چين له افغانستان سره د ۷۲ ميليونو ډالرو وړيا مرستې تړون لاسليک کړی
د افغانستان مالیې وزارت له چین سره یو تړون لاسلیک کړی چې له مخې به یې چین افغانستان کې د څه باندې ۷۰ مېلیون ډالرو پانګونه کوي.
افغان حکومت وايي دغه پیسې به تر ډېره د زیر بنا په پیاوړتیا او دولتي ادارو لپاره د نویو ودانیو پر جوړولو لګېږي.
کابل کې اریا احمدزۍ د مالیې وزارت له ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزي سره د چین د مرستو پر ارزښت غږېدلې.