپاره ځانګړې شوي، هغې اړتیا ده چې د ایالتي کچې یا لوړ لوبو کې دوام ورکړي چې پوهنتون بشپړ کړي.
منا، چې اوس ۱۹ کلنه ده، د ماشومتوب واده له پړاوه وتلې ده، خو د ټاکل شوي واده امکان لا هم شته.
د هغې د مشرې خور خسرګنۍ لا هم هڅه کوي چې د خپل زوی او مُنّا تر منځ ترتیب شوی واده وکړي.
منا د دې وړاندیز پر وړاندې مقاومت کوي.
منا په فوټبال کې د نیشا په شان لوړ مقام ته نه ده رسېدلې، خو د فوټبال فار فریډم پروژه کې د نجونو روزنه کې مرسته کوي او په پوهنتون کې د سند لپاره زدکړې کوي.
هغه هیله لري چې په یوه ښوونځي کې د ورزش ښوونکې شي - یوه دنده چې مالي خپلواکي ورکوي او د ژوند په پرېکړو کې یې ازادي تضمینوي.
په ورته وخت کې، هغه هغو نجونو ته چې روزي یې د ماشوم واده پر وړاندې مشوره ورکوي.
هغه وایي: "که زه د هغوی واده ودروم یا نه، زه غواړم مرسته وکړم چې هغوی په ژوند کې څه ترلاسه کړي او خپلو هیلو ته ورسي."