د چین بهرنیو چارو وزیر: لېوال دي 'د یوه کمربند او یوې لارې' پروژه کې افغانستان رسمآ ور ګډ شي

    • Author, سید ولي ناصر
    • رپوټ له:, بي بي سي - لندن

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي په کابل کې دی او د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره په لیدنه کې یې ویلي چې هېواد یې لېوال دی افغانستان رسما د یو کمربند او یوې لارې ستره پروژه کې ور ګډ شي.

ښاغلی يي د افغانستان، چین او پاکستان ترمنځ د درې اړخیزو ناستو د لړۍ په شپږمه غونډه کې د ګډون لپاره کابل ته تللی دی.

دغه یو ورځنۍ غونډه نن په کابل کې کېږي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي، دغه درې‌اړخیزه غونډه د افغانستان په کوربه‌توب کېږي چې په ترڅ کې به یې د درې واړو هېوادونو ترمنځ ''د سیاسي، اقتصادي او سیمه‌ییزو همکاریو په شمول پر یو لړ اړینو مسلو هر اړخیز بحثونه وشي.''

سرچينې زیاته کړې، تمه ده چې د غونډې ګډونوال به ''د ګډو ګټو، متقابل تفاهم او پراخو همکاریو پر بنسټ د راتلونکي اړیکو اړوند نظرونه تبادله کړي.''

د چین - پاکستان اقتصادي دهلېز د چین د "یو کمربند او یوې لارې" نوښت مرکزي برخه ده، چې له مخې یې بیجینګ پاکستان کې د ۶۰ میلیارد ډالرو په ارزښت د زیربنایي پروژو جوړولو ژمنه کړې، چې ډېره برخه یې د پورونو په بڼه ده.

د افغانستان له ور ګډولو سره د هند مخالفت

که څه هم د چین- پاکستان په اقتصادي دهلېز کې د افغانستان د ور ګډولو مفکوره له وړاندې مطرح وه، خو دا مسله په تېره مې میاشت کې په بېجینګ کې د طالبانو د حکومت، پاکستان او چین د بهرنیو چارو د وزیرانو په درې اړخیزه غونډه کې په جدي توګه راپورته شوه.

تر یادې درې اړخیزې غونډې وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خپله خبرپاڼه کې ویلي و:"دوی موافقه وکړه چې د 'چین' د کمربند او لارې نوښت کې همکاري ژوره کړي او د چین - پاکستان اقتصادي دهلېز افغانستان ته وغځوي."

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له خوا د چین او پاکستان په اقتصادي دهلېز کې د افغانستان د ورګډولو په اړه نور جزیات نه دي ور کړل شوي.

خو تېره مې میاشت کې چې دا مسله را پورته شوه، هند په دغه پروژه کې د افغانستان د ور ګډولو له طرحې سره مخالفت څرګند کړی و.

هغه مهال هندي رسنیو راپور ور کړی و چې په بهرنیو چارو کې د دولت وزیر کیرتي وردان سینګ د دغه هېواد پارلمان ته په یوه لیکلي ځواب کې ویلي، هند په دوامداره توګه د چین - پاکستان په اقتصادي دهلېز کې د درېیم لوري ور ګډېدو په تړاو ښکېلو اړخونو ته اعتراض کړی او له هغوی یې غوښتي چې خپل فعالیتونه ودروي.

په دې پروژه کې د افغانستان د شاملولو پلان په اړه هغه وویل: "د درېیمې ډلې هر ډول وړاندیز شوی ګډون یا د چین - پاکستان اقتصادي دهلیز پروژه کې درېیمې ډلې ته غځول د منلو وړ نه دي."

د چین او طالبانو د بهرنیو چارو وزیران په څه غږېدلي؟

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د ښاغلي متقي او ښاغلي يي ترمنځ په دوه اړخیزه لیدنه کې د‌ دواړو هېوادونو ترمنځ په ګڼو برخو کې د دوو اړخيزو همکاريو پر پراختيا خبرې شوې دي.

په دغه لیدنه کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي چين د افغانستان ښه سوداګريز شريک بللی چې په کلني ډول یې خپلمنځي سوداګري تر یو میلیارد ډالرو رسېږي.

ښاغلي متقي هیله څرګنده کړې چې "په نږدې راتلونکي کې د دواړو هیوادونو تر منځ سوداګزیر حجم د پام وړ کچې ته پورته شي."

د خبرپاڼې له مخې، د‌ چين د بهرنيو چارو وزير د دواړو هېوادونو اړيکې مخ پر وده ګڼلي او ګڼو برخو کې یې پراختیا پام‌وړ بللې ده: "د دواړو هېوادونو اړوندې ادارې کار کوي چې چین ته د افغانستان صادرات لا زيات کړي."

ده همدا راز وويل، چې هېواد يې لېوال دی چې د کانونو د امکاناتي څېړنو او استخراج برخو کې د افغانستان اړوندو ادارو سره همکارۍ لا زياتې کړي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه وايي، د چین د بهرنیو چارو وزیر ویلي، هېواد یې غواړي سږ کال په افغانستان کې د کانونو د کیندنو چارې عملا پیل کړي.

د لوګر پر میس عینک سربېره د یو شمېر کانونو د کیندنې قراردادونه چینايي شرکتونو تر لاسه کړي چې د ځینو کانونو د کیندنې د پڅ بهیر له امله پر چینايي شرکتونو نیوکې هم شوې دي.