د مګنېزیم ګولۍ د خوب په ښه کولو کې مرسته کوي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
دغه منرال د ننني وخت "تر ټولو مشهور منرال" بلل شوی دی.
ميليونونه خلک مګنېزيم د بېلابېلو دلیلونو له کبله کاروي خو ایا دا رښتيا هم د ښه خوب سبب کېږي؟ د هاضمې ستونزې سموي؟ او يا زموږ ستړی دماغ اراموي؟
د درملو په چټک بازار کې، اوس د مګنېزيم وار دی.
د مګنېزيم نړيواله سوداګري نږدې درې ميليارده پونډه ارزښت لري او تمه کېږي چې دا شمېر به په راتلونکې لسيزه کې نږدې دوه برابره شي.
په يوه کوچنۍ فابريکه کې چې د يورکشاير په ډيلز سيمه کې ده، د سپينو پوډرو لوی پلاستيکي ډبي د غټو شور جوړوونکو ماشينونو ترڅنګ ايښي دي.
کارکوونکي چې د خونديتوب ځانګړي کالي (هازماټ سوټونه) اغوندي، په دقت سره د مګنېزيم سېټريټ اندازه کوي، دا هغه مرکب دی چې د مګنېزيم او سېټريک اسيد له يوځای کولو جوړېږي او بيا یې د فولادو په ځلېدونکو لوښو کې اچوي.

د عکس سرچینه، Ruth Clegg/BBC
"موږ خپل مواد ټولې نړۍ ته لېږو" د لانزدېل هېلت (Lonsdale Health) ادارې مشر انډریو ګورېنګ وايي، "په بریتانيا کې خو څرګنده ده، خو ورسره اسټراليا، د اسيا يو شمېر برخو، کوېټ او عراق ته یې هم لېږو."
هغه وايي: "دا زموږ د تر ټولو زياتو پلورل کېدونکو توکو يو دی او بازار يې هر وخت پراخېږي."
د ګوليو جوړوونکي ماشين شور کوي، داسې ښکاري لکه د "ډېلک" روبوټ چې په هره ثانيه کې لسګونه وړې سپينې مګنېزيم ګولۍ باسي.
زه په لوړ غږ پوښتنه کوم: "ايا موږ رښتيا هم دې ته اړتيا لرو؟ او ولې اوس؟ ولې دا دومره مشهور شوی؟"
ګورېنګ ځواب ورکوي: "انفلوېنسران، ټولنيزې رسنۍ، همدوی یې اصلي لامل دي. موږ له پخوا د مګنېزيم ګټې پېژنو خو اوس دا په عامه توګه مشهور شوی دی."
کله چې ما د هاضمې د ناروغيو له متخصصې ډايټېشن کرېسټن جېکسن سره اړیکه ونېوله، هغې وويل: "هوښيار مارکېټنګ يا د پلور چلونه! مګنېزيم د هغو برخو سره تړاو لري چې خلک د خوب، هاضمې او ذهني روغتیا لپاره پرې پيسې لګوي."
خو هغې ټينګار وکړ چې دا معنی نه لري چې هر څوک دې سمدستي ګولۍ واخلي.
مګنېزيم د بدن له څو مهمو منرالونو يو دی. د ښځو لپاره یې د ورځې وړانديز شوې اندازه ۲۷۰ ميلي ګرامه ده او د نارينهوو لپاره ۳۰۰ ميلي ګرامه. د انسان په بدن کې شاوخوا ۲۵ ګرامه مګنېزيم زېرمه کېږي.
که څه هم دا د بدن له يو سلنه هم کم جوړوي خو "په ۳۰۰ بېلابېلو مهمو بدني بهيرونو کې برخه لري" جېکسن وايي: "دا د دماغو او مزاج لپاره ځانګړې اهميت لري، ځکه د عصبي پېغامونو په لېږد او د دماغو د حجرو د ديوالونو په جوړښت کې مرسته کوي."
مګنېزيم د وينې د شکر کچه برابره ساتي، د وينې فشار تنظيموي او د کلسيم او پوتاشيم د تګ راتګ لپاره اړين رول لري، هغه څه چې د زړه د منظم حرکت سبب کېږي.
خو ايا دا معنی لري چې که يوه ګولۍ وخورو، زموږ بدن به سم کار وکړي؟
جېکسن وايي، مسله دومره ساده نه ده. د مګنېزيم ګولۍ هغه وخت ګټه کوي چې په بدن کې يې کموالی وي. خو دا کموالی معلومول اسان نه دی، ځکه ډېری مګنېزيم زموږ په هډوکو او انساجو کې ساتل کېږي.
خو د هر چا تجربه بېله ده، ډېر کسان وايي چې د مګنېزيم ګولیو خوړلو پرې اغېز کړی دی.

