سربيا کې د خرې له شيدو جوړېدونکی کمساری او ګرانبيه پنېر

- Author, جووانا جورجوسکي
- دنده, بي بي سي سربيا
په سربيا کې د يوه ځانګړي ډول پنېر بيه د يوه کس له مياشتني اوسط معاش څخه زياته ده. د پولې په نامه دا پنېر د خرې له شيدو جوړېږي او د يوې کيلو بيه يې ۱۳۰۰ امریکايي ډالر ده.
دا پنېر يوازې د زاساويسا په طبيعي سيمه کې چې له پلازمېنې بلګراد ۸۰ کيلومتره لرې پرته ده جوړول او پلورل کېږي.
د دغه ساتنځي مسئول ويوک سېمېک بي بي سي سربيا ته وويل، "د يو کيلو پنېر جوړولو لپاره ۲۰ لېتره د خرې شيدې کارول کېږي چې دا اندازه شيدې يوه خره په يوه کال کې توليدوي".
که څه هم پولې د نړۍ په کچه يو له تر ټولو ګرانبيه پنېرونو څخه دی خو تر ټولو قېمتي نه دی. د ګېنېسن نړيوالو ريکارډونو له مخې تر ټولو ګرانبيه پنېر د اسپانیا کبرېلس بلو پنېر دی چې تېر کال يې دوه نيمې کيلو په ۳۶ زره يورو يا نژدې ۴۰ زره ډالرو پلورل شوی و.

د عکس سرچینه، Getty Images
پولې پنېر تر ډېره يوازې شتمن خلک پېري. دې پنېر ان د سربيا د ټېنس مشهور لوبغاړي نوواک جوکوېچ پام هم ور اړولی دی، ويل کېږي نوموړي د خپلو رستورانتونو لپاره د ټول کال د اړتيا وړ پنېر پېرلی دی.
د زاساویسا د پخواني مسئول سلوبودن سېمېک په وينا، جوکووېچ د نيمې کيلو لپاره ۴۸۰ يورو چې شاوخوا ۵۲۴ ډالر کېږي ورکړې وې.
زاساویسا، چې په ۳۶ کیلومتره مربع طبیعي سیمه کې موقعيت لري، د کمسارو نباتاتو او ژویو، وحشي اسونو، او سلګونو ډولونو مرغانو کور دی. خو د دې ځای تر ټولو مشهور حيوانات يې ۳۰۰ خره دي، چې دې شمېر دا ځای د جنوب ختیځې اروپا د خرو په تر ټولو لوی فارم ګرځولی دی.
د فارم مشر ويوک سېمېک وايي، خرې ډېرې لږ شيدې کوي. "يوه خره هره ورځ يوازې ۳۰۰ ملي لېتره چې د اوبو د يوه ګيلاس په اندازه کېږي شيدې ورکوي."
د دې نيمايي برخه کوټي څښي او له پاتې نیمايي يې پنېر جوړېږي چې له دې امله يې پروسه خورا ګرانه او ورو ده.
د پولې پنېر راز

خو دا پنېر ولې دومره ځانګړی دی؟
کله چې د فارم له مشر نیکولا نيلېک د پټو اجزاوو پوښتنه وشوه، هغه په موسکا وويل، "دا خبره نشم درته ویلای".
د خرې له شیدو د پنیر جوړولو پرېکړه شاوخوا لس کاله مخکې د ويوک سېمېک پلار، کړې وه.
سېمېک وايي، "د پولې پنیر خوند له بل هېڅ شي سره ورته والی نه لري. زه وايم چې خوند يې ګران دی."
سره له دې چې دا پنیر خورا مشهور دی، خو په عامو خلکو نه پلورل کېږي او بهر ته هم نه صادرېږي.
دا یوازې د زاساویسا په سیمه کې یې اخیستل کېدی شي.
سېمېک وايي، "موږ هر کال يوازې له ۲۵ تر ۳۰ کيلو پورې پولې پېنېر توليدو" چې په وینا يې شتمن خلک يې پېري.











