تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ډیلي کې یوازې پایېدونکی افریقايي فیل د ځناورو د یوه ویروس له امله مړ شوی
- Author, ابیشک دی
- دنده, بي بي سي- ډیلي
یوه چارواکي بي بي سي ته ویلي، د هند په پلازمېنه ډیلي کې د ژوبڼ یوازینی افریقایي فیل د ځناورو د یوه لېږدېدونکي ویروس له امله مړ شوی دی.
شانکر، چې ۲۹ کلن نر فیل و، د سپتمبر پر ۱۷مه له هغه وروسته ومړ چې د خپل ژوند ډېره برخه په ګوښیتوب کې تېره کړه. د مړینې لامل یې په هغه وخت کې ناڅرګند و.
د ډیلي د ژوبڼ مدیر سنجیت کمار وویل د معاینې له مخې څرګنده شوه چې فیل د اینسفالومایوکارډایټس (EMCV) ویروس له امله مړ شوی.
په تی لرونکو حیواناتو کې د زړه وژونکې التهاب او کله ناکله د دماغ تبه د دا ډول مړینو لامل ګرځي. دا ویروس د ځناورو له فاضله توکو او ادرار له لارې خپرېږي.
د وترنرۍ یا حیواني روغتیا د لارښود له مخې، د دې ویروس ډېری خپرېدنه د خنزیر په فارمونو، د څارویو په څېړنیزو مرکزونو او ژوبڼونو کې وي.
دا ویروس په چټکۍ سره په بدن کې ډېروالی مومي او کولی شي زړه او کله ناکله دماغ ته زیان ورسوي، چې ډېر وخت د ناڅاپي مړینې لامل ګرځي. تر اوسه د EMCV ویروس لپاره ځانګړې ویروسي درملنه نشته.
د ۲۰۱۲ کال یوه څېړنه چې په Virulence طبي ژورنال کې خپره شوې وه، وایي چې EMCV په خنزير، ځناورو، لویو پېشوګانو او افریقایي هاتیو کې، د نورو تی لرونکو حیواناتو تر څنګ، مستند شوی دی.
د Nature په یوه راپور کې ویل شوي چې دا ویروس لومړی ځل په ۱۹۴۵ کال کې د فلورېډا په یوه ګیبون (یو ډول بندر) کې وموندل شو.
د ۱۹۷۰مو کلونو راهیسې، په امریکا، سویلي افریقا، چین، استرالیا، کاناډا، سویلي امریکا او په اروپا کې په بېلابېلو هېوادونو کې د دې ویروس د خپرېدو راپورونه ورکړل شوي دي.
په امریکا او سویلي افریقا کې د دې ویروس خپرېدو په ځانګړي ډول نیول شویو افریقایي فیلانو یا هاتیانو ته زیان ورساوه.
په هند کې، دا ویروس لومړی ځل د ۱۹۶۰مو کلونو په وروستیو کې په نښه شو.
خو د هندي وترنرۍ څېړنیز انسټټیوټ (IVRI) یو لوړپوړي چارواکي بي بي سي ته وویل چې د شانکر مړینه په هند کې د EMCV له امله لومړنۍ "ثبت شوې" مړینه ده، او زیاته یې کړه چې "ښايي د EMCV له امله د تی لرونکو حیواناتو د مړینې نااعلان شوي موارد هم وي." د شانکر جنازه په IVRI کې ترسره شوه.
ښاغلي کمار، د ژوبڼ مدیر، په دې اړه مشخصو پوښتنو ته ځواب ونه وایه چې شانکر څنګه ناروغه شو او ایا په ژوبڼ کې د ځناورو ستونزه وه که نه.
هغه وویل: "دا یو نادر ویروس دی او زه پرې کارپوه نه یم."
د شانکر مړینې د ژوي مینه والو او فعالانو په منځ کې خواشیني پیدا کړه، چې له ډېرې مودې راهیسې یې د دې یوازېني حيوان د بېرته ښه کېدو غوښتنه کوله.
هغه په ۱۹۹۸ کال کې د زېمبابوې له خوا د پخواني هندي ولسمشر شانکر دیال شرما ته د یو ډیپلوماتیک ډالۍ په توګه هند ته وړل شوی و چې له دوو افریقایي فیلانو یو و. خو د شانکر ملګری په ۲۰۰۱ کال کې مړ شو. هغه بیا په لنډمهاله توګه د ژوبڼ د اسیایي هاتیانو سره ځای پر ځای شوی و، خو دا پلان بريالى نه شو.
په ۲۰۱۲ کال کې، شانکر نوي ځای ته ولېږدول شو چې هغه یې په عملي ډول په ځانګړي قفس کې پرېښود. له دې سره سره چې په ۲۰۰۹ کال کې یو فدرالي قانون پر دې هاتیانو د شپږو میاشتو ډېر په یوازې توګه ساتلو بندیز لګولی و.
هغه تر مرګه پورې په همدغه ځای کې پاتې شو.
د کلونو راهیسې، فعالانو غوښتل چې شانکر له ژوبڼه لیرې او په داسې طبیعي پناه ځای کې ځای پر ځای شي چې نور افریقایي هاتیان هم په کې وي.
په ۲۰۲۱ کال کې، د ډیلي په محکمې کې یوه عریضه (Petition) کې د شانکر د نورو افریقایي فیلانو سره پناه ځای ته د لېږدولو غوښتنه شوې وه. دوه کاله وروسته، محکمې هغه عریضه رد کړه او عرضهکوونکي ته یې لارښوونه وکړه چې د ژوبڼونو له خوا د څارویو د لېږدولو په کار بوختې کمېټې سره اړیکه ونیسي.
د شانکر له مړینې وروسته، په هند کې یوازې یو افریقایي فیل پاتې دی چې یو بالغ نر دی او د سویلي کارناتاکا ایالت په میسور ژوبڼ کې پالل کېږي. هغه هم له کلونو راهیسې په یوازېتوب کې ژوند کوي.