د طالبانو حکومت یوې چینايي کمپنۍ سره د تېلو د استخراج تړون لاسلیک کړ

د عکس سرچینه، Taliban
د طالبانو حکومت د کانونو او پترولیم وزارت وايي، د سي پي ای آی سي په نامه له یوه چینايي شرکت سره یې د آمو نفتي حوزې د تیلو استخراج تړون لاسلیک کړی دی.
دغه تړون نن شنبه د جنورۍ په پنځمه افغانستان کې د چین سفیر او یو شمېر طالب چاوراکو په ګډون په کابل کې لاسلیک شوی دی.
د طالبانو د کانونو او پترولیم وزارت وايي،د تېلو دغه زیرمې د افغانستان په دریو شمالي ولایتونو، سرپل، جوزجان او فاریاب کې پېژندل شوي چې ترکمنستان سره ګډه پوله لري.
د دغه وزارت د مالوماتو له مخې، په یادو ساحو کې تر اوسه د ۴ نیم زره کیلو متره مربع تیلو زېرمې پېژندل شوي دي.
د جمهوري حکومت پرمهال هم په دغه حوزه کې د نفتو د استخراج قرارداد د چین له سي پي این سي آي په نامه له کمپنۍ سره لاسلیک شوی و.
دغې کمپنۍ لومړی په ۲۰۱۲ کال کې د ګازو لومړنی استخراج پیل کړ چې وروسته یې قرارداد له ننګونو سره مخ شو.
د طالبانو د کانونو او پترولیم وزارت ویلي، یاد شرکت به دغه برخه کې د پیل په یوه کال کې ۱۵۰ میلیونه ډالره پانګونه کوي چې په دريیو کلونو کې به دغه اندازه ۵۴۰ میلیون ډالرو ته لوړه شي.

د عکس سرچینه، Taliban
د یاد وزارت د سرپرست وزیر شیخ شهاب الدین دلاور په وینا: "د تیلو زېرمې په پنځو ساحو کې پېژندل شوي دي چې، اندازه یې ۴ زره پنځه سوه کیلو متره مربع ته رسیږي چې له دغو سیمو یوه قشقري ده، دغو ساحو کې د اووه اتیا میلیونه ټنه تېلو استخراج اټکل ترې شوی دی."
د ښاغلي دلاور په وینا "دغه شرکت به هم مهاله په دغو پنځو ساحو کې هم د تیلو استخراج کوی هم اکتشاف."
د طالبانو د حکومت د لومړي وزیر اقتصادي مرستیال چین سره د دغه تړون د لاسلیک هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د تړون له مخې به یې حکومت ۲۰ سلنه ونډه پکې ولري او دا ونډه به تر ۷۵ سلنې لوړه شي خو لا روښانه نه ده چې وڼده یې څه ډول لوړېږي.

د عکس سرچینه، Taliban
نوموړي همدا راز ویلي: "افغانستان د طبیعي سرچینو له پلوه د نړۍ بدایه هېواد دی، خو د نورو کانونو تر څنګ تیل هغه شتمني ده چې د هېواد د اقتصاد ډېره برخه پرې تکیه کوي."
د طالبانو حکومت د کانونو او پترولیم وزارت وايي، که نوموړي شرکت تر یوه کاله په تړون کې یاد شوي ټول موارد پوره نه کړل تړون به ورسره ختم کړي.
د پروژې پلې کېدو لپاره د همکارۍ او امنیت غوښتنه
افغانستان لپاره د چین سفیر وانګ یو د دغه قرارداد د لاسلیک پر مهال وویل چې "د امو دریا پروژه د افغانستان او چین ترمنځ د عملي همکاریو لپاره مهم ګام دی."
نوموړی ټینګار کوي چې سي پي ای آی سي په نامه چینايي کمپنۍ د نفتو په صنعت او تخنیکي برخه کې کې ډېره تجربه لري.
ښاغلی یو د طالبانو له حکومت غوښتنه وکړه چې د دغې پروژې د پلې کېدو لپاره "د همکارۍ او د امنیت" برخه کې عملي ګامونه واخلي.
نژدې دوه اوونۍ وړاندې په کابل کې پر هغه هوټل برید شوی و چې چینایان پکې اوسېدل. د هغه برید مسوولیت داعش ډلې په غاړه اخیستی وه.
چین سره له دې چې د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، خو به کابل یې سفارت پرانیستی او په افغانستان کې اقتصادي او سیاسي ګټې ویني.
په تېر کې هم چین سره د افغانستان د کانونو د کیندلو تړونونه لاسلیک شوي خو بې برخلیکه پاتې شوې دي.










