د جاپان "پولادي مېرمن" سانای تکایچي څومره پېژنئ؟

Newly-elected Liberal Democratic Party (LDP) leader Sanae Takaichi receives an applause after winning the LDP leadership election on October 4, 2025 in Tokyo, Japan

د عکس سرچینه، Getty Images

د خوښې وړ شخصیت: بارونس مارګریټ تاچر. شخصي هدف: د جاپان پر پولادي مېرمنې بدلېدل.

سانای تکایچي تر دوه ځله ناکامو هڅو وروسته، بالاخره د شنبې پر ورځ خپل اوږدمهاله هدف او ارمان ترلاسه کړ.

۶۴ کلنه تکایچي د جاپان د واکمن لېبرال ډیموکراټیک ګوند (LDP) د ۷۰مې کلیزې پر ورځ مشره وټاکل شوه.

دا دې ته لار هواروي چې نوموړې په دغه هېواد کې د لومړنۍ ښځینه لومړۍ وزیرې په توګه وټاکل شي.

تکایچي چې پخوا وزیره او د تلویزیونې خپرونو نطاقه وه، یوه وخت د هېوي مېټل بانډ کې ډرم واهه.

هغې ته اوس دا ننګونه مخ کې پرته ده چې څنګه یو داسې ګوند رهبري کوي، چې له رسوايۍ وروسته د رای ورکوونکو د باور د بېرته ترلاسه کولو هڅه کوي او هممهاله د توندلاري ښي لوري له سیالۍ سره هم مخامخ دی.

تر دې ورهاخوا او لویه ننګونه بیا د داسې یوه هېواد مشري ده، چې د زیږون له ټیټې کچې او زیاتېدونکي جیوپولیټیک کړکېچ سره مخامخ دی.

د تکایچي پلار چې په ۱۹۶۱ کال نارا ولایت کې زیږیدلی، دفتري کارکوونکی و او مور یې د پولیسو افسره وه.

دا په دې معنا ده چې هغه په کومه سیاسي کورنۍ کې نه ده رالویه شوې.

نوموړې په هېوي مېټل بانډ کې د ډرم وهولو پر مهال پر دې مشهوره وه چې د ډرم وهلو ډېر لرګي به ورسره وو او دا ځکه چې په زوره د ډرم وهلو پر مهال به یې ماتول.

نوموړې همدا راز د سکوبا ‌غوټه‌خوړلو او موټرو شوقۍ هم وه. د هغې د خوښې ټویوټا سوپرا موټر اوس د نارا په موزیم کې نندارې ته اېښودل شوی.

تکایچي پر سیاست له ورګډېډو مخکې، لنډ وخت لپاره د تلویزیوني خپرونو د کوربنې په توګه کار کاوه.

Sanae Takaichi poses for a photo in the party leader's office after the LDP presidential election.

د عکس سرچینه، Getty Images

سیاست سره د هغې لېوالتیا او تړاو ۱۹۸۰ مو کلونو ته ورګرځي، داسې مهال چې د امریکا او جاپان ترمنځ سوداګریز کړکېچ پکې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی و.

هغه هوډمنه وه چې ځان د جاپان په تړاو د امریکا د خلکو پر نظر او انګېرنو وپوهوي.

د همدې لپاره یې د ډیموکراتې پاتریشا شرویدر په دفتر کې کار وکړ، چې د کانګرس غړې او پر جاپان د نیوکو له کبله مشهوره وه.

تکایچي ولیدل چې امریکایان له جاپاني، چیني او کوریايي ژبو رانېولې د دوی تر خوړو هر څه سره ګډوي او جاپان، چین، او کوریا ټولو ته په یوه سترګه ګوري.

نوموړې دې پایلې ته ورسېده چې "تر هغې چې جاپان پخپله د ځان دفاع ونه کړي، برخلیک به یې تل د امریکا د سطحي نظر تر سیوري لاندې وي."

هغه په ۱۹۹۲ کال کې د لومړي ځل لپاره په خپلواک توګه پارلماني ټاکنو ته ودرېده، خو ماته یې وخوړه.

دې ماتې هغه له خپل هوډه راونه ګرځوله او یو کال وروسته یې پارلمان ته لار ومونده. نوموړې په ۱۹۹۶ کې د لېبرال ډیموکراټیک ګوند غړیتوب ترلاسه کړ.

نوموړې له هغې راهیسې لس ځله د پارلمان غړې ټاکل شوې، یوازې یو ځل یې ماته خوړلې، او په ګوند کې یې تر ټولو د مخکښ محافظه غږ په توګه شهرت موندلی دی.

هغې پر لوړو دولتي څوکیو هم کار کړې، چې د اقتصادي امنیت وزارت، سوداګرۍ او صنایعو لپاره د دولت وزارت او همدا راز د کورنیو چارو او ارتباطاتو وزارت یوه بې‌سارې دوره پکې شامله ده.

تکایچي لومړی ځل په ۲۰۲۱ کال کې د اېل‌ډي‌پي ګوند د مشرتابه سیالۍ کې برخه واخیسته، خو د فومیو کیشیدا پر وړاندې یې ماته وخوړه.

بیا یې په ۲۰۲۴ کال کې دا هڅه وکړه، چې په لومړي پړاو کې مخکښه وه، خو دویم پړاو یې شیګېرو ایشیبا ته وبایله.

هغې سږکال په درېیمه کې هڅه بریا ترلاسه کړه.

