ايا ځينې کسان په طبیعي ډول په حساب کې کمزوري وي؟

د عکس سرچینه، djedzura/Getty Images
یوه کروندګره دری ډوله ژوي يا حيوانات لري. له دريو پرته یې ټول پسونه دي، له څلورو پرته یې ټولې وزې دي له پنځو پرته یې ټول اسونه دي. اوس تاسو ووايئ چې له هر ډول څو ژوي لري؟
که دې پوښتنې حيران کړي وئ، تاسو يوازینی کس نه ياست. د دې ځواب دی، يو اس، دوې وزې او دری پسونه.
نو ولې حساب يا رياضي ځينو خلکو ته اسانه ښکاري او ځینې نور په کې ستونزه لري؟
که څه هم جينونه يا ارثي ځانګړتياوې ښايي په کې رول ولري خو دا يوازې د لویې معما يوه برخه ده چې د بيولوژۍ، سيکالوژۍ او چاپېریال يوه پېچلي جوړښت سره تړاو لري.
په غبرګونيو څېړنې
په بريتانيا کې د لندن ګولډسمېتس پوهنتون پروفيسره يوليا کوواس چې روان پوه او جنټيکي برخه کې زدکړې لري دا څېړي چې ولې خلک د حساب بېلابېلې وړتیاوې لري.
نوموړې په يوه لويه څېړنه کې شاوخوا ۱۰ زره غبرګوني چې سره ورته او توپير لري له زېږون راهيسې تعقيب کړي چې معلومه کړي جينونه او چاپېريال د زدکړو پر وړتياو څه اغېز لري.
نوموړې وايي، زموږ څېړنو وښوده چې سره ورته غبرګوني د هغو غبرګونيو پرتله چې نه دي سره ورته په هرې رواني ځانګړتيا کې له يو بل سره ورته والی لري. دا په دې معنی چې دوی د حساب په وړتياوو کې هم يو بل ته ورته دي او دا ښيي چې يوازينی لامل کورنی چاپېريال نه دی، داسې ښکاري چې جينونه هم په کې ونډه لري.
پروفيسوره کوواس وايي، د منځنیو ښوونځيو ماشومانو کې جنيټیکي وړتيا له ۵۰ تر ۶۰ سلنو پورې ونډه لري. دا وايي "له دې جوتېږي چې جينونه او چاپېريال دواړه رول لري."
چاپېريال
هغه څه چې موږ ورسره مخامخ کېږو مهم دي. پروفيسره کوواس وايي، دا یوازې د ښوونځي په ښه والي يا د کورنۍ له خوا د کورنۍ دندې په مرستې پورې محدود نه دي. دا کېدی شي تصادفي وي، لکه يو څه چې پر راډيو واورو او زموږ د علاقې يا خوښې لوری بدل کړي.
د بریتانیا د لافبرو پوهنتون کې د حساب برخې يوه متحصصه ډاکتره ارو شينېدو ډېرو وايي، که څه هم هر څوک نشي کولی د حساب کارپوه شي خو ښه خبره دا ده چې هر څوک کولی شي خپله وړتيا ښه کړي.
نوموړې وايي، شواهد ښيي چې د حساب د وړتياوو د ودې لپاره زموږ فکرونه، باورونه، رويې او احساسات ډېر مهم رول لري.
دا وايي، له "حسابه وېره" کولی شي پر فعاليت اغېز وکړي او دا مهمه ده، هغه کسان چې غواړي ښه شي، په دې بايد باور ولري چې دا کار کولی شي.
"له حساب وېره"
منفي تجربې لکه دا چې څوک درته ووايي چې ته په حساب کې کمزوری یې او يا د نورو ټولګيوالو پرتله د کمو نومرو اخيستل، کولی شي د اندېښنو او وېرې "بدمرغه کړۍ" رامنځته کړي.
"له حساب وېره له حسابه د تېښتې سبب ګرځي چې دا بيا د کمزوري فعاليت لامل کېږي او دا چاره له رياضي وېره نور هم زياتوي".
دا زموږ د حافظې بار ډېرولی شي، هغه ځای چې فکر په کې کېږي.
ډاکتره شينېدو ډېرو وايي، "کله چې څوک اندېښمن وي، منفي فکرونه د کاري حافظی ډېر ځای نيسي او بيا ډېر لږ ځای پاتې وي چې ته ريښتينی تمرکز وکړې او ستونزه حل کړې".
نوموړې د لافبرو پوهنتون یوه څېړنه یاده کړه چې د ۹ او ۱۰ کلونو تر منځ پر ماشومانو ترسره شوې چې د کاري حافظې او د حساب د وېرې تر منځ اړیکه یې څېړلې ده.
