د طالبانو حکومت سږ کال څومره افغان اومه تېل پلورلي؟

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د کانونو او پترولیم وزارت وايي، د امو سیند حوزې له قشقرې ساحې ۱۸ زره ټنه استخراج شوي اومه تېل یې پلورلي دي.

دا تېل پرون (یکشنبه د ډسمبر ۷مه) داوطلبۍ ته وړاندې شوې او د تېلو د چاڼ برخه کې یوه فعال کورني شرکت پېرلې دي.

د دغو تېلو ټولیز ارزښت شاوخوا لس نیم میلیونه ډالر ښودل شوی.

د طالبانو حکومت د کانونو او پترولیم وزارت وايي، روان کال یې تر دې دمه ۶۰ زره ټنه اوومه تېل استخراج او تصفیې لپاره د "شفافې داوطلبۍ" له لارې پر کورنیو شرکتونو پلورلي دي.

د طالبانو حکومت لومړی ځل د ۲۰۲۳ کال جون کې د افچین په نوم چیني شرکت سره په ګډه قشقرې کې د تېلو د استخراج د پیلېدو خبر ورکړ.

اوس دغلته د تېلو د فعالو څاګانو شمېر ۱۸ ته رسېدلی، چې د طالبانو حکومت په وینا په ورځنۍ کچه ترې ۱۱۰۰ ټنه اوومه تېل استخراجېږي.

د امو سیند نفتي حوزه د سرپل، جوزجان او فاریاب ولایتونو ۴۵۰۰ کیلومتره مربع سیمه رانغاړي او دمګړۍ یې په قشقري، انګوت او اق دریا سیمو کې نفت استخراجېږي.

د طالبانو حکومت د کانونو او پترولیم وزارت د وران کال جون میاشت کې اعلان وکړ چې له افچین شرکت سره یې د "پرله‌پسې سرغړونو" له کبله تړون فسخه کړی دی.

د دغه وزارت ویاند همایون افغان بي‌بي‌سي ته وویل چې اوس په دې حوزه کې د تېلو د استخراج چارې د دوی تخنیکي ټیمونه او انجنیران مخ ته وړي.

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت د کانونو او پترولیم وزارت د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ وروستیو کې هم ۶۰ زره ټنه اومه تېل چې ارزښت یې څه باندې ۲۵ میلیون ډالر ښودل شوی و، د داوطلبۍ له لارې پلورلي وو.

دغه وزارت هغه مهال ویلي وو چې د کال تر پایه به د ورځني استخراج کچه ۲۰۰۰ ټنو ته ورسوي.

"اومه تېل پر کور دننه چاڼېږي" خو څومره معیاري دي؟

د راپورنو له مخې په افغانستان کې د نفتو د چاڼ په برخه کې پانګونه څه باندې یوه لسیزه مخکې هغه مهال پیل شوه چې د وخت افغان حکومت ۲۰۱۲ کال کې د چین د نفتو له ملي شرکت سره د امو دریا حوزې د تېلو د استخراج ۲۵ کلن تړون لاسلیک کړ.

خو په دې حوزه کې د تېلو د استخراج چارې د ناامنیو له امله عملي نه شوې.

د طالبانو حکومت د کانونو او پترولیم وزارت هم د ۲۰۲۳ کال جنورۍ کې له همدغه چینايي شرکت سره د امو سیند نفتي حوزې د تېلو استخراج تړون وکړ.

اوس ویل کېږي چې په دغه حوزه کې د تېلو د استخراج له ډېرېدو سره پر کور دننه د تېلو د چاڼ او تصفیې کار هم یو څه غوړېدلی دی.

د راپورونو له مخې دمګړۍ د هېواد په شمال کې له ۱۲ ډېر لوی او واړه شرکتونه د تېلو د چاڼ چارې مخ ته وړي.

دغلته د نفتي توکو د ټولنې مشر عبدالمومن ضیايي څه موده مخکې بي‌بي‌سي ته ویلي وو چې پر دغو چاڼخونو د ۱۰ او ۳۰ میلیون ډالرو ترمنځ پانګونه شوې او ورځ کې د زرګونو ټنو تېلو د چاڼولو وړتیا لري.

دا چې د بي کیفیته تېلو سوځول په افغانستان کې د ښارونو د هوا د ککړتیا یو لوی لامل ګڼل کېږي، نو له همدې کبله د کورنیو شرکتونو لخوا د تېلو د تصفیې د کیفیت په اړه هم پوښتنې موجودې دي.

خو د طالبانو حکومت د کانونو او پترولیم وزارت ویاند همایون افغان بي‌بي‌سي ته وویل، دوی یوازې هغو شرکتونو ته د اومه تېلو د پېرلو دواطلبۍ کې د ګډون اجازه ورکوي چې معیاري وي.

نوموړي وویل، د دغه وزارت یوه پلاوي په دې وروستیو کې د ټولو چاڼخونو چارې ارزولې دي، دغه چاڼخونې د افغانستان له نورم او سټنډرډ سره برابرې دي او "په همدې اساس د نفتو د پروسس اجازه ورکول کېږي."

هغه وویل، د چاڼخونو فعالیت ته شرط همدا دی چې د افغانستان نورم او سټنډرډ باید پام کې ونیسي.

د یادونې ده چې مخکې د نفتو او ګازو په سوداګرۍ کې ځینو ښکېلو سرچینو بي‌بي‌سي ته ویلي وو، چې د امو سیند حوزې تېل چې په هېواد کې دننه چاڼېږي،‌ پر نړیوالو معیارونو برابر نه دي.

د شمېرو له مخې افغانستان په کال کې ۲ میلیونه او ۷۰۰ زره ټنه تېلو ته اړتیا لري، چې ډېره برخه یې له ایران او ترکمنستانه واردېږي.

د طالبانو حکومت تېرو کلونو کې څو ځله ویلي، چې پر بې‌ کیفیته تېلو بار ټانکرونه یې بېرته ایران ته ستانه کړي دي.