تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ولې ایران ډېر ژر د خپل اسمان کنټرول له لاسه ورکړ؟
- Author, نعیمه نامجو
- دنده, بي بي سي
ایرانۍ رسنۍ د اسرائیلي جنګي الوتکو د غورځولو ناتایید شوي رپوټونه خپروي، خو تر اوسه یې د غورځېدلیو الوتکو هیڅ شواهد نه دي وړاندې کړي.
داسې ښکاري چې ایران له خپل اسمان د دفاع جګړه بایللې. په یوه داسې پرمختللې جګړه کې چې ځمکنی ځواک پکې ښکلېل نه وي د خپل اسمان کنټرول له لاسه ورکول ډېرې پوځي، سیاسي او امنیتي پایلې لرلی شي.
په دې موده کې څه تېر شول؟
د اسرائیل د برید له پیلېدو نژدې ۷۲ ساعته وروسته د دغه هېواد لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د تهران پر اسمان د بشپړ کنټرول خبره وکړه.
هغه وویل چې دې سره د ایران د توغندیز او اټومي پروګرام د له منځه وړلو فرصت ډېر برابر شوی دی.
د اسرائیل د پوځ په خبره، د جون پر ۱۳مه د جمعې پر ورځ د برید لومړنیو ساعتونو کې د ایران د اسمان د محدودیتونو ماتولو لپاره دوه سوه جنګي الوتکې وکارول شوې او سل ځایونه په نښه شول. په دغو بریدونو کې د ایران څو ډېر مهم پوځي چارواکي ووژل شول.
اسرائیل په کراتو د ایران پر اټومي بټیو د برید ګواښ کړی و، ان ځینې چارواکو ویلي و چې هر غوراوی ممکن دی او هیڅ ډول خنډ هم ورته نشته.
اسرائیلی دفاعي کارپوه سټ فرنتزمن وايي: "ایران پر خپل هوايي حریم کنټرول له لاسه ورکړی. ځکه پراخ هېواد دی، خو زوړ دافع هوا سیستم لري او د رپوټونو له مخې نوي او عصري سیستمونه یې هم د تېر کال اکتوبر کې د اسرائیل برید کې له منځه لاړل."
د ۲۰۲۴ کال اکتوبر کې رپوټ و چې اسراییل د ایران د اېس ـ۳۰۰ په نوم له ځمکې هوا ته ځینې دفاعي سیستمونه په نښه کړي دي.
ښاغلی فرنتزمن وايي، ایران د اویایمې لسیزې اړوند پخوانيو سیستمونو په ګډون د دافع هوا داسې سیستم لري چې د اسرائیل د پنځم نسل الوتکو د مقابلې وړتیا نه لري.
ایران یې حیران کړ؟
اسرائیل پر ایران داسې مهال برید وکړ چې د تهران او واشنګټن د خبرو بل پړاو پیلېدونکی و. ځکه خو ځینې دا برید ناڅاپي بولي، خو د تل ابیب پوځي چارواکي وايي، له کلونو یې دغه برید ته پلان جوړ کړی و.
خو که دې برید ته ایران تیاری هم نیولی وی، دفاعي او دافع هوا سیستمونو یې د اسرائیل د هوايي ځواک د پرمختللې ټېکنالوجۍ د مقابلې وړتیا نه درلوده، دا داسې برید و چې د امریکا او اسرائیل په تر ټولو پرمختللې ټیکنالوجۍ سمبال و.
"د جینز ډیفنس موسسې د ځیرکو درملو د څانګې" مدیر نیک براون وايي، ان که دې برید ته ایران تیار هم وی، پایله به یې بدله نه وه. د هغه په خبره "ایران له کلونو راهیسې تیارسۍ دی، خو د اسرائیل د برېښنايي جنګ تجهیزاتو د ایران رادارونه له کاره وغورځول او د دافع هوا سیستمونو د همغږۍ امکان یې له ایران واخیست."
د نژدې منځني ختیځ لپاره د واشنګټن موسسې د امنیتي او پوځي څېړنو د برخې مدیر مایکل ایسنډاسټ وايي: "د تمې خلاف ډېر ژر او په کم لګښت د تهران اسمان د اسرائیلي ځواکونو تر کنټرول لاندې راغی."
