د امریکا د پنځو میلیونو ډالرو جایزه: د محمود شاه حبیبي برخلیک د طالبانو په لاسونو کې دی؟

د عکس سرچینه، Afghanistan Civil Aviation Authority (ACAA)
- Author, مامون درانی
- دنده, بيبيسي
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د "عدالت لپاره د جایزې" (Rewards for Justice) پروګرام د ۲۰۲۵ کال د جون پر۲۴مه نېټه د محمود شاه حبیبي د موندلو او خوندي ژغورلو د مالوماتو وړاندې کولو په بدل کې د پنځه میلیونه ډالرو جایزه اعلان کړې ده.
یادې ادارې په خپله اعلامیه کې ویلي، محمود شاه حبیبي د ۲۰۲۲ کال د اګسټ پر لسمه د کابل ښار شیرپور سیمه کې له خپل کوره د طالبانو لهخوا تښتول شوی او د همدې ډلې د استخباراتو په بند کې دی.
د امریکا د پلټنو مرکزي ادارې (اېف بي ای) هم تایید کړې چې د محمود شاه حبیبي ترڅنګ، د هغه موټر چلوونکی او د شرکت ۲۹ نور کارکوونکي هم نیول شوي وو، چې له دوو کسانو پرته نور ټول خوشي شوي دي.
د "عدالت لپاره د جایزې" پروګرام پر خپله ویبپاڼه لیکلي چې طالبانو د حبیبي له نیول کېدو راهیسې د هغه د ځای یا وضعیت په اړه هېڅ ډول معلومات نه دي شریک کړي.
که څه هم د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه د بي بي سي پوښتنو ته تازه ځواب نه دی ویلی، خو تېر کال یې په یوه لیکلي پیغام کې ویلي و، چې د محمود شاه حبیبي په اړه پلټنه شوې او د دوی په "زندانونو کې نه شته."
د نوموړي ورور له بي بي سي سره خبرو کې ویلي، "درې کاله کېږي" چې د طالبانو له لوړ پوړو چارواکو په پرله پسې ډول د خپل ورور د برخلیک مالومولو او هغه سره د لیدنې غوښتنه کړې، خو مثبت ځواب یې نه دی موندلی.
نوموړی زیاتوي: "موږ تر ملا برادر پورې تللي یو، له ټولو مو د مرستې غوښتنه کړې او عذر مو ورته کړی، ځینو ژمنه کړې، خو وروسته یې بخښنه غوښتې چې دا کار د دوی له وسه پورته دی."
محمود شاه حبیبي څوک دی؟

د عکس سرچینه، Afghanistan Civil Aviation Authority (ACAA)
محمود شاه حبیبي، چې د افغانستان او امریکا دوه ګونی تابعیت لري، له ۲۰۱۹ کال راهیسې یې په کابل کې د اسیا مشورتي ګروپ (Asia Consultancy Group) په نوم له یوه امریکایي مخابراتي شرکت سره د تخنیکي مشاور په توګه کار کاوه.
د یاد شرکت مرکزي دفتر په امریکا کې دی، چې د "ARX" په نوم فعالیت کوي.
د ښاغلي حبیبي ورور احمد شاه حبیبي وایي، د دوی له ټینګار سره بیا هم هغه د تېر جمهوري حکومت د سقوط پر مهال کابل کې پاتې شو او له یاد شرکت سره یې دنده کوله.
حبیبي له دې دندې وړاندې د ۲۰۱۷ کال په اوږدو کې د ولسمشر محمد اشرف غني په حکم د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې مشر وټاکل شو، خو په ۲۰۱۹ کال کې یې د یو شمېر دلایلو له امله استعفا ورکړه.
نوموړي د هېواد د هوايي ډګرونو مدیریت، د هوايي ترافیکو کنټرول، د الوتنو امنیت، د نړیوالو شرکتونو څار، مخابرات، د ملکي هوايي چلند انسټیټیوټ او د هوا پېژندنې ادارې له صلاحیتونو څخه برخمن و.
هغه د امریکا د فډرالي هوایي چلند ادارې (FAA) سره د مدیریت برخه کې د متخصص په توګه هم کار کړی دی.
محمود شاه حبیبي د امریکا د فلوریډا ایالت له "ایمبري ریډل ایروناټیکل پوهنتون" د هوایي چلند مدیریت په برخه کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړی دی.
د محمود شاه حبیبي د نیولو او زنداني کېدو قضیه

