تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
تعرفې به په امریکا، کاناډا او مکسیکو کې د موټرو چمتو کوونکي څنګه اغېزمن کړي؟
ماهرین وايي، د امریکا په شمال کې به د ګاډو جوړولو صنعت د هغو تعرفو له کبله سخت زیانمن شي، چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ یې کاناډا او مسکسیکو پر صادراتو د لګولو ګواښ کړی دی.
دغه تعرفې چې پر صادراتو د مالیې یو ډول دی، د فورډ او جنرال موټرز په څېر لوی شرکتونه هم اغېزمنولای شي. دغه شرکتونه په امریکايي بازارونو کې د پلور لپاره هر کال په کاناډا او مکسیکو کې زرګونه موټر چمتو کوي.
که دغه شرکتونه وغواړي، چې له مکسیکو او کاناډا نه امریکا ته خپل کارځایونه ولېږدوي، په دې دواړو هېوادونو کې به زرګونه کسان بې روزګاره شي. د اوس لپاره ښاغلي ټرمپ د دې دواړو هېوادونو پر صادراتي د یوې میاشتې لپاره د تعرفو لګول ځنډولي دي.
تعرفې څه دي؟
دا تعرفي د صادرونکي شرکت پر ځای پر واردونکي شرکت لګول کېږي او د وارداتو د ارزښت یوه سلنه ده. که امریکايي شرکتونه د تعرفو له لوړولو سره د توکو بیې هم لوړې کړي، نو د لګښت زیاتېدو اصلي بار به د امریکايي مشتریانو پر اوږو وي.
امریکا له کاناډا او مکسیکو څومره موټر واردوي؟
درې لسیزې کېږي، چې امریکا له مکسیکو او کاناډا سره بې تعرفو سوداګري کوي. دا سوداګري لومړی د شمالي امریکا ازادې سوداګرۍ هوکړې (نافتا) له مخې کېده او بیا د امریکا، مکسیکو او کاناډا د هوکړې (یو اېس ایم سي اې) له مخې دې راکړې، ورکړې دوام وکړ.
امریکايي او بهرنیو شرکتونو له دې هوکړو ګټه پورته کړې او په شمالي امریکا کې یې د موټرو چمتو کولو کارځایونه پرانیستي دي. په امریکا کې د شمېرو یو ځای کولو یوه شرکت اېس او پي ګلوبل موبیلټي مسوولینو په وینا
د ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې امریکا ته له کاناډا او مکسیکو نه درې اعشاریه شپږ میلیونه کوچني موټر وارد شوي وو. دا په امریکا کې د ټولو پلورل شویو ګاډو ۲۲ سلنه جوړوي، چې ۱۵ سلنه یې له مکسیکو او ۷ سلنه یې له کاناډا راوړل شوي وو.
د امریکا موټر جوړونکي شرکتونه دغه راز له کاناډا او مکسیکو نه د ماشینونو او وهیلونو په ګډون الات هم راوړي، چې په خپلو کارځایونو کې یې د موټرو په چمتو کولو کې کاروي. د اېس اینډ پي ګلوبل موبیلټي سټېفن برینلې وايي، ''دا یو ډول اقتصادي ایکو نظام دی، چې د ټولو لپاره ګټه کوي.''
په مکسیکو کې د امریکا تر څنګ یو شمېر اروپايي، چینايي، کوریايي او جاپاني موټر جوړونکو شرکتونو هم خپل کارځایونه جوړ کړي دي.
تعرفې پر امریکايي شرکتونو او مشتریانو څه ډول اغېز کولای شي؟
د امریکا فکري مرکز کاټو انسټیټوټ او اېس اینډ پي موبیلټي مسوولین وايي، سټیلانټیکس شرکت په ۲۰۲۴ کال کې د خپل ټول تولید ۲۳ سلنه په مکسیکو کې چمتو کړي، چې شمېر یې ۳۱۴ زرو موټرو ته رسېږي. جنرال موټرز بیا ۲۲ سلنه ګاډي هلته چمتو کړي، چې شمېر یې ۷۱۲ زره موټرو ته رسېږي.
فورډ بیا د خپل تولید ۱۵ سلنه موټرز هلته چمتو کړي، چې شمېر یې ۳۵۸ زره موټرو ته رسېږي. اغلې برینلې وايي: ''له دې کبله به په متحده ایالتونو کې هر یو موټر چمتو کوونکی له تعرفو اغېزمن شي.''
د ریډسپای په نامه د موټرو پېر او پلور څارونکې ادارې جی ناګلې په وینا، د موټرو چمتو کوونکي شرکتونه هر کال تر ۷سلنې پورې ګټه کوي او که ډېره ښه شي، نو تر لس سلنې پورې رسېږي او که شرکتونه بیې زیاتې نه کړي، تر ۲۵ سلنې پورې تعرفه به دا هرڅه له منځه یوسي. ۲۵ سلنه تعرفه به بیا که ټوله مشتري ته ولېږدول شي، نو د ۲۵ زره ډالرو ارزښت یوه موټر بیه شپږ زره ۲۵۰ ډالره نوره هم لوړه کړي. ښاغلی ناګلې وايي، ''خلک به په دې هیله د نویو موټرو پېرل وځنډوي، چې ګوندې تعرفې به لغو شي. ښاغلی ناګلې په دې باور دی، چې که تعرفې تر اونیو یا میاشتو پورې پر ځای پاتې شي، موټر چمتو کوونکي شرکتونه به امریکا ته د خپلو کارځایونو پر لېږدولو غور پیل کړي.
خو دی وايي، که د کارځایونو لپاره ځمکې چمتو هم وي، دا ښايي له ۱۲ تر ۱۸ میاشتو پورې وخت ونیسي، چې تولید امریکا ته ولېږدول شي.
تعرفې په مکسیکو او کاناډا کې د ګاډو پر صنعت څنګه اغېز کولای شي؟
د ای این جي تهینک په نامه د یوه څېړنیز مرکز مسوولینو په وینا په ۲۰۰۴ کال کې مکسیکو او کاناډا امریکا ته د ګاډو او پرزه جاتو له صادراتو نژدې ۲۰۰ میلیارده ډالره وګټل. د نړۍ ډېری ګاډي چمتو کوونکي شرکتونه په امریکا کې د پلور لپاره تر ډېره بریده ګاډي په مکسیکو کې چمتو کوي، چې لګښت یې لږ دی.
له دې سره مکسیکو په نړۍ کې د موټرو چمتو کوونکو هېوادونو په کتار کې اووم ځای خپل کړی دی. په دې سیکتور کې د مکسیکو نژدې یو میلیون خلک په کار بوخت دي.
ښاغلی لینکوکوم وايي، د مکسیکو لپاره چې نسبتا یو بې وزله هېواد دی، د امریکا په څېر یوه شتمن هېواد ته د موټرو صادرول خورا مهم دي، ''د دې ودې لپاره دا مهمه چاره ده، خو دې سره دا هېواد امریکا ته پر صادراتو متکي پاتې کېږي.''
ښاغلی ناګلې وايي، که موټر چمتو کوونکي شرکتونه امریکا ته ولېږدي، دې سره به د مکسیکو مونتیرې غوندې ښارونه ویجاړ شي، چې د موټر الاتو چمتو کوونکی لوی مرکز دی.
نوموړی وايي، دغه راز به ''ډیټروایټ ته نژدې د کاناډا اونتاریو ښار هم ویجاړ پاتې شي، چې د موټر چمتو کولو پنځه مرکزونه لري.''
د ښاغلي لینکوکوم په خبره د موټر چمتو کوونکو شرکتونو لپاره به دا ممکنه نه وي، چې خپل ټول تولیدات امریکا ته ولېږدوي. دی وايي، موږ په امریکا کې دومره کارګر نه لرو، چې دغه ډول دندې ته چمتو واوسي او یا یې د ترسره کولو هیله هوډ ولري.