د عکسونو ګالري: د مصر لوی موزیم ځینې برخې نندارې ته پرانیستل شوې

توت

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، لرغوني مصر کې مړي تر ډېره مومیايي کېدل

مصر کې د لرغونو اثارو تر ټولو لوی او بډای موزیم چې د نړۍ لروبر یې ګڼ خلک پرانیستل کېدو ته سترګې په لار دي، د ځینو ګالریو دروازې خلکو ته پرانیستې دي.

د مصر لوی موزیم جیزا اهرام ته نږدې پر ۱۲۰ هکتاره ځمکه جوړېږي او له تېرو شلو کلونو راهیسې پرې کار روان دی.

دغه موزیم کې به د پاچا 'توت عنخ امون' له قبره د ترلاسه شوې خزانې په ګډون تر ۱۰۰ زرو ډېر اثار نندارې ته ایښي وي.

د دغه ځوان-پاچا اړونده ګرانبیه ټولګه لا تر اوسه نندارې ته نه ده وړاندې شوې، خو لیدونکي کولی شي له فرعوني مجسمو رانیولې تر ډبرینو تابوتونو او مومیایي جسدونو بېلابېل اثار وګوري.

په پیل کې ټاکل شوې وه چې د مصر لوی موزیم په ۲۰۱۲ کال کې پرانیستل شي، خو لګښتونه، سیاسي ناکرارۍ او وروسته یې د کوویډ-۱۹ وبا یو په بل پسې د ځنډ لامل شو.

تر اوسه پر دې لویې پروژې له یو میلیارد ډېر ډالر لګول شوي.

دلته مو یې د نویو پرانیستل شویو ګالریو ځینې په زړه پوري عکسونه راټول کړي دي.

توت عنخ امون

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، لرغوني مصر کې به واکمن او شتمن تر ډېره په ډبرینو تابوتونو کې ښخېدل
مصر

د عکس سرچینه، Getty Images

عنخ امون

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د مصر لوی موزیم کې به له ۱۰۰ زرو ډېر اثار نندارې ته ایښي وي
عنخ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پر دیوالونو انځورګري د لرغوني مصري مدنیت مهمه برخه وه
عنخ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، سیلانیان کولی شي فرعوني مجسمې له ډېر نږدې وګوري
توت عنخ امون

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د واکمنو او شتمنو ځیني تابوتونه پر سرو زرو او ګرانبیه غمیو ښکلي شوي
مصر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، له مړو سره یې قیمتي ګاڼې هم د دې لپاره ښخولې چې ګوندې بله دنیا کې یې په کار راځي
د ویډیو تشریح، د فرعوني پاچاهانو او ملکو مومیاګانې د قاهرې په واټونو کې