هند کې ولې د دیوبند دارالعلوم د تړل کېدو غوښتنه شوې؟

په هند کې د دیني علومو مشهورې مدرسې دارالعلوم دیوبند پر وېبپاڼه د 'هند مخالف' فتوا له ادعا وروسته د ماشومانو حقونو خوندیتوب کمېسیون (این سي پي سي ار) سختې نیوکې کړې دي.
د هند ملي کمېسیون په یوه رسمي غوښتنلیک کې د سهارنپور له سیمه ییزو چارواکو غوښتي چې د دې موضوع په هکله باید پوښتنې، ګروېږنې وکړي.
د یاد کمېسیون په لیک کې ویل شوي، چې د دیوبند مدرسې فتویٰ غزوه هند (پر هند غزا) روا بولي او دا 'د هېواد پر ضد د کرکې خپرېدو لامل کېدای شي.'
له هغه وروسته چې هندي رسنیو د ماشومانو حقونو خوندیتوب کمېسیون دغه لیک په هکله رپوټونه خپاره کړي، پر خواله رسنیو ګڼ بحثونه راپورته شوي او د هندوانو یو شمېر تنظیمونو مشرانو د دیوبند مدرسې تړلو غوښتنې کړې دي.
د کمېسیون په لیک کې راغلي: ''کمېسیون د دیوبند مدرسې پر وېبپاڼه نور داسې څه موندلي، چې اعتراض پرې کېدای شي. په فتویٰ کې پر هند د برید (غزوه هند) خبره شوې او دا چې هر څوک په دې کې ووژل شي، شهید اعظم (ستر شهید) به بلل کېږي.
دارلعلوم دیوبند د اسلامي علومو یوه علمي اداره ده او د ټولې سویلي اسیا مدرسې یې اړوند دي.
دغه ډول فتوا په ماشومانو کې د خپل هېواد کرکه زیاتوي او بالاخره دوی د ذهني یا فزیکي تکلیف لامل کېږي.''

د عکس سرچینه، ARSHADMADANI.COM
له دې وروسته پر خواله رسنیو تاوده بحثونه راپورته شوي، چې ځینې پکې په بلډوزرونو د یادې مدرسې ړنګولو خبرې کوي او ځینې نور بیا د هند خپلواکۍ تحریک کې د دیوبند او دیوبند علماوو د رول ستاینه کوي.
بي بي سي په دې هکله د ټیلیفون له لارې د جمعیت علما هند له مخکیني مشر او د دیوبند مدرسې له سرښوونکي مولانا ارشد مدني دریځ وپوښت، نوموړي وویل، اوسمهال پلازمېنه ډيلي کې دی، خو ده ته معلومه ده، چې چارواکو پر دې موضوع له دیوبند مدرسې سره اړیکه نیولې.
مولانا مدني وايي، د مدرسې له لوري چارواکو ته لیکلی ځواب ورکړل شوی دی.
د نوموړي په وینا دا نوې موضوع نه ده، بلکې د ۲۰۰۹ کال یوه پوښتنه ده، چې دیوبند دارالعلوم یې ځواب ورکړی. مولانا مدني وايي، دا نه خو نوې فتویٰ ده او نه هم د مذهبي مسائلو اړوند پوښتنې ځواب دی.
له بي بي سي سره خبرو کې هغه زیاته کړه: ''یوه کس پوښتنه کړې وه، چې د ’غزوۃ هند) په هکله کوم حدیث شته، نو دیوبند په ځواب کې ورته ویلي چې په دې هکله حدیث موندل کېږي او دا په فلان کتاب کې کتل کېدای شي.''

د عکس سرچینه، Getty Images
نوموړي زیاته کړه: ''دا خو داسې ده لکه څوک له چا د ریل ګاډي راتلو تم ځای پوښتنه وکړي او هغه ورته ووایي، چې په تم ځای کې پر لګېدلي ټلویزیوني سکرین یې وګورئ، هلته معلومات لیکل شوي دي.''
بي بي سي په دې هکله د دیوبند مدرسې له مرستیال مشر مولانا ابوالقاسم نعماني سره خبرې وکړې، نوموړي د ټیلفون له لارې وویل، چارواکو ورسره اړیکه نیولې او دوی لیکلی ځواب ورکړی، خو په خبره یې نه شي کولای په دې هکله جزیات برالا کړي.
خو نوموړي زیاته کړه، چې په حدیث کې د کومې 'غزوہِ ہند' خبره شوې ده، هغه پر هند د محمد بن قاسم له پوځي یرغل (۷۱۲مېلادي) سره پوره شوې، نه یې پر راتلونکي اغېز شته او نه هم ماشومان په دې لړ کې هڅول کېږي.











