ملګري ملتونه: القاعده افغانستان کې د روزنیزو کمپونو شبکه غځولې؛ ذبیح الله مجاهد وايي، په افغانستان کې هېڅ خپلسرې ډله نه شته

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

ملګري ملتونه وايي د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان د القاعده او داعش په څېرو ډلو لپاره په خوندي ځای بدل شوی.

د دغه سازمان د امنیت شورا بندیزونو کمیټې د غړو هېوادونو له خوا د را ټولو شویو معلوماتو پر بنسټ یوه تازه رپوټ کې ویلي، چې ترهګرې ډلې لا هم افغانستان ته د یوه خوندي ځای په سترګه ګوري او دا چې طالبان په ځینو ولایتونو کې د میشتو ډلو پر وړاندې نرم دریځ لري.

رپوټ کاږي، دا کار دې ته لاره هواروي چې د ترهګرۍ لمن نورو ګاونډیو هېوادونو ته پراخه شي.

په دې کې په ځانګړې توګه د القاعده ډلې یادونه شوې چې له څو لسیزو راهیسې له طالبانو سره ښه اړیکي پالي ، جګړه کې یې ورسره برخه لرله او مالي مرسته یې هم کوله.

بل لور د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، دوی دا څرګندونې په کلکه ردوي او په خبره یې په افغانستان کې هېڅ یوه خپلسرې ډله نه شته.

ښاغلي مجاهد په دې هکله بي بي سي ته وویل: ''د داعش په نامه پدیده سخته ځپل شوې ده، که په کوچنۍ ساحه کې جنایت ترسره کوي هم تعقیبېږي او له منځه وړل کېږي. نور څوک دلته نه شته، متاسفانه داسې ادعاوې چې کېږي، د امنیت شورا لخوا دا فکر کوم یوازې تبیلغات او پروپاګند دي او یا ناسم معلومات دي، چې دوی ته ورکړل شوي وي.''

د امنیت شورا د بندیزونو کمیټې د رپوټ په یوه برخه کې راغلي چې د تېر کال په اوږدو کې القاعده ډلې خپلې تنظیمې چارې او د افرادو جذب له سره پیل کړی، د کابل او ننګرهار په ګډون یې په پنځو ولایتونو کې د روزنې مرکزونه جوړ کړي او خوندي کورونه لري.

رپوټ دغه راز زیاتوي چې له افغانستانه بهر هم د دې ډلې ځینې غړي چې ملګري ملتونه یې باتجربه کسان بولي، جذب شوي،

رپوټ کې راغلي، دغه کسان دنده لري چې د القاعده خورې ورې ډلګۍ منظمې کړي.

ذبیح الله مجاهد وايي، غوښتنه یې دا ده، چې ''د ملګرو ملتونو له ادرسه باید داسې تبلیغات او پروپاګند و نه شي، چې له واقعیته ډېر لري وي.''

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ذبیح الله مجاهد وايي، غوښتنه یې دا ده، چې ''د ملګرو ملتونو له ادرسه باید داسې تبلیغات او پروپاګند و نه شي، چې له واقعیته ډېر لري وي.''

د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې ویلي، د القاعده مشر سیف العدل چې ویل کیږي ایران کې دی، کونړ او نورستان ولایتونو ته ځینې عربان استولي چې د روزنې چارې پرمخ یوسي او د دې ډلې له مشرتابه سره اړیکې ټينګې کړي.

د ملګرو ملتونو د رپوټ یوه بله برخه کې راغلي، طالبانو د القاعده ډلې دوه کسانو ته چې د رپوټ په وینا د وسلې جوړولو ماهرین دي، خوندیتوب ورکړی او دریم تن چې د لیبیا دی، افغان پاسپورټ ترلاسه کړی او په کورنیو چارو وزارت کې دنده هم لري.

ملګري ملتونه وايي د طالبانو د دغو کړنو موخه جوته نه ده، خو دا وړ فعالیتونه د لویې اندېښنې لامل شوي دي.

په دې رپوټ کې د داعش ډلې پر وړاندې د طالبانو هڅې ستایل شوې خو د ترهګرۍ پر ضد د طالبانو د حکومت وړتیاوو ته د شګ په سترګه کتل شوي او د داعش خراسان ډلې له خوا د افراد د جذب په اړه اندېښنه ښودل شوې ده.

په رپوټ کې راغلي، داعش د طالبانو واکمنۍ کمزورې کولو لپاره ځان چمتو کوي خو له افغانستانه دباندې د روسیې او ایران په څېر هېوادونو کې بریدونه کوي.

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

که څه هم په دې رپوټ کې افغانستان کې د القاعد د فعالیت په اړه اندېښنه ښودل شوې خو باید وویل شوي چې د تېر کال وروستیو کې د امریکا د ترهګرۍ ضد مرکز مشر ویلي وو په پاکستان او افغانستان کې القاعده په تر ټولو کمزوري حالت کې ده او د دې امکان لږ دی چې بیا سر را پورته کړي.

د طالبانو حکومت ویاند وايي، ''ټوله نړۍ ویني، چې په افغانستان کې سوله او امنیت دی او دلته هېڅ یوه خپلسرې ډله نه شته'' او په خبره یې د دوی حکومت په تکرار سره ویلي، چې هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد وکاروي.