تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سراج الدین حقاني: که نړیوال صادقانه چلند وکړي واټن کمېدای شي
- Author, پاینده څرګند
- دنده, بيبيسي
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې له دوی سره صادقانه چلند وکړي چې د دوی ترمنځ واټن کم شي.
نوموړي کابل د کار دوه ورځني ملي کنفرانس ته په خپله وینا کې چې پرون پای ته ورسېد، ټینګار وکړ چې طالبان پر خپلو ژمنو درېدلي او دا چې افغانستان هېچا ته ګواښ نه دی.
هغه وویل بهرنیان دې افغانستان کې پانګونه وکړي.
د طالبانو د واکمنۍ درې کاله تېرېږي، خو نړۍ او د افغانستان ځینې ګاونډي هېوادونه لا هم له افغانستانه ورپېښو احتمالي امنیتي ګواښونو ته اندېښمن دي.
څه موده وړاندې د شانګهای همکاریو سازمان غړو هېوادونو هم له افغانستان پر پېښېدونکو احتمالي امنیتي ګواښونو خبرې کړې وې.
خو چارشنبه د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني په خپلو خبرو کې دغه اندېښنې بې بنسټه وبللې.
نوموړي وویل له نړۍ څخه مو غوښتي چې افغانستان ته دې د پرون پر سترګو نه ګوري.
هغه زیاته کړه "که دوی [بهرنیان] خپل اخلاص وکړي، دغه فاصله به ان شاالله نوره هم له مینځه ولاړه شي. د دوی تشویش خو دا و چې افغانستان تهدید او مشکل دی، نن خو الحمدالله هغه تشویش هم نشته".
ښاغلي حقاني وویل "د خوارجو او باغیانو ځالي له مینځه تللي دي... یرغلګر پر وړاندې افغانانو دفاع کړې، نن د نورو پر وړاندې ژمن یو او چا ته تهدید نه یو. زموږ خاوره چا ته تهدید نه دی او ډاډ درکوو".
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان پر بیارغونې د امریکا د ځانګړي څارګر دفتر 'سیګار' وايي، د داعش خراسان څانګې له خوا د بریدونو پراخېدو نړیوال ګواښ زیات کړی دی.
سیګار د امریکا کانګرس ته په خپل درې میاشتني راپور کې، چې د مې میاشتې پر دویمه خپور شو، ویلي چې د داعش دغې څانګې په تېرو درېیو میاشتو کې د افغانستان په ګډون په روسیه، ایران، پاکستان او ترکیې کې بریدونه کړي دي.
خو ښاغلی حقاني وايي د دې دلې ځالې یې له منځه وړې دي.
تېر کال د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه بیان کې ویلي وو چې په افغانستان کې د داعش خراسان ولایت د جنګیالیو او د هغوی د کورنیو د غړو شمېر له ۴۰۰۰ تر ۶۰۰۰ پورې اټکل شوی دی.
سیګار هم د ملګرو ملتونو د بندیزونو د ارزونې ډلې له خولې ویلي، داسې ښکاري چې د داعش خراسان څانګې پر وړاندې د طالبانو هڅې تر ډېره پر هغو ګواښونو متمرکزې دي، چې طالبانو ته یې ورپېښوي.