د عکس سرچینه، Katie Curran
د کيټي کرن لپاره چې د فېشن له مشهورو برانډونو سره د اړيکو په برخه کې کار کوي، ښه خوب کول ډېر مهم وو چې دې یې ارمان درلوده.
هغې وويل: "يو کال مخکې مې ډېرې ستونزې لرلې. خوب به نه راتللو، ذهن مې چټک روان و او کله چې به ويده شوم، څو ساعته وروسته به بېرته راوېښه شوم."
کيټي پرېکړه وکړه چې مګنېزيم ګلایسېنېټ (Magnesium Glycinate) وکاروي، دا هغه مرکب دی چې له مګنېزيم او ګلايسين (يو امينو اسيد) جوړ شوی خو د ښه خوب لپاره یې علمي ثبوت محدود دی.
هغې هره ورځ ۲۷۰ ميليګرامه خوړلې، دا وايي: "زما د ذهن شور ورو، ورو کم شو، فکر مې ارام شو او احساس مې وکړ چې بېرته عادي ژوند ته ورګرځېدلې يم."
"زما خوب ښه شو، انرژي مې زياته شوه، فعاله شوم. که څه هم زما په ژوند کې نور بدلونونه هم راغلل خو فکر کوم مګنېزيم راته ډېر مهم و."
که څه هم د مګنېزيم کموالی رښتيا هم د خوب په بڼه اغېز کوي خو علمي شواهد نه ښيي چې د مګنېزيم ګولۍ خوړل به خامخا خوب ښه کړي.
په ټولنيزو رسنيو کې د مګنېزيم ګولیو اخيستونکي ډېر فعال دي. ډېری پوسټونه د "کمېشن پېډ" ټاپه لري، يعنې دا کسان له خپلو پوسټونو پيسې ګټي.
د دغو انفلوېنسرانو په خبره، داسې ښکاري چې مګنېزيم د هرې ستونزې حل دی، ځکه هغوی د مګنېزيم د بېلابېلو ډولونو سپارښتنه کوي.
مګنېزيم ډېری وخت له نورو مرکبونو سره ګډېږي، تر څو د بدن بېلابېلو برخو ته ګټه ورسوي.
– که له L-threonate يا glycinate سره ګډ شي، د دماغو روغتيا ته ګټور بلل کېږي او د خوب او ذهني ارامۍ لپاره کارول کېږي.
– که له chloride سره يوځای شي، د عضلاتو د سختوالي او د میاشتني عادت پر وخت د بدن د دردونو په کمولو کې د مرستې په توګه کارېدای شي.
– که له citrate او oxide سره ګډ شي، د هاضمې او قبض لپاره ګټور ګڼل کېږي.
خو د تغذيې کارپوه کرېسټن سټاورېډېس ټينګار کوي چې د ډېرو دې ډولونو د اغېز لپاره پياوړې ساینسي دلېلونه نشته.
او ان که ګټه هم ولري، دا یوازې هغه وخت ده چې د بدن مګنېزيم کم وي.
هغې د ټوکې په ډول وويل:
"د ګولیو جوړونکي په موږ غږ کوي: 'موږ ټول به مړه شو! ژر تر ژره زما ګولۍ واخلئ او بس."
هغې زياته کړه: "هو، ډېری خلک کافي مګنېزيم نه اخلي، نږدې ۱۰سلنه نارينه او ۲۰ سلنه ښځې د ورځې وړانديز شوې اندازه نه پوره کوي خو يوازې ګولۍ خوړل د حل لاره نه ده."

د عکس سرچینه، Getty Images
سټاورېډېس وايي، د مګنېزيم د ګولیو په اړه ډېرې متضادې څېړنې شته. ځينې څېړنې ښيي چې دا لږه ګټه لري.
يوه بله ستونزه دا ده چې کله کله ګولۍ منفي اغېزه کوي، ځکه په بدن کې دا ډول منرالونه له یو بل سره تعامل کوي.
د بېلګې په توګه د "زينک" ګولۍ چې ډېری وخت د منځني عمر ښځو ته سپارښتنه کېږي، کولای شي د مګنېزيم د جذب کچه راټيټه کړي.
سټاورېډېس وايي: "په اصل کې دا يو پېچلی ميدان دی، داسې نه ده چې يوازې يو ډول ګولۍ واخلې او هر څه به سم شي."
هغې سپارښتنه وکړه چې لومړی بايد د خوراک له لارې حل ولټول شي. خو که څوک بيا هم د مګنېزيم ګولیو د اخېستو فکر کوي، نو ښه ده چې د بستې پر ليبل ليکل شوې اندازې نيمه برخه هره ورځ واخلي او وګوري چې بدن يې څنګه غبرګون ښيي.
هغې وويل: "که روغ کسان ډېر مګنېزيم وخوري، ځېنې خطرونه یې هم شته، لکه نس ناستی، کانګې او زړه بدوالی."
د پښتورګو د ناروغۍ لرونکو کسانو لپاره د مګنېزيم ګولۍ خطرناکې دي، ځکه کولای شي د هايپر مګنېزېميا په نوم جدي حالت رامنځته کړي، يو داسې ناروغي چې د فلج سبب کېدای شي او ان انسان بېهوښه کړي.
د تغذیې برخې روغتیا پاله کرېسټن جېکسن هم ورته خبره کوي. هغې وويل: "سل په سلو کې لومړی بايد د خوړو له لارې مګنېزيم پوره کړو."
هغې زياته کړه: "هغه خواړه لکه تخمونه، مغز لرونکي مواد، بشپړ غنم لرونکې ډوډۍ، شنې سبزيانې او ميوې د مګنېزيم ښې سرچينې دي."
هغې خبرداری ورکړ چې که څوک دا ډول خواړه په منظم ډول نه خوري، نو ښايي له نورو ضروري موادو هم محروم وي، لکه وېټامين C، وېټامين K، فايبر او پريبايوټيکونه.
"يوازې د مېګنېزيم يوه ګولۍ دا ټولې ستونزې نه حل کوي."