د عکس سرچینه، Taliban GDI
احمد شاه حبیبي وایې، د ۲۰۲۲ کال د اګست پر ۱۵مه یې ورور له خپل کوره، چې د کابل په شیرپور سیمه کې دی، د دفتر پر لور روان و، چې طالبانو هغه او د هغه موټر چلوونکی له ځان سره یووړل.
"د طالبانو استخباراتي کسانو د یوه ساعت لپاره ټوله کوڅه بنده کړې وه، په کور کې زما خور هم اوسېدله طالبانو دروازه ماته او له پلټنو وروسته یې زما ورور، د هغه لپټاپ او ځینې اسناد له ځان سره یووړل."
ښاغلی حبیبي وايي، هغه شرکت چې ورور یې په کې کار کوي، په افغانستان کې د طالبانو حکومت د مخابراتو له وزارت څخه په یوه رسمي مکتوب کې غوښتي وو چې د څو نیول شویو کارکوونکو په اړه معلومات ورسره شریک کړي.
"په مکتوب کې زما د ورور نوم هم و، د مخابراتو وزیر په ځواب کې ورته لیکلي، چې دا کسان استخباراتو سره دي او ترې پلټنې روانې دي."
د یاد شرکت نورو ۲۹ کارکوونکو، چې وروسته خوشې شوي د حبیبي کورنۍ ته ویلي، چې دوی د طالبانو استخباراتي اداره کې ساتل کېدل او محمود شاه حبیبي له یوه بل کس سره لا هم هلته بندي دی.
د ایمن الظواهري وژل کېدل او د طالبانو شکونه

د حبیبي کورنۍ وایي، د نوموړي نیول کېدل ښایې د القاعده د مشر ایمن الظواهري له وژل کېدو سره تړاو ولري، ځکه د دوي په وینا له دې پېښې څو ورځې وروسته هغه ونیول شو.
ایمن الظواهري د ۲۰۲۲ کال د جولای پر ۳۱مه د امریکا لهخوا د کابل وزیر اکبرخان سیمه کې د ډرون په یوه برید کې ووژل شو. خو طالبان تر اوسه دا خبر رسماً نه دی تأیید کړی.
احمد شاه حبیبي ګومان کوي، چې طالبان شک لري هغه شرکت، چې ورور یې په کې کار کاوه، ښايي د الظواهري په وژنه کې لاس ولري.
"د پېښې ځای ته نژدې زما د ورور دفتر و او هغه کسان، چې له هغه سره نیول شوي وو، د دې پېښې او په مخابراتي ستنو کې د امنیتي کامرو د شتون په اړه طالبانو پوښتلي وو."
نوموړی زیاتوي یاد شرکت په ټول افغانستان کې له ۵۰۰ زیاتې مخابراتي ستنې لري، چې د ده په ټکو په ډېرو کې یې امنیتي کامرې لګېدلي.
احمد شاه حبیبي وایي، د الظواهري له وژنې وروسته له دوبۍ څخه کابل ته د ورور سفر یې ښيي، چې هغه دغه برید سره هیڅ تړاو نه لري.
د بایډن ژمنه او د طالبانو دوه ګونی چلند

