یوناما په افغانستان کې د اعدامونو د سملاسي بندېدو غوښتنه کوي

ملګرو ملتونو د طالبانو لخوا په نیمروز، فراه او بادغیس ولایتونو کې د څلورو کسانو علني اعدامونه غندلي او دا یې له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بللې ده.

د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچرډ بېنېټ، د طالبانو لخوا د څلورو کسانو وروستي اعدامونه په کلکه وغندل. دغه اعدامونه په نیمروز، بادغیس او فراه ولایتونو کې ترسره شوي چې له امله یې نړیوالو څارونکو ژوره اندېښنه ښودلې ده.

بېنېټ د ۲۰۲۵ کال د اپرېل په ۱۱مه، د جمعې په ورځ، په ایکس/ټوېټر خپره کړې اعلامیه کې د دغې پېښې له امله خپله ژوره خواشیني څرګنده کړه او غوښتنه یې وکړه چې دا ډول سزاوې باید ژر تر ژره ودرول شي. هغه ټینګار وکړ چې دا کړنې، په ځانګړي ډول چې په علني توګه ترسره کېږي، له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړاوی دی.

ښاغلي بېنېټ په ځانګړي ډول د طالبانو لخوا د علني اعدامونو او فزیکي سزاوو کارول یو جدي اندېښمنوونکی عمل وباله. هغه له طالبانو وغوښتل چې دا ډول کارونه پای ته ورسوي او خپله قضايي پروسه باید د نړیوالو بشري حقونو له منل شویو معیارونو سره سمې کړي.

له طالبانو د یوناما غوښتنه: اعدامونه سملاسي ودروئ

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) له طالبانو غوښتي چې په افغانستان کې دې سملاسي اعدامونه ودروي او د بشري حقونو د خوندي ساتلو لپاره دې د اعدام سزا د موقت وخت لپاره وځنډول شي.

یوناما د جمعې په ورځ د طالبانو لخوا د څلورو کسانو وروستي اعدامونه په ټینګه وغندل او دا یې د ژوند له بنسټیز حق ښکاره سرغړونه وبلله.

پر اېکس (پخواني ټوېټر) د یوناما په یوه ټوېټ کې راغلي: "د مرګ سزا د ژوند له بنسټیز حق سره سمون نه لري. یوناما د اعدام سزا د لغوه کولو په لور د یوه موقتي ځنډ غوښتنه کوي."

د تېرې جمعې په ورځ (وری ۲۲مه/اپرېل ۱۱مه) په افغانستان کې د طالبانو سترې محکمه وویل، بادغیس کې یې د دوو تنو او نیمروز کې د یوه تن له قصاصولو وروسته په فراه کې څلورم تن هم په عام محضر کې اعدام کړی دی.

د طالبانو سترې محکمې د قتل په تور د درېیو محکومو شویو کسانو د اعدام له اعلانولو وروسته په یوه اعلامیه کې ویلي: "نن ورځ د فراه ولایت مرکز ورزشي سټډیوم کې په یو تن قاتل باندې د الله (جل‌جلاله) حکم (قصاص) تطبیق شو".

له دې سره له ۲۰۲۱ کال راهیسې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدا وروسته لس تنه په عام محضر کې اعدام شوي دي.

طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې لومړی په عام محضر کې فراه کې یو تن اعدام کړ چې د دوی جګپوړي چارواکي هم ورغلي وو.

وروسته یې دوه تنه غزني، یو په لغمان، یو جوزجان او یو پکتیا ولایتونو کې په عام محضر کې اعدام کړل.

تعزیري سزا

بله خوا، د طالبانو سترې محکمې په یوه بله جلا خبرپاڼه کې ویلي چې فراه او غزني ولایتونو کې یې اوو تنو ته په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړې ده.

"تعزیري سزا" یوه اسلامي حقوقي اصطلاح ده، معنی یې داسې سزا ده چې د شریعت لخوا مشخصه نه وي، خو قاضي یا حاکم یې د جرم یا خطا په بدل کې د نظم ساتلو، عبرت ورکولو یا اصلاح لپاره ټاکي.

تعزیر له "عزر" اخیستل شوی چې معنی یې ده: ملامتول، اصلاح کول یا تنبیه کول.

د ملګرو ملتونو په ګډون ځینو نړیوالو ادارو د طالبانو له لوري اعدامونه ځپونکي او بې رحمه بللي او د دغه ډول بدني سزاګانو د سملاسي ځنډېدو غوښتنه یې کړې وه.

د بخښنې نړیوال سازمان هم ویلي وو چې ورته اعدامونه د افرادو د ژوند حق تر پښو لاندې کوي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، کړنې یې د اسلامي شریعت له اصولو او لارښوونو سره برابرې دي.

ویل کېږي چې طالب چارواکي د دغه ډول سزاګانو د پلې کېدو لپاره ګڼ شمېر ځايي خلک ورغواړي، خو خبریالانو ته یې له نژدې د خبري پوښښ اجازه نه ورکوي.

طالبانو د خپلې تېرې واکمنۍ پرمهال هم قصاص او شرعي حدود جاري کول چې نړیوالو بشري سازمانونو پرې سختې نیوکې کولې.

واک ته د طالبانو له بیا رسېدو څه باندې یو کال وروسته د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده خپلو قاضیانو ته حکم کړی و چې مجرمان قصاص او شرعي حدود پرې جاري کړي.

د پخواني حکومت د جزا قانون له مخې د اعدام سزا د درې ګونو محکمو او سترې محکمې له طرزالعملونو او د ولسمشر تر وروستۍ پرېکړې وروسته د پلې کېدو وړ و.