د غوښې خوړلو له امله د معدې تېزابیت، ملا درد او نورو طبي ستونزو څخه څنګه ځان ساتلی شئ؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان په ګډون په بېلابېلوهېوادونو کې د ځانګړو مراسمو لکه واده، خوښۍ، لوی اختر او داسې نورو پر مهال د غوښې مصرف څو چنده زياتېږي.
د کورونو په پخلنځیو کې لوښي له رنګارنګ خوړو، کبابونو او د قورمې په ګډون له غوښو هم ډک وي. په همدې وخت کې ځینې خلک د احتیاطي تدابیرو په پام کې نه نیولو له امله د معدې تېزابیت، زړه بدوالي، قبضیت او یا هم د خوړو له مسمومیت سره مخ کېږي او په همدې تړاو شکایتونه هم لري.
خو ډاکترانو تل سپارښتنه کړې، هغه کسان چې روغتیايي ستونزې لکه د وینې لوړ کولیسټرول، د وینې فشار او 'یوریک اسید' لري، د سرې غوښې په خوړولو کې دې احتیاط وکړي.
د روغتیا پوهانو په وینا، نه ټولو خلکو ته د یو شان غوښې خوړلو لارښوونه کېدای شي او نه هم د سرې غوښې ځینې ګټې له پامه غورځول کېدای شي.
خو ایا د غوښې ناڅاپي لوړ مصرف زموږ په ورځني ژوند کې د خوب ګډوډۍ او یا بدن درد په څېر نورو ستونزو لامل کېږي؟
ايا د سرې غوښې خوړل پر انسان خوب راولي؟
د روغتیايي چارو لیکوال هولي مک هیګ د بي بي سي ساینس فوکس لپاره لیکلي، د سرې غوښې او خوب ترمنځ اړیکه یوه جنجالي مسله ده. ځینې خلک شکایت کوي چې د دوی پر خوب اغېز کوي، په داسې حال کې چې ځینې نور فکر کوي، سره غوښه د دوی سره په ښه خوب کولو کې مرسته کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
که تاسو احساس کوئ چې سره غوښه ستاسو خوب ښه کوي، دا د غوښې د لوړو غوړو او پروټین منځپانګې له امله دي. د انسان بدن د دغو موادو هضمولو لپاره ډېرې انرژۍ ته اړتیا لري او له امله یې انسان د ستړیا یا سستۍ احساس کوي.
یوې تازه څېړنې موندلې چې د غوښې خوړل د خوب موده او کېفییت راټیټوي او که زیاتې غوښې وخوړل شي دا حالت خرابولی هم شي.
ساینسپوهان وايي سره غوښه نور امینو اسیدونه هم لري چې په دماغ کې د جذب لپاره یو له بل سره سیالي کوي. یعني د ټرېپټوپان او ټایروسین د کمښت له امله د خوب کولو کیمیاوي مواد نه تولیدېږي او له همدې امله بدن ژر ویده کېدو ته غبرګون نه ښيي.
خو پر خوب د سرې غوښې اغېز له یوه کس څخه بل ته توپیر کولای شي.
پر خوب د غوښې اغېز په دې معنی نه دی چې تر ویده کېدو مخکې باید سره غوښه وخوړل شي، ځکه څېړنې ښيي چې د شپې ناوخته خوراک د خوب خرابېدو لامل کېږي.
کوم ناروغان باید په اختر کې د غوښې خوړلو پر مهال احتیاط وکړي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
په پاکستان کې د اورتوپيدي جراح او ډاکټر عبدالله نيازی وايي، په عمومي ډول هغو ناروغانو ته د ډېرې سرې غوښې نه خوړلو سپارښتنه کېږي چې د يوریک اسيد، پښتورګو، ځيګر او زړه په ناروغيو او يا د شکرې په ناروغۍ اخته وي.
د ښاغلي نیازي په وینا، د هر ناروغ لپاره د غوښې اندازه ټاکل کېږي او تاسو هر چا ته نه شئ ویلای چې سره غوښه وخورئ یا یې مه خورئ. دا د ناروغ له حالت سره تړلي وي. هر چا ته نه ویل کېږي چې د غوښې له خوړلو ډډه وکړي. که تاسو ناروغ هم نه یاست، نو په خوراک یې احتیاط وکړئ.
ډاکټر نیازی وايي په عمومي توګه د غوښې ډېر خوراک کولای شي یوریک اسید زیات کړي، چې له امله یې د پښتورګو ستونزې رامنځته کېدو تر څنګ کولیسټرول هم لوړېږي. که یوریک اسید ډېر زیات شي، دا مفصلونو ته زیان رسوي. دا په پښتورګو د تېږو پیدا کېدو لامل هم کیدای شي.
د ډېرو غوښو خوړل یوریک اسید زیاتوي او د ملا د درد لامل کېږي

د عکس سرچینه، Getty Images
د مفصلونو درد په وینه کې د یوریک اسید اندازې له زیاتوالي سره تړاو لري او له نښو یې په مفصلونو کې درد او پاړسوب بلل کېږي.
پښتورګي معمولا په بدن کې د یوریک اسید کچه څاري، خو که پښتورګي په چټکۍ سره دا کار ونه کړي او یا هم په بدن کې د یوریک اسید کچه ډېره زیاته شي، د ملا په شاوخوا کې د یوریک اسید کریستالونه جوړېږي او ناروغان د مفصلونو د پاړسوب په ناروغۍ اخته کېږي، چې سخت درد هم لري.
په ځینو خلکو کې، د مفصلونو درد او د پښتورګو ستونزې جنیټيکي اړخ هم لري، بله دا چې دا له ډېر وزن او د خوړولو له عادتونو سره هم تړلي دي.
د غوښې له خوړلو راټوکېدونکو ستونزو سره څنګه مقابله وکړو؟

د عکس سرچینه، Getty Images
ډاکټران وايي که غوښه په متوازن ډول ونه خوړل شي، نو معمولاً خلک د زړه د درد او د معدې سوځېدو څخه شکایت کوي. دوی دا هم وايي سره غوښه په زیاته اندازه پروټین او کولیسټرول لري، چې د معدې لپاره د هضم چاره ستونزمنوي.
د ډاکترانو په وینا که د غوښې په خوړولو کې له اعتدال کار وانخیستل شي، دا د تېزابیت لامل کېدای شي. د معدې تېزابیت کچه د اوبو، شیدو او مستو په کارولو سره کمېدای شي.
دوی وايي، ډېر ترخه خواړه تېزابیت لا نور زیاتوي، خو شیدې او غوړي یې د مخنیوي لپاره ښه انتخاب دی.
ډاکټران سپارښتنه کوي چې د اختر په ورځو کې له خوړو سره د سلاد خوړول تېزابیت کموي. دغه راز تازه مېوې هم خپل مثبت رول لري.