ماشومانو ته يو دوه عددي ذهني محاسبه ورکړل شوې وه خو تر داسې شرايطو لاندې چې مخکې تر هغه بايد ځينې کلمې واوري او وروسته یې تکرار کړي. دا وايي د هغو ماشومانو فعالیت چې "له رياضي یې ډېره وېره لرله" په ځانګړي ډول اغېزمن شوی و.
د عددونو په اړه طبيعي حس
د لندن کالج پوهنتون پروفيسور براين بټرورت د ادارکي عصبي ارواپوهنې برخه کې کار کوي. د ده څېړنې ښيي چې انسانان د عددونو لپاره طبیعي حس لري، حتی هغه ماشومان هم چې هېڅکله یې شمېرل نه وي زده کړي.
خو د هغه په وینا، د ځينو خلکو لپاره دا "فطري ميکانيزم سم کار نه کوي."
ډېسکلکوليا (Dyscalculia) د زدکړې يوه ستونزه ده چې له عددونو او اندازې پوهېدو او کارولو سره تړاو لري. پروفيسور بټرورت وايي، دا ستونزه د ډېسلېکسيا په څېر ډېره عامه ده او نژدې پنځه سلنه خلک ترې اغېزمن دي.
هغه کسان چې ډېسکلکوليا لري معمولا د حساب د عادي مسايلو سره هم ستونزې لري د بېلګې په توګه پنځه جمع اته يا شپږ جمع شپاړس.
پروفيسور بټرورت او د هغه ډلې يو ګېم جوړ کړی چې د حساب په بنسټيزو مفاهيمو کې له ماشومانو سره په ځانګړې توګه له هغو سره چې ډېسکلکوليا لري مرسته کوي.
خو هغه زياتوي، لا هم معلومه نه ده چې دا ډول کړنې په اوږد مهاله توګه څومره اغېز لری شي.
دی وايي، "تاسو بايد ژر لاس په کار شئ او بيا د څو کلونو لپاره د دې ماشومانو پرمختګ وڅارئ."
ډاکتره شينېدو ډرو د حساب زدکړه د خښتو يوه دېوال سره پرتله کوي، چې د نورو مرحلو لپاره بايد پياوړی بنسټ ولري.
دا وايي، "تاسو نشی کولی چې په منځ کې خښتې پرېږدۍ. د بېلګې په توګه که تاسو په تاریخ کې د یوې دورې په اړه معلومات ونه لري دا کومه لويه ستونزه نه ده خو په حساب کې بيا داسې نشئ کولی".
د نړۍ له نورو برخو زدکړه
پروفيسوره کوواس د زکړو نړيوالې ارزونې ته اشاره کوي چې د ۲۰۰۰ مو کلونو په لومړيو کې پيل شوې وه او موخه یې دا وه چې د ۱۵ کلنو زده کوونکو حساب او ساينس کې مهارتونه و ارزوي تر څو د بېلابېلو هېوادونو تعليمي سيستمونه سره پرتله کړي.
دا وايي، "په نړيوالو درجه بنديو کې د چين زده کوونکي، ځينې نور هېوادونه، د ختيځې اسيا هېوادونه او فنلنډ تر نورو مخکې و".

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
ایا موږ له دغو هېوادونو چې مخکې دي، څه زده کولی شو؟
ژېنژېن مياو، چې په چين کې د جیانګ شي نورمال پوهنتون د حساب برخې مرستياله بروفيسوره ده وايي، په چين کې د حساب تمرکز پر "بنسټیزو معلوماتو، بنسټيزو مهارتونو، بنسټيزو تجربو او بنسټيز رياضي فکر دی."
نوموړې وايي، په چين کې ښوونکي او تعلیم ته درناوی ډېر دی. ښوونکي يوازې يو يا دوه درسونه ورکوي، نو دوی ډېر وخت لري چې ځان ښه چمتو کړي او درسونه سم برابر يا تنظیم کړي.
د فنلنډ د تورکو پوهنتون د اقتصادي ټولنپوهنې پروفيسور پېکا راسانن وايي، د فنلنډ د حساب يا رياضي تعليمي سيستم هم پر بنسټيزو مهارتونو تمرکز لري.
دی وايي، "د فنلنډ د زدکړو سيستم اصلي فلسفه هر زدکوونکي ته د بنسټيزو مهارتونو تضمين کول وو."
پروفيسور راسانن زياتوي، په فنلنډ کې ښوونکي پنځه کاله علمي روزنه ترلاسه کوي او له دې کبله چې ښوونکو ته ډېر درناوی کېږي د شته ځايونو پرتله لس برابره ډېر خلک غوښتنليکونه ورته وړاندې کوي.
خو لکه د هر هېواد په څېر دلته هم توپيرونه شته دي چې د پروفيسورې کوواس په وینا "د موضوع پېچلتيا څرګندونه کوي."











