د طالبانو حکومت سږ کال څومره افغان اومه تېل پلورلي؟

د عکس سرچینه، RTA
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د کانونو او پترولیم وزارت وايي، د امو سیند حوزې له قشقرې ساحې ۱۸ زره ټنه استخراج شوي اومه تېل یې پلورلي دي.
دا تېل پرون (یکشنبه د ډسمبر ۷مه) داوطلبۍ ته وړاندې شوې او د تېلو د چاڼ برخه کې یوه فعال کورني شرکت پېرلې دي.
د دغو تېلو ټولیز ارزښت شاوخوا لس نیم میلیونه ډالر ښودل شوی.
د طالبانو حکومت د کانونو او پترولیم وزارت وايي، روان کال یې تر دې دمه ۶۰ زره ټنه اوومه تېل استخراج او تصفیې لپاره د "شفافې داوطلبۍ" له لارې پر کورنیو شرکتونو پلورلي دي.
د طالبانو حکومت لومړی ځل د ۲۰۲۳ کال جون کې د افچین په نوم چیني شرکت سره په ګډه قشقرې کې د تېلو د استخراج د پیلېدو خبر ورکړ.
اوس دغلته د تېلو د فعالو څاګانو شمېر ۱۸ ته رسېدلی، چې د طالبانو حکومت په وینا په ورځنۍ کچه ترې ۱۱۰۰ ټنه اوومه تېل استخراجېږي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
د امو سیند نفتي حوزه د سرپل، جوزجان او فاریاب ولایتونو ۴۵۰۰ کیلومتره مربع سیمه رانغاړي او دمګړۍ یې په قشقري، انګوت او اق دریا سیمو کې نفت استخراجېږي.
د طالبانو حکومت د کانونو او پترولیم وزارت د وران کال جون میاشت کې اعلان وکړ چې له افچین شرکت سره یې د "پرلهپسې سرغړونو" له کبله تړون فسخه کړی دی.
د دغه وزارت ویاند همایون افغان بيبيسي ته وویل چې اوس په دې حوزه کې د تېلو د استخراج چارې د دوی تخنیکي ټیمونه او انجنیران مخ ته وړي.
د یادونې ده چې د طالبانو حکومت د کانونو او پترولیم وزارت د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ وروستیو کې هم ۶۰ زره ټنه اومه تېل چې ارزښت یې څه باندې ۲۵ میلیون ډالر ښودل شوی و، د داوطلبۍ له لارې پلورلي وو.
دغه وزارت هغه مهال ویلي وو چې د کال تر پایه به د ورځني استخراج کچه ۲۰۰۰ ټنو ته ورسوي.
"اومه تېل پر کور دننه چاڼېږي" خو څومره معیاري دي؟

د عکس سرچینه، North Noble
د راپورنو له مخې په افغانستان کې د نفتو د چاڼ په برخه کې پانګونه څه باندې یوه لسیزه مخکې هغه مهال پیل شوه چې د وخت افغان حکومت ۲۰۱۲ کال کې د چین د نفتو له ملي شرکت سره د امو دریا حوزې د تېلو د استخراج ۲۵ کلن تړون لاسلیک کړ.
خو په دې حوزه کې د تېلو د استخراج چارې د ناامنیو له امله عملي نه شوې.
د طالبانو حکومت د کانونو او پترولیم وزارت هم د ۲۰۲۳ کال جنورۍ کې له همدغه چینايي شرکت سره د امو سیند نفتي حوزې د تېلو استخراج تړون وکړ.
اوس ویل کېږي چې په دغه حوزه کې د تېلو د استخراج له ډېرېدو سره پر کور دننه د تېلو د چاڼ او تصفیې کار هم یو څه غوړېدلی دی.
د راپورونو له مخې دمګړۍ د هېواد په شمال کې له ۱۲ ډېر لوی او واړه شرکتونه د تېلو د چاڼ چارې مخ ته وړي.
دغلته د نفتي توکو د ټولنې مشر عبدالمومن ضیايي څه موده مخکې بيبيسي ته ویلي وو چې پر دغو چاڼخونو د ۱۰ او ۳۰ میلیون ډالرو ترمنځ پانګونه شوې او ورځ کې د زرګونو ټنو تېلو د چاڼولو وړتیا لري.
دا چې د بي کیفیته تېلو سوځول په افغانستان کې د ښارونو د هوا د ککړتیا یو لوی لامل ګڼل کېږي، نو له همدې کبله د کورنیو شرکتونو لخوا د تېلو د تصفیې د کیفیت په اړه هم پوښتنې موجودې دي.

د عکس سرچینه، North Noble
خو د طالبانو حکومت د کانونو او پترولیم وزارت ویاند همایون افغان بيبيسي ته وویل، دوی یوازې هغو شرکتونو ته د اومه تېلو د پېرلو دواطلبۍ کې د ګډون اجازه ورکوي چې معیاري وي.
نوموړي وویل، د دغه وزارت یوه پلاوي په دې وروستیو کې د ټولو چاڼخونو چارې ارزولې دي، دغه چاڼخونې د افغانستان له نورم او سټنډرډ سره برابرې دي او "په همدې اساس د نفتو د پروسس اجازه ورکول کېږي."
هغه وویل، د چاڼخونو فعالیت ته شرط همدا دی چې د افغانستان نورم او سټنډرډ باید پام کې ونیسي.
د یادونې ده چې مخکې د نفتو او ګازو په سوداګرۍ کې ځینو ښکېلو سرچینو بيبيسي ته ویلي وو، چې د امو سیند حوزې تېل چې په هېواد کې دننه چاڼېږي، پر نړیوالو معیارونو برابر نه دي.
د شمېرو له مخې افغانستان په کال کې ۲ میلیونه او ۷۰۰ زره ټنه تېلو ته اړتیا لري، چې ډېره برخه یې له ایران او ترکمنستانه واردېږي.
د طالبانو حکومت تېرو کلونو کې څو ځله ویلي، چې پر بې کیفیته تېلو بار ټانکرونه یې بېرته ایران ته ستانه کړي دي.