نوموړې به په دې توګه د پارلمان لخوا تر تاییدېدو وروسته د جاپان لومړنۍ ښځینه لومړۍ وزیره شي. هغې د خپل وروستي ټاکنیز کمپاین پر مهال د ښوونځي ماشومانو یوې ډلې ته وویل، "هدف مې دا دی چې پولادي مېرمن شم."

Shinzo Abe poses for a group photograph with members of his new cabinet at the prime minister's official residence in Tokyo

د عکس سرچینه، Bloomberg via Getty Images

د عکس تشریح، ساناې تکایچي (له ښي اړخه دویمه) ۲۰۱۴ کال کې د مخکیني لومړي وزیر شینزو ابې (منځ کې) لخوا د کورنیو چارو او ارتباطاتو وزیره وټاکل شوه

تکایچي یوه سرسخته محافظه کاره ده او له اوږدې مودې راهیسې یې د هغه قانون مخالفت کړی چې واده شوېو مېرمنو ته د خپل کورني نوم د ساتلو اجازه ورکوي.

نوموړې ټینګار کوي چې دا کار دود کمزوری کوي. هغه د همجنسو ترمنځ له واده سره هم مخالفه ده. خو په دې وروستیو کې یې په دې تړاو درېځ کې یو څه نرمښت راوستی.

تکایچي د خپل کمپاین په ترڅ کې ژمنه وکړه چې د ماشومانو د پالونکو پر فیسونه به جزوي مالیه ولګوي او هغو شرکتونو ته به مالیاتي تخفیف ورکړي، چې کورونو کې د ماشومانو د پالنې او پاملرنې خدمات وړاندې کوي.

هغه په تګلارو د بدلونونو دا وړاندیزونه د خپلو شخصي او کورنیو تجربو له مخې کوي. مېرمنو لپاره د روغتیایي خدماتو پراخول، د کورنیو ملاتړو کارکوونکو ته د پام ډېرېدل، او په جاپان کې زړو خلکو ته د پاملرنې د ښو غوراویو برابرول یې نور وړاندیزونه دي.

نوموړې وايي: "ما شخصآ په خپل ژوند کې درې ځله نرسي او پالنه تجربه کړې ده." "همدا لامل دی چې د هغو کسانو د شمېر راکمولو لپاره زما هوډ پیاوړی شوی چې چې د پالنې، د ماشوم روزنې، او ښوونځیو ته له تګه د ماشومانو د انکار له کبله دندې پرېږدي."

"زه غواړم یوه داسې ټولنه جوړه کړم، چې خلک یې اړ نه وي چې خپلې مسلکي دندې پرېږدي."

هغې د وژل شوي پخواني لومړي وزیر شینزو ابې د تګلارو د ملاتړې په توګه ژمنه کړې، چې پر عامه خدماتو د ډېر لګښت او ارزانه پورونو په تړاو به د نوموړي اقتصادي لید چې "ابې‌نومېکس" بلل کېږي، احیا کړي.

هغه په منظم ډول لانجمن یاسوکوني زیارت ته ځي، چې د محکمې لخوا پر جنګي جنایتونو د محکومو شویو کسانو په ګډون د جاپان جګړه کې د وژل شویو کسانو درناوی کوي.

A group of politicians visiting Yasukuni Shrine

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ساناې تکایچي (کیڼ اړخه درېمه) ۲۰۱۴ کال په یاسوکوني زیارت کې

تکایچي همدارنګه په اساسي قانون کې د هغو محدودیتونو د نرمېدو غوښتنه کوي، د جاپان پر دفاعي ځواکونو لګېدلي او دا ځواکونه د برید د وړتیا له لرلو راګرځوي.

لېبرال ډیموکراټیک ګوند په ۱۹۵۵ کال کې له جوړېدو راهیسې د جاپان سیاستونو کې بر لاس لري. خو اوس د سوکه اقتصادي ودې، د نفوس د کمښت او ټولنیزې نارضایتۍ له امله خپل نفوذ له لاسه ورکوي.

تکایچي د اېل‌پي‌ډي ګوند له ښي اړخ سره تړاو لري او دغه ګوند یې د مشرې په توګه ټاکلو پورې دا هیله غوټه کړې چې که بېرته د محافظه کارو رای‌ اچوونکو ملاتړ ترلاسه کړي.

ډېر محافظه کار جاپانیان اوس پر توندلاري ښي اړخي 'سانسیېتو" ګوند ورمات شوي دي.

سانسېیتو چې د "لومړی جاپان" له شعار رامخ ته شوي، په وروستیو ټاکنو کې د محافظه کارو د ملاتړ په خپلولو سره پارلمان کې د خپلو څوکیو شمېر له یوې څخه پنځلسو ته لوړ کړ.

دا په داسې حال کې ده چې اېل‌پي‌ډي بیا د پارلمان دواړو خونو کې اکثریت له لاسه ورکړ.

تکایچي د ګونډي ټاکنو لومړي دور کې د ډېرو رایو له ګټلو وروسته پخپله ستونزه ومنله: "موږ له خپلو اصلي ملاتړو، په ځانګړي ډول له محافظه کارانو او د ګوند له غړو سختې نیوکې ترلاسه کړې دي."

"اېل‌پي‌ډي باید د جاپان د اوسني وضع او راتلونکې په خاطر بدل شي. موږ به تل ملي ګټو ته لومړیتوب ورکړو او هېواد په توازن سره اداره کوو."

ټاکلې پارلمان د اکتوبر پر ۱۵مه هغه د نوې صدراعظمې په توګه تایید کړي.