احمد شاه حبیبي وایي، د امریکا پخواني ولسمشر جوبایډن، د ټیلفوني خبرو پر مهال ورسره ژمنه کړې وه، چې ورور به یې د طالبانو له بنده خوشي شي.
د بایډن ادارې د قطر په منځګړیتوب طالبانو سره د محمود شاه حبیبي په ګډون د هغو امریکایي وګړو په اړه خبرې پیل کړې وې، چې له ۲۰۲۲ کال راهیسې دغې ډلې سره بندیان وو.
د خبرو پایله دا وه چې رایان کوربټ او ویلیام مکنټي د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ پر ۲۱مه د افغان بندي خان محمد سره تبادله شول.
د همدې کال د مارچ پر ۲۰ مه نېټه د افغان سولې لپاره د امریکا پخوانی استازی زلمي خلیلزاد پر خپله ایکس پاڼه ولیکل، چې طالبانو د امریکا ولسمشر "ترمپ" ته د ښه نیت ښودلو په موخه امریکایی وګړی جورج ګېلزمن له دوه کاله بند وروسته خوشې کړ.
احمد شاه حبیبي وايي، طالبان له بندیانو سره دوهګونی چلند کوي.
د نوموړي په وینا هغه امریکایان چې د طالبانو په بند کې وو، د نورو اسانتیاوو ترڅنګ یې ورته کورنیو سره د منظمو ټیلیفوني اړیکو او د لیدو زمینه برابره کړې وه.
"زه له طالبانو ګیله لرم، له هغو کسانو سره چې د افغانستان تابعیت نه لري، ښه چلند کوي، خو زموږ سره ناسم چلند کېږي."
د تريتم شویو امریکایي وګړو د لټون لپاره د جایزې پروګرام

د عکس سرچینه، Social media
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د "عدالت لپاره انعام" پروګرام په تېرو دوو لسیزو کې د خپلو څلورو وګړو د موندنې او خوندي ژغورنې لپاره، چې په افغانستان کې تښتول شوي یا تريتم دي، د هر یوه پر سر د پنځه میلیونه ډالرو جایزې اعلان کړی دی.
سیډني میزل د امریکا یوه مرستندویه کارکوونکې وه چې د "اسیا کلیوال ژوند د پراختیا بنسټ" سره یې کار کاوه. هغه په ۲۰۰۸ کال کې د کندهار په ښار کې له خپل موټر چلوونکي محمد هادي سره یو ځای نادرکه شوه.
په ۲۰۲۱ کال کې د هغې د موندنې لپاره پنځه میلیونه ډالرو جایزه اعلان شوه.
په ۲۰۲۳ کال کې د امریکا د پلټنو مرکزي ادارې (افبيای) د هغې هډوکي وموندل او د ډياناې له ازموینو وروسته یې کورنۍ ته وسپارل شول.
امریکايي لیکوال پل ایډوین اووربي جونیئر، چې د "هولي بلډ د افغانستان د جګړې دننه کتنه" د کتاب لیکوال دی، د ۲۰۱۴ کال د مې پر ۱۷مه ډیورنډ کرښې ته څېرمه خوست ولایت کې تری تم شو.
که څه هم د ۲۰۱۸ کال کې د هغه د موندنې لپاره پنځه میلیونه ډالره انعام اعلان شو، خو لاهم نه دی موندل شوی.
د امریکایې سمندري ځواکونو پخوانی افسر او انجینر مارک فریرکس د ۲۰۲۰ کال د جنوري پر ۲۰مه په کابل کې وتښتول شو او امریکا یې د موندلو په بدل کې د پنځو میلیونو ډالرو جایزې اعلان کړی و.
'هغه' په ۲۰۲۲ کال د سپټامبر میاشت کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د بندیانو د تبادلې په ترڅ کې د یوه مشهور افغان سوداګر او د طالبانو ملاتړي حاجي بشر نورزي په بدل کې خوشې شو.
محمود شاه حبیبي څلورم افغان الاصله امریکايي دی، چې د موندنې لپاره یې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د "عدالت لپاره د جایزې" پروګرام د پنځو میلیونه ډالرو انعام اعلان کړی دی.













