په افغانستان کې د بې روزګارۍ لوړېدل: د طالبانو حکومت وايي تر ۳۰ سلنه خلک کار نه لري

افغانستان کارګر

د عکس سرچینه، Getty Images

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، په هېواد کې د بې روزګاره خلکو شمېر لوړ شوی او اټکل کوي، چې په دغه هېواد کې د بې کارۍ کچه تر ۳۰ سلنې رسېدلې ده.

د طالبانو حکومت د کار او ټولنيزو چارو وزير ملا عبدالمنان عمري له بي بي سي پښتو سره په خبرو کې ويلي، که څه هم کره سروې نشته خو "زموږ د اټکل له مخې کېدای شي له ۲۵ تر ۳۰ سلنه په افغانستان کې بې روزګاري موجوده وي. "

نوموړی وايي، دا هغه شمېر دی چې "په مطلق ډول کار نه لري."

د نړيوال بانک د شمېرو له مخې په ۲۰۲۱ کال کې د بې روزګارۍ کچه ۱۲ سلنه وه. په همدي کال کې له افغانستان د بهرنيو ځواکونو له وتلو او بيا وروسته د بهرنيو مرستو له بنديدو سره کاري فرصتونه محدود او د بې روزګارۍ کچه لوړه شوه.

که څه هم په افغانستان کې بې روزګاري داسې يوه ستونزه ده چې له لسيزو راهيسې افغانان ورسره لاس او ګرايوان دي خو اوس مهال د افغانستان په ښارونو کې تر بل هر وخت په لارو او واټونو کې هغه کسان ډېر ليدل کېږي چې د کار په لټه کي وي.

د پلازمېنې کابل په ځينو چوکونو کې ګڼ کسان د کار موندلو لپاره ناست وي. يو له دغو کسانو چې سبحان الله نومېږي او خټګر دی وايي، "زه په کابل کې په کرايي کور کې اوسېږم، اوس د کور څښتن هم راته وايي چې کور خالي کړه، يوه مياشت کېږي چې چوک ته راځم، په دې يوه مياشت کې ما ته يوه ورځ کار پيدا شوی دی."

د کارګرو په منځ کې داسې کسان هم شته چې لوړې زدکړې لري، يو له دغو کسانو چې عبدالباسط نومېږی وايي، "زدکړې مې کړې دي، دلته کار ته راځم، يوه ورځ کار وي او لس ورځې کار نه وي. وظيفې نشته".

ځينې کسان شکايت کوي چې له ايران او پاکستانه د کډوالو له راتګ سره کارونه نور هم کم شوي دي.

په چوک کې ولاړ يوه کارګر بي بي سي ته وويل، "موږ به مخکې مياشت کې ۱۵، ۱۶ ورځې کار کاوه، د ورځې مو ۸۰۰ افغانۍ اخيستې، اوس چې کار پيدا شي په ۴۰۰ يا ۵۰۰ هم کار کوو. اوس له ايرانه کډوال راغلي په اوونۍ کې يوه ورځ هم کار نه پيدا کېږي. پنځه زره د کور کرايه او د برېښنا بېل ورکوم، زموږ ستونزې ډېرې دي".

مېرمنې او ځوانان ډېر اغېزمن شوي

افغان مېرمنې

د عکس سرچینه، Getty Images

په افغانستان کې د طالبانو له بيا واکمنېدو سره مېرمنې تر نورو ډېرې بې روزګاره شوې او د دې تر څنګ يې پر زدکړو او کار محدوديتونه هم لګېدلي دي.

يوه داسې پېغله چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته يې دنده له لاسه ورکړي او پر کور ناسته ده وايي، "اوس ډېرې نجونې نهيلې شوې دي، دا شرايط ما ته ډېر ستونزمن دي، ډېره ځورېږم، شپه او ورځ په دې سوچ کې وم چې ژوند به څنګه کېږي."

همدا ډول داسې ښځې چې په کورونو کې لوی نارينه نه لري او خپلو اولادونو ته يوازينۍ ګټونکې دي ډېرې اغېزمنې شوې دي.

ځينې افغان کارګر وايي، دوامدارې بې روزګارۍ او د کاري فرصتونو نشتوالي يې د ژوند شرايط ستونزمن کړي او په ورځو ورځو د کار نه پيدا کېدو له کبله په رواني ستونزو اخته شوي دي.

اوسمهال په افغانستان کې د ډېری افغانانو اقتصادي تکيه پر کرنه ده خو د اقلیمي بدلونونو په ځانګړې توګه د وچکالۍ له کبله د عايد دا سرچينه هم له ګواښ سره مخ ده.

د طالبانو حکومت وايي په کور دننه او بهر د کاري فرصتونو موندلو هڅې کوي

عبدالمنان عمري

د عکس سرچینه، RTA

په افغانستان کې د طالبانو حکومت مني چې بې روزګاري د افغانانو يوه لويه ننګونه ده خو وايي هڅه کوي چې په کور د ننه او بهر په نورو هېوادونو کې خلکو ته کاري فرصتونه او دندې جوړې کړي.

د طالبانو په حکومت کې د کار او ټولنيزو چارو وزارت وايي، د افغانستان د یو شمېر خصوصي شرکتونو او د قطر د یوه دولتي شرکت ترمنځ د هوکړې له مخې به سلګونه افغان کارګر په قانوني ډول هغه هېواد ته واستول شي.

د کارګرو د حقونو فعالان، بهر ته په قانوني ډول د کارګرو استول یو مثبت ګام بولي او زیاتوي چې دا ډول هوکړې باید له نورو هېوادونو سره هم وشي.

د کار او ټولنیزو چارو وزیر، عبدالمنان عمري، بي بي سي ته دا هم ويلي چې، له ایرانه د لوی شمېر کډوالو ورستنېدنه یوه ننګونه ده، خو په وینا یې، د کارموندنې د کمېټې له لارې هغوی ته د روزګار د برابرولو هڅې کوي.