د هند یوه ایالت کې د ښوونځي مدیر پر ۶۰ نجونو زدکوونکو د جنسي تیري په تور نیول شوی

د هند پلازمېنې ډیلي ته څېرمه د هریانه ایالت د جوند سیمې د یوه دولتي ښوونځي فضا کړکېچنه ده او د نجونو زدکونکو په څېرو کې د وېرې نښې له ورایه ښکاري.

شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د یادې سیمې د یوه کلي په دولتي ښوونځي کې پر ۶۰ نجونو زدکوونکو د جنسي تېري قضیه راپورته شوه.

د جنسي تیري په دغه قضیه کې د ښوونځي مدیر تورن شوی دی.

د رپوټونو له مخې، د ښوونځي مدیر تېره اوونۍ نیول شوی او پلټنې ترې روانې دي.

د نجونو تر منځ لا هم سخته وېره خپره ده.

د ښوونځي چاپیریال څنګه دی؟

په کوم ښوونځي کې چې د جنسي تېري دغه پېښې رامنځته شوي، د نجونو ښوونځي دی چې د کلیو او ښارونو نجونې پکې د زدکړې لپاره راځي.

دا د دې سیمې کوچنی ښوونځي دی، د ټولو کارمنان شمېر یې ۴۰ کسانو ته رسېږي او شاوخوا ۱۲۰۰ زدکوونکي لري.

دا مهال د ښوونځي فضا داسې ده چې، زدکوونکی چاسره د خبرو کولو اجازه نه لري.

په ټول ښوونځي کې امنیتي‌ کمرې لګول شوي. د مدیر د کار په خونه کې هم امنیتي‌ کمره لګېدلې ده.

دا پوښتنې هم راپورته شوي چې، دغه مدیر څنګه په دې شپږو کلونو کې یاد ښوونځي کې پاتې شوی، سره له دې چې د ښوونځي نور کارمنان په دغه موده کې نورو ښوونځيو ته ډېر بدل رابدل شوي دي؟

خلک دا تور هم لګوي چې تورن مدیر د یوې با نفوذه سیاسي کورنۍ دی، له همدې امله یې پر ضد تر اوسه کومه قضیه نه ده ثبت شوې.

دې قضیه کې دا تور هم شته چې د مدیر د تورونو له امله ګڼو نجونو ښوونځی پریښی.

د لومړي وزیر په ګډون ډېرو خلکو ته بې نومه لیکونه استول شوي

د اګسټ په ۳۱مه د هند ولسمشر، لومړي وزیر، لوی څارنوال، د مرکزي مېرمنو کمیسیون، د هریانا ایالت د ښځو کمیسون او د دغه ایالت د پوهنې وزیر ته یو پنځه مخیز لیک استول شوی.

په دغه لیک کې زدکوونکو شکایت کړی، چې دوی جنسي ځورونې سره مخ دي.

په دې لیک کې راغلي، چې مدیر نجونې د تورو ښیښو یوې خونې ته راغواړي او ناوړه چلن ورسره کوي.

په دې لیک کې اعتراض شوی، چې مدیر زدکوونکې لمس کړي او ادعا یې کړې چې، د دغه کار پر مهال مدیر ورته دا ګواښ‌هم کړی چې که څوک خبر کړي په ازموینو کې به یې ناکامې کړي.

د ښوونځي د مدیر نیول کېدل

د لیک د ترلاسه کولو وروسته د سمپتمبر په ۱۴مه د ښځو کمیسیون د هریانا ایالت له پولیسو وغوښتل چې په دې برخه کې اقدام وکړي.

رپوټونه وايي،‌ پولیسو قضیه وځنډوله او له یوې میاشت وروسته یې د هغه پر ضد قضیه پرانیسته.

د ښوونځي مدیر تېره اوونۍ نیول شوی. د جوند سیمې پولیسو ویلي، د مدیر پر وړاندې د ۳۵۲ جنسي ځورونې په ګډون نورې ګڼې قضیې هم شته.

د ښوونځي کارمنان د قضیې په اړه څه وايي؟

د دغه ښوونځي یوه نارینه کارمن بي بي سي سره خبرو کې ویلي، مدیربه پړ وي که نه خو د حیرانتیا خبره دا ده چې په دې لوی شمېر کې له زدکوونکو سره څه نا څه بده پېښه شوې وای نو د ښوونځي کارمنان هم خامخا خبرېدل.

دغه ښوونکي ادعا کړې چې، له دې پېښې هغه مهال خبر شو چې د پوهنې ریاست د څېړنې لپاره یو ټیم ښوونځي ته راغی.

نوموړې ویلي، ښوونځی کې د جنسي ځورونې لپاره درې کسیزه کمېټه لري، خو هغوی ته هم په دې اړه هېڅ نه دي ویل شوي.

لیک په مستقیم ډول چارواکو ته لېږل شوی.

که څه هم حقیقت به له پلټنو وروسته مالومېږي، خو تر اوسه هېڅ یوې زدکوونکې یا والدینو د ښوونځي له کارمنانو سره خبرې نه دي‌ کړي.

له پېښې وروسته د ښوونځي ټول ښوونکي حیران دي چې دومره لویه پېښه شوې او دوی په هېڅ هم نه دي‌ خبر.

دغه ښوونکي ویلي، د ښوونځي ډېر کارکوونکي تېر کال له نورو ښوونځيو دلته رابدل شول، په ښوونځي کې دا د تورو ششیو خونه هم وه خو هېڅ داسې عجیبه پېښه یې ترې نه ده لیدلې.

هغه زیاته کړې چې، د ښوونځي د لسم او دولسم ټولګیو د ازموینې پاېلې ډېرې ښې وې او شل دېرش زدکوونکي په ښو نومرو بریالي شوي و.

د اغېزمنو نجونو وېره

د جوند د سیمې د ماشومانو د خوندیتوب مسوول سوجاتا ښوونځي ته رسېدلی. نوموړي ویلي چې اغېزمنې نجونې او د ښوونځي نورې زدکوونکې په وېره کې دي.

نوموړي ویلي،‌ نجونو په ښکاره خبرو کولو ته زړه نه ښه کوي او مور او پلار یې هم دا مهال خبرې نه کوي.

د سوجاتا په وینا، هڅه کېږي چې نجونو زدکوونکو سره خبرې وکړي او ډاډ ورکړي.

هغه ویلي، دا مهال ښايي د اغېرمنو نجونو شمېر تر ۶۰ زیات وي.

د ماشومانو د رواني روغتیا کمېټې مشرې ممتا شرما ویلي، زدکوونکې ډېر وېرېدلي او په ذهن کې یې ډېر څه دي، خو داسې وضعیت دی چې اوس هېڅ څه نه شي ویلی.

هغې زیاته کړې چې، دې پېښې نجونې وېرولي او د دوی پر ذهن یې ژور اغېز کړی، خو ښايي په راتلونکي کې ځېنی شیان روښانه شي.

پوليسو له تورن کس مبایلونه، سیم کارډ او نور توکي هم اخیستي.