هغه زیاتوي، اسرائیل وښوده چې د عراق او سوریې له اسمان بریدونو سره د ایران دافع هوا له کاره غورځولی شي او اوس په اسانه پټېډونکي او له راداره نه تښتېدونکي کوچني ډرونونه د ایران پر اسمان الوت کوي.
د ټېکنالوجۍ بې اڼدوله جګړه
ایران د نړۍ ۱۸م پراخ هېواد دی او له اسرائیل ۷۵ ځله پراخ دی. په دې حساب یې باید دافع هوا پراخه سیمه را ونغاړي.
پوځي کارپوهان وايي، دا هېواد د خپل اسمان د خوندیتوب لپاره پرمختللې ټېکنالوجي او امکانات نه لري.
ایران ځینې داسې امریکايي جنګي الوتکې لري، چې په شاهي حکومت کې اخیستل شوې وې او هغه وخت کې یې تر ټولو پرمختللې اېف - ۱۴ ټامکټ الوتکې وې او همدارنګه ځینې د روسیې جوړ جنګي الوتکې هم لري.
تېرو څو ورځو کې د اسراییل پوځ د انځورونو خپرولو سره ادعا وکړه چې ایرانۍ جنګي الوتکې یې په نښه کړې دي.
ایران د روان میلادي کال لومړیو کې پوځي مانورو سره له ځمکې هوا ته د اېس- ۳۰۰ روسي توغندي او د باور- ۳۷۳ په نوم د هوايي دفاع سیستم نندارې ته وړاندې کړ، چې دې سره خپله دفاعي وړتیا وښيي.
که څه هم د نږدې منځني ختیځ لپاره د واشنګټن موسسې غړی مایکل ایسنډاسټ وايي: "داسې ښکاري چي باور- ۳۷۳ اړینه وړتیا نه لري. ایرانیان غواړي باور- ۳۷۳ له اېس- ۳۰۰ سره پرتله کړي، خو دا پرتلل له حقیقت لرې دي. هغه وايي داسې ښکاري چې اسرائیل د ایران د دافع هوا وړتیا یو مخ له منځه وړې ده. "
په مقابل کې اسرائیل په نړۍ کې یو تر ټولو پرمختللی او ماهر هوايي ځواک لري. د اسراییل هوايي ځواکونه یو ډول اېف - ۳۵ جنګي الوتکې لري. لاکهید مارتین شرکت د اسرائیل په سپارښتنه اېف-۳۵ ای د "ادیر" په نوم جوړوي، چې د پنځم نسل جنګي الوتکې دي او له رادار تښتېدو ځانګړې وړتیا لري.
ویل کېږي اسرائیل له امریکا نژدې ۴۵ "ادیر" اخیستې دي.
رپوټونه وايي، د ایران د دافع هوا سیستم زیانمېدو سره د اسراییل اېف- ۱۵ او اېف- ۱۶ جنګي الوتکو هم عملیاتو ته ور دانګلي دي.
د جینز ډیفنس موسسې غړی نیک براون وايي، که ایران پر خپله خاوره د اسرائیل هوايي ځواکونو د ازادانه پرواز مخه ونه نیسي، نو د تاکتیکي چارو نوښت او د عمل ازادي اسرائیل ته سپاري او دا هېواد چې تر هر وخت وغواړي، خپل بریدونه به جاري ساتي.
د اسرائیل هوايي ځواکونو ته اړوند اېکس پرلپسې په ایران کې د توغندیو د توغوونکو په ګډون پر هدفونو د خپلو بریدونو ویډیوګانې او انځورونه خپروي.
د ایران توغندي او د اسرائیل محاسبې
ایران د سختو نړیوالو بندیزونو له امله له کلونو راهیسې د خپل توغندیز پروګرام پر پراختیا پام ټول کړی او د دغه هېواد چارواکو ویلي، چې "د مخنیونکي" وړتیا پراختیا غواړي.
ویل کېږي ایران لا هