له ایران او پاکستانه اته زرو ستنو شویو افغانانو په قطر کې د کار لپاره نوملیکنه کړې

په قطر کې د کاري فرصتونو لپاره په کندهار کې د افغان کارګرانو نوملیکنه

د عکس سرچینه، SANAULLAH SEIAM/AFP via Getty Images

د عکس تشریح، په قطر کې د کاري فرصتونو لپاره په کندهار کې د افغان کارګرانو نوملیکنه

د طالبانو حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، هغو اته زرو افغان کډوالو چې په دا وروستیو کې له پاکستان او ایرانه هېواد ته ستانه شوي دي، په قطر کې د ۱۸۰۰ کاري فرصتونو لپاره نوملیکنه کړې ده.

د فرانسې خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، د افغان کارګرو لپاره دا کاري فرصتونه د دوحې او کابل تر منځ د توافق له تمدید وروسته رامنځته شوي دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان مسوولینو په وینا د ۲۰۲۳ کال له سپتمبر راهیسې له څلور میلیونو ډېر افغان کډوال یا شړل شوي او یا هم په خپله خوښه هېواد ته ستانه شوي دي.

د ملګرو ملتونو په خبره افغانستان له یوه خورا ناوړه بشري بحران سره مخامخ دی.

له بهره هېواد ته ستانه شوي افغانان په خپل هېواد کې چې له مخکې یې اقتصاد خورا کمزوری دی، د بې روزګارۍ لوړې کچې د لا پراخېدو لامل شوي دي.

د طالبانو حکومت کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیع الله ابراهیمي په وینا له چارشنبې په قطر کې د کاري فرصتونو لپاره اته زره غوښتنلیکونه ترلاسه شوي دي. د نوموړي په خبره دا فرصتونه ''په ځانګړې توګه د هغو کسانو لپاره دي، چې له ایران او پاکستانه شړل شوي او یا په خپله خوښه هېواد ته ستانه شوي دي.''

بل لور د کار او ټولنیزو چارو وزارت پر اېکس پاڼه یوه پیغام کې ویل شوي، چې د نوملیکنې دا بهیر د پنجشنبې تر ورځې (اسد-زمري ۲۳مه) پورې غځول شوې ده.

د اې ایف پي خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، په قطر کې شته دندو کې د مدیریت رولونه، انجینرۍ، میلمه پالنې او د میخانیک په توګه دندې شاملې دي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

دا کاري فرصتونه د جولای میاشتې هغه تړون د غځولو او پراخولو پر بنسټ رامنځته شوي، چې په قطر کې د افغانانو لپاره د ۳۱۰۰ کاري فرصتونو رامنځته کولو لپاره اعلان شوی و.

د راپور له مخې، د دې دندو لپاره د غوښتنلیک د امکان له اعلان راهیسې، شاوخوا ۱۵۵۰۰کسانو له افغانستانه بهر د کار موندلو په هیله غوښتنلیکونه ورکړي دي.

نوم لیکنه د افغانستان په لویو ښارونو کابل، هرات، کندهار او ننګرهار کې کېږي.

ښاغلي ابراهیمي ویلي چې د نوملیکنې غوښتونکي باید داسې ثبوت وړاندې کړي، چې په تېرو دوو کلونو کې افغانستان ته راستانه شوي دي او باید د نوم لیکنې لپاره ۱۰۰ افغانۍ (چې د ۱.۴۵ ډالرو سره معادل دي) ورکړي.

د ملګرو ملتونو د ادارو په وینا، یوازې سږکال د ۱.۵ ملیون او ۱.۲ ملیون ترمنځ افغانان له بهره خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

ملګري ملتونه وايي، په پراخه کچه د کډوالو افغانانو راستنېدو په افغانستان کې بې وزلي نوره هم زیاته کړې ده.

د نړیوال بانک مسوولینو په وینا، په افغانستان کې د بې روزګارۍ کچه ۱۳ سلنه ده، چې نژدې څلورمه برخه یې د ۱۵ او ۲۹ کلونو تر منځ ځوانان دي.

هغه ډېری کسان چې اوسمهال په افغانستان کې کار کوي د ټیټ معاش یا مزد شکایت کوي، او ډېر افغانان په هغو پیسو تکیه کوي چې دوی یې په بهر کې له خپلوانو ترلاسه کوي.

په تېرو میاشتو کې، په ځانګړي توګه د ایران او اسرائیل له ۱۲ ورځني جګړې وروسته، په ایران کې د مېشتو افغانانو ایستل په چټکۍ سره زیات شوي، او ویل کېږي چې د هغو افغان کډوالو شمېر چې تېر کال له ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي، له ۱.۶ ملیون څخه ډېر شوی دی.

پاکستان هم په تېرو دوو کلونو کې د افغان کډوالو د ایستلو لپاره ګامونه پورته کړي او د نړیوالو مرستندویه سازمانونو د راپورونو له مخې، نږدې یو میلیون افغانان له پاکستانه وتلو ته اړ شوي دي.