کراچۍ؛ د پولیسو یو ځايي مشر له یوه کوره د دوه میلیارده روپیو او سرو زرو غلا په تور نیول شوی

د پاکستان په تر ټولو ستر ښار کراچۍ کې پولیسو خپل یو ځایې مشر نیولی دی. د کراچۍ د پولیسو د یوه کنډک پر دغه مشر (ډي اېس پي) تور دی، چې د یوه چا کور ته په یوه او بله بهانه له ننوتلو وروسته یې لوټ کړی دی.

په رپوټ کې ویل شوي، د پولیسو دغه ځایي مشر د یوه سوداګر له کوره د پلټنې پر مهال دوه میلیارده روپۍ (اووه میلیونه ډالر) او اویا تولې سره زر غلا کړي دي.

د پاکستاني پولیسو دا ځایي مشر د چارشنبې پر ورځ د زندانیانو په ځانګړي بند موټر کې لاس تړلی محکمې ته وړاندې شو.

محکمې د قضیې له اوریدو وروسته دی تر یوې ورځې په بندخونه کې د ساتلو لپاره پولیسو ته سپارلی دی.

د ډي اېس پي خلاف د کراچۍ یوه اوسېدونکي عریضه کړې وه.

دغه کس پولیسو ته په سپارلې عریضه کې ادعا کړې، چې پولیس په زور د دوی کور ته ننوتلي او ټوله کورنۍ یې برمته کړې وه.

په عریضه کې ویل شوي چې ورغلو کسانو د ټولو سړیو د برمته کولو ګواښ هم کاوه.

ورته عریضه له لسو په ډېرو نورو کسانو هم شوې ده.

بلخوا د یاد پولیس یوه وکیل د عریضه کوونکي ادعاوو له ردولو سره ویلي، د پولیسو دا ځایي مشر نوی تر روزنې لاندې وو او د یاد کور د پلټنې پر مهال پخپله هغه ځای کې نه و.

هغه وايي "د دغې پلټنې په اړه لارښوونه له لوړ مقامه راغلې وه."

په عریضه کې څه ویل شوې؟

پولیسو ته په سپارل شوي عریضه کې لیکل شوي "د شنبې او یکشنبې تر منځ د شبې په دوه بجو او شلو دقیقو له ۱۵ تر شلو پورې کسان چې د پولیسو په جامو کې وو او ځينې د ساده کالیو کسان هم ورسره وو زمونږ کور ته په زور راننوتل."

په دغې رپوټ کې ادعا شوې، چې یاد کسان د پولیسو په رنجر موټر، مهران وړوکي ګاډي او څو موټر سایکلو د دوی تر کوره ورغلي وو.

د کراچۍ ښار دغه اوسیدونکي ادعا کړي، چې د پولیسو او ساده کالیو په جامو کې ورغلو دغو کسانو د ده له کوره 'دوه میلیارده روپۍ چې څه باندې اووه میلیونه ډالره کېږي، شاوخوا اویا تولې سره زر، موبایل تیلیفونونه، او کمپیوټرې له ځان سره یوړل."

د کور څښتن ویلي ورغلو کسانو دوی ټول ښځې او سړي په یوه کوټه کې بند کړل او تلاشي یې پیل کړه.

دا کس وايي "د پولیسو په رنګ کې ورغلو دغو کسانو بیا بیا په زوره پوښتنه کوله چې وسله مو چېرې ایښي او په همدې مهال یې مهم شیان لوټل."

عریضه کونکي ویلي، دی سوداګر دی او د خپلې اړتیا له مخې ډېر وخت نغدې پیسې د کاروبار لپاره له ځان سره ساتي.