کرېکټ: اسټراليا د ۲۰۲۳ کال نړيوال جام وګاټه

د کرېکټ یو ورځنیو سیالیو نړیوال پایلوبه کې اسټراليا کوربه هند ته په شپږو وېکټو ماته ورکړه او د ۲۰۲۳ کال د يو ورځنيو لوبو نړيوال جام يې وګاټه.

نننۍ لوبه کې اسټراليا د پچې له ګټلو سره لومړی د توپ اچولو پرېکړه. هند د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۲۴۱ منډو هدف وټاکه چې اسټراليا د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ.

دا شپږم ځل دی چې اسټراليا د کرېکټ يو ورځنيو لوبو نړيوال جام ګټي. هند بيا دوه ځله دغه اتلولي په خپل نامه کړې ده.

اسټرالیا د لومړۍ توپ اچونې له غوره کولو وروسته ثابته کړه چې پرېکړه یې سمه وه ځکه سیاله لوبډله یې نه ډېر پیاوړی پیل او نه یې وروسته چټکو منډو جوړولو ته پرېښوده.

دغه سيالي چې د احمد اباد په نرېندرا مودي لوبغالي کې ترسره شوه، شاوخوا ۱۳۰ زره مینه والو له نږدې کتله . لوبې ته د بالیوډ ګڼ مشهور لوبغاړي لکه شاه رخ خان، ډیپیکا پاډوکون او ځینې نور هم ورغلي وو او هندۍ لوبډله يې هڅوله.

د هند د پیل توپ وهونکو د څه چټکې لوبې د پیل هڅه وکړه خو لومړۍ دوه وېکټې یې په لومړیو لسو اورونو کې ولوېدې او ورپسې وخت په وخت نور مشهور توپ وهونکي هم وسوځیدل چې د سترو منډو جوړولو په هدف کې پاتې راغلل.

د هند لخوا کېل راهول له احتیاطه ډک بېټېنګ وکړ او په ۱۰۷ بالونو د ۶۶ منډو له جوړولو سره تر ټولو مخکښ دی، په نورو لوبغاړو کې ویرات کوهلي ۵۴ او لوبډلمشر روهېت شرما ۴۷ منډې جوړې کړې.

له شور او ولولو ډکه دغې لوبه کې د هند د پیل توپ وهونکي او لوبډلمشر روهېت شرما یوازې په لومړیو کې درې شپږیزې ووهلې او بیا په لوبه کې تر پایه کوم هندي لوبغاړی د سترو شاټونو په وهلو بریالی نشو.

نور لوبغاړي چې تر دې دمه د نړیوال جام په نورو سیالیو کې ځلیدلې وو د هند لپاره د ډېرو منډو په جوړولو کې ناکامه و او ژر اوټ شول.

د نړیوال جام په پای لوبه کې د اسټرالیا لخوا مېچل سټارک درې، جوش هازلېووډ او لوبډلمشر پېټ کومېنس دوه دوه مهمې وېکټې واخیستې.

د اسټرالیا لوبډلمشر وویل ویشتنځای وچ دی او داسې فکر کوي چې لومړی بالېنګ به یې ښه ثابت شي.

هندي لوبډلمشر روهېت شرما وویل که ده هم پچه ګټلې وای لومړی یې خپله توپ وهنه غوره کوله، هغه وویل په داسې ستره لوبه کې سیالې لوبډلې ته هدف ورکول یې خوښیږي.

په هندۍ لوبډله کې کوم بدلون نه دی راوستل شوی او هماغه لوبډله چې په نیمه پایلوبه کې یې له نیوزینلډه لوبه ګټلې وه نن لوبیږي.