ایا خورما ټولو ته ښه ده؟

د عکس سرچینه، EPA
په دې ورځو کې یو شی چې ډېر خلک په خپلو کورونو او بهر بازار کې ورسره مخامخېږي، خورما یا کجوره ده.
دا ځکه چې خورما د مسلمانانو د روژه ماتي مهم خواړه دي.
ایا تاسې هم نن خپله روژه په خورما ماته کړه؟ ــ له ګټو یې هم خبر یاست؟ نو دلته پرې غږېږو.
د خورما د ونې دا خوږه مېوه لومړی یوازې په منځني ختیځ پورې محدوده وه خو اوس د اسیا، امریکا، مکسیکو او د مدیترانې سمندرګي په هېوادونو کې هم کېږي.
خورما د ونې پورتنۍ برخه کې د یوې غونچې یا جنډې په بڼه را ځوړندې وي او د وخت په تېرېدو سره چې دا غونچې څومره وچېږي خورما هماغومره پخېږي.
دا مېوه ډېر ډولونه لري او په بازار کې په مختلفو بڼو موندل کېدای شي. په دې مانا چې ځینې یې نرمې او تازه، ځینې یې یو څه کلکې او ځینې بیخي وچې وي.
وچې او نرمې کجورې د کال په هر فصل کې موندل کېدای شي، خو د تازه خورما وخت د نومبر او جنورۍ میاشتو ترمنځ وي.
د خورما غذايي اجزا

لکه څنګه چې مو مخکې وویل خورما بېلابېل ډولونه لري. خو مدجول پکې تر ټولو ښې او خوږې دي.
که غذائیت ته یې وکتل شي نو په دېرش ګرامه خورما (تقریبآ پنځو دانو) کې یې لاندې غذايي توکي شامل وي.
- ۸۱ کالوري
- یو ګرام پروټین
- ۰.۱ ګرام غوړ
- ۲۰.۴ ګرامه کاربوهائیډرېټس
- ۲۰.۴ ګرامه خوږه
- ۱.۶ ګرامه فایبر
- ۲۱۰ ملي ګرام پوتاشیم
د خورما پنځه ګټې

۱ ـــ د محافظتي انټي اکسیډنټ بډایه سرچینه
خورما د انټي اکسیډنټ د ترلاسه کولو غوره ذریعه ده. نو له دایمي ناروغیو خوندیتابه کې مرسته کوي.
۲ ـــ د معدي او کولمو له روغتیا سره مرسته کوي
د څېړنو له مخې په خورما کې موجود فایبر روغتیا کې مهمه ونډه لري.
فایبر کولمې روغې ساتي او پر اوږد مهاله ناروغیو د اخته کېدو خطر راکموي.
په ۲۰۱۵ کال کې یوې څېړنې وښوده چې د خورما له خوړولو سره د کولمو د سرطان خطر کمېږي.
خورما کې د موجود فایبر او پولیفینول له کبله د جراثیمو وژونکې ځانګړتیا وي.
۳ ـــ د هډوکو کلکوالي سره مرسته کوي
خورما کې د کلسیم، مګنیزیم، فاسفورس او پوتاشیم په څېر هډونو لپاره ګټور منرالونه موجود وي.
پر دې سربېره په ویټامینو هم بډایه وي، چې د روغو هډوکو لپاره اړین دی.
۴ ـــ میندوارۍ او زېږون لپاره ګټور خواړه
د خورما په اړه ویل کېږي چې که مینداره ښځې یې د حمل په وروستیو میاشتو کې د ورځنیو خوړو برخه وګرځوي نو له سالم زېږون سره مرسته کوي - عملیات او درملو ته د اړتیا امکان راکموي.
دا هم ویل کېږي چې د خورما له دوامداره خوړلو سره د میندوارو مېرمنو د زېږون مرحله را لنډېږي.
کجوره کې موجود مواد اکسيټوسین هرمونونو لپاره ګټور دي چې ښځو کې د میندوارۍ پر مهال فعالېږي.
۵ ـــ د شکر بدیل
اوبو کې چې د خورما له منحلولو کوم شربت په لاس راځي، په هغه کې د شکر یا د جي ای کچه ټیټه وي. په همدې ډول د فرکټوز اندازه هم پکې کمه وي.
نو ویلی شو چې خورما د نورو خوږو شیانو پرتله کمه اندازه شکر لري.
ایا خورما ټولو ته ګټوره ده؟

د عکس سرچینه، Getty Images
محدود شمېر کسان ښايي له کجورې سره حساسیت وښيي. په دې مېوه کې موجود سلېفایټس په ځینو کسانو کې حساسیت نښې نښانې راڅرګندولی شي.
په دوی کې د ژبې خارښت،
په دغو نښو کې کیدای شي د خولې یا ژبې خارښ، پرنجي یا د پوزې بهیدل شامل وي.
بریتانیا کې د عامې روغتیا خدماتو (این اېچ اېس) پر ویب پاڼه د خورما له خوراک سره د تړلو احتمالي حساسیتونو تفصیل کتل کېدای شي.
خو په ټوله کې د خورما ګټې ډېرې دي.











