ایا 'سپین اوړه' روغتیا ته زیان رسوي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
کله چې خبره د خوړو راځي، د روغتیا اړوند پوښتنې مو هم ذهن کې ګرځي، چې ایا غوړ خواړه وخورو که نه؟
خو په ورځني ژوند کې ډېری شیان له سپینو اوړو څخه جوړیږي لکه پراټې، ډوډۍ، سمبوسې، پیرکي او نور.
پیزا، برګر، مکروني، آش چې د ماشومان خوښ دي زموږ په کورونو کې د ورځني خوړو برخه ګرځیدلي او دا ټول له سپینو اوړو څخه جوړیږي، ان دا چې ډېری خواږه هم له اوړو څخه چمتو کېږي.
اصلا موږ هره ورځ سپین اوړه په یوه یا بله بڼه خورو، نو اړینه ده چې د دې پوښتنې په ځواب پوه شو، چې په روغتیا یې اغیز څه دي؟ او سپین اوړه روغتیا ته زیان رسوي او که نه؟
خو لومړی راځئ په دې پوهه شو، چې سپین اوړه څنګه جوړېږي.
سپین اوړه څنګه جوړېږي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
آیا د غنمو اوړه، سپین اوړه او سوجی ټول یو دي؟ موږ د سپینو اوړو له خوړلو ولې تښتو؟
موږ نه پوهېږو، چې سپین اوړه څنګه چمتو کېږي. ځینې خلک په دې باور دي، چې سپین اوړه د غنمو له میده کولو جوړېږي.
موږ د ماشومانو د خوړو متخصص ارون کمار څخه وپوښتل، چې سپین اوړه څه شی دي؟
نوموړي وويل، چې وریجې درې پوښه یا طبقې لري کله چې لومړی پوښ یې ورنه لرې کړو، نو هغه وریجې لاس ته راځي چې موږ یې کورنو کې پخوو.
غنم هم همدارنګه کله چې لومړی پوښ یې ورنه لرې کړو او میده یې کړو اوړه ورنه جوړیږي چې ډوډۍ ورنه پخوو.
"خو که د غنمو دویمه طبقه یا پوښ هم ورنه لېرې شي او ښه میده شي سپین اوړه ورنه جوړېږي. "
ډاکټر ارون وایي، ډیر غوړ خوړل یقینا د روغتیا لپاره ښه ندي.
هغه وايي: "په انټرنیټ کې د سپینو اوړو په اړه ډېر ناسم معلومات خپاره شوي دي خو له سپینو اوړو ډار نه دي په کار."
دې اوړو رنګ ولې تک سپین وي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
موږ له ډاکټر ارون څخه وپوښتل، چې د عادي اوړو رنګ غنمرګه یا د سپین او خړ رنګ ترمنځ وي خو دا سپین اوړه څنګه تک سپین رنګ لري؟ ایا د سپین کولو لپاره یې کوم کیمیاوي مواد کارول کېږي؟
ارون کمار په ځواب کې وویل، سپین اوړه د غنمو ښه میده کولو څخه ترلاسه کېږي او دا د خپل تک سپین رنګ له کبله مشهور دي.
نوموړی وايي، د اوړو سپین رنګ د بلیچ په کارولو سره ترلاسه کېږي او دې پروسې ته 'اکسیډیشن' ویل کېږي او د دې کیمیاوي پروسې له لارې د غنمو رنګ ور بدلېږي.
د هغه په وينا: "د دې لپاره يو څه سپین کوونکي کيمياوي توکي یا بليچ لکه کلورين ګاز او بينزويل پراکسايډ او نور کارول کېږي. په دې اړه ځینې لارښوونې شته دي، چې دا کیمیاوي توکي باید څومره وکارول شي. او څنګه وکارول شي. "
ډاکټر ارون کمار وايي: "له دې ټولو سربیره، د خوړو متخصصین وايي کله چې اوړه د بلیچ کولو پروسې وروسته چمتو شي، دا کیمیاوي مواد باید په کې شتون ونلري."
هغه وویل، چې سپین اوړه د همدې سپین رنګ له امله مشهور دي. اوړه د ډوډۍ، کیک، بسکټو او نورو په توکو په جوړولو کې شامل دي او دا مهم خواړه ګرځیدلي.
ایا سپین خواړه د شکر ناروغۍ لامل کېږي؟

د عکس سرچینه، .
په ۲۰۱۶ کال کې د هند د مدراس په ستره محکمه کې یوه قضیه ثبت شوه، عریضه کونکي استدلال وکړ، چې اوړه باید منع شي ځکه چې په دې کې الکسان شتون لري، چې د اسهال لامل کېږي.
محکمې حکم وکړ چې له سپینو اوړو چمتو شوي خوراکي توکي باید معاینه شي.
وروسته محکمې وويل، چې د خوراکي توکو د څانګې د پلټنو پر مهال دا ثابته شوه، چې په خوراکي توکو کې خطرناک کيمياوي مواد نشته.
که موږ الکسان ته وګورو، دا د بلیچ کولو پروسې په جریان کې په اوړو کې نه موندل کېږي.
خو دا یوعنصر دی، چې کولی شي د اکسیډیشن پروسې په جریان کې پخپله جوړ شي او غوړ خورا لږ لري.
په یوه څیړنه کې، له الکسان څخه کار اخیستل شوی چې په مصنوعي ډول موږکانو کې د شکر ناروغۍ را پیدا کړي.
خو په دې تجربو کې کارول شوي الکسان د هغو الکسانو پرتله چې په سپینو اوړو کې موندل شوي ۲۵،۰۰۰ ځلې قوي دي نو له همدې کبله هیڅ د پرتلې وړ نه دي.
که داسې وي، ایا بسکوټ او سپین اوړه د شکرې ناروغۍ خطر زیاتوي؟
ډاکټر ارون وايي: "د غیر ساینسي دلایلو پرته له خوړو مخ اړولو ته اړتیا نه شته."
ایا سپین اوړه زیان لري؟

د عکس سرچینه، Getty Images
ډاکټر ارون وايي: "اوس مهال، د غنمو ډوډۍ، بسکوټ او پراټې د سپینو اوړو بدیل ګڼل کېږي. خو حقیقت دا دی، چې په بازار کې شته د غنمو د اوړو پراټو کې کې هم سپین اوړه ګډېږي."
که موږه د بازار خوراکونه د دې لپاره اخلو چې د غنمو له اوړو پاخه وي، باور وکړئ چې هغو کې هم سپین اوړه ګډېږي.
غوړ لرونکي خواړه معمولا ډېر غوړ لري، لکه پراټه چې په غوړو کې پخېږي.
دهرینی کرشنن وايي، چې له سپینو وړو جوړ بسکټو کې ډېر زیات غوړي او خوږه وي که دا ډول خواړه وخوړلی شي ښکار ده چې نشایسته به په کې زیاته وي او همدا بدن ته توان لري.
هغه وايي: "هغه خلک چې د شکر ناروغي لري باید غوړ ونه خوري ځکه چې د فایبر پرته خواړه کولی شي د وینې شکر کې ناڅاپه زیاتوالی راولي."
همدارنګه چاغ خلک باید د غوړو له خوړولو څخه ډډه وکړي.
"په ځانګړې توګه هغه مېرمنې چې ډېر وزن لري باید د نشایسته له خوړلو څخه ډډه وکړي. که ستاسو وزن زیات شي، بیا نو د میاشتنۍ له ناروغۍ نیولې ډېرو نورو ستونزو سره مخامخ کېدلی شئ."











