تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
یوازې د لمر هغه کریم کاروئ چې پېژنئ یې
د یوې کورنۍ د رخصتۍ ښکلې شېبې تر هغې وروسته پر یوه وحشتناک خوب بدلې شوې چې د لمر سوځنده وړانګو یې یو ۱۰ کلن ماشوم د روغتون درملنې ته اړ کړ.
هېکټور له خپلو دوستانو سره د ارام سمندر په 'کېپ ورډ' کې د لمر له وړانګو ښه خوند اخیستی و.
هغه تر دې مخکې چې دوی د هوايي ډګر پر لور روان شي، پرېکړه وکړه چې څو نور ساعته هم د هوټل حوض سره خپل وخت ښه تېر کړي.
د نوموړي مور نتالي وايي، چې د دوی د لمر وړانګو ضد کریم ختم شوي وو، نو له پلورنځي څخه یې د لوړ اغیز لرونکي کریم واخیستل.
په هر حال له حوضه تر وتلو وروسته د هغه اوږې او څټ سره شول او پولۍ پرې راوښتې.
نتالي پرېکړه وکړه د هغه څه په اړه وغږیږي چې هېکټور ته ور پېښ شوي.
دا غواړي خلک چې بهر ځي یوازې د لمر وړانګو د سوځنده اغیزو د مخنیوي هغه کریم وکاروي چې پېژني یې او باور پرې لري.
نتالي بي بي سي ته وویل، کورنۍ یې د ناتینګهمشایر له چیلوېل څخه افریقا ته په رخصتۍ تللې وه او مخکې له دې چې له کړاو سره مخ شي، وخت یې ښه په خوند تېراوه.
نوموړې وویل، هېکټور مخکې له دې چې له خپلو هغو ملګرو سره چې دی ورسره د رخصتۍ پر مهال اشنا شوی و په چکر ووځي، ځان یې سر تر پښو پر نویو اخیستل شویو کریمو باندې غوړ کړ.
نتالي ګومان کوي په دې موده کې چې هېکټور بهر وو، لمر ضد کریم یې څلور ځلې نور هم کارولی و.
دوی چې له هوټله ووتل او هوايي ډګر ته ورسېدل، نو پام یې شو چې یوه ستونزه شته.
نتالي وویل: "هغه احساس کاوه چې ډېر ستړی دی او ډېر سور شوی و."
الو ویرا کریم او د کنګل ټوټې چې په یوه دستمال کې نغښتې وې له هېکټور سره مرسته وکړه چې هوايي ډګر او د الوت پر مهال یو څه ارامه واوسي.
خو کله چې دوی کور ته ورسېدل حالات نور هم خراب شول.
نتالي وویل: "کله چې هغه خپلې جامې وباسلې، پر بدن یې تڼاکې راختلې وې."
"دوه [تڼاکې] يې شاوخوا ۸ سانتي متره او له اوبو ډکې وې. لیدل یې وحشتناک وو."
هېکټور یې په بېړه روغتون ته ورساوه.
دا چې تڼاکې یې چاودلې وې، نو هلته یې تر عمومي بې هوشۍ لاندې ټپونه ورته پاک کړل چې میکروبي نه شي.
اوس یې په ټپونو ورته پټۍ ایښې او په ښه کېدو دی خو کورنۍ ته یې خبرداری ورکړل شوی، چې تر راتلونکو دوو کلونو پورې د هغه له پوستکي سره زیات احتیاط وکړي.
نتالي داسې انګیري هغه اضافي لمر ضد کریم چې دوی پېرلي وو، کېدای شي وخت به یې تېر و، یا به ناسم لېبل پرې لګېدلی او یا به جعلي وو.
دا نورو کورنیو ته خبرداری ورکوي، چې رخصتیو پرمهال کوم څېزونه چې بهر پېري له هغو سره ډېر احتیاط وکړي.
نوموړې وويل: "زه به هر چا ته مشوره ورکوم، هغه د لمر کریم چې نه یې پېژنئ، مه یې پېرئ. هغه څه وکاروئ، چې تاسو یې پېژنئ او بارو پرې لرئ."
د ناټینګم ماشومانو په روغتون کې د پلاستيک جراحۍ راجستروونکی 'سنډی نوسې' ووايي، چې ټیم یې معمولا په کال کې دا ډول دوه یا درې قضیې ثبتوي.
دی هم له د هېکټور کورنۍ سره په دې کې همغږی دی چې کله څوک بهر رخصتیو لپاره ځي، نو باید د لمر له وړانګو هغه ساتونکي کریم وکاروي، چې پېژني یې.
نوموړی زیاتوي، هغه ساعتونه چې بهر یئ، هغه هم مهم دي ځکه له یوولس تر څلورو بجو پورې د لمر تر وړانګو لاندې ګرځېدل زیات زیان اړولی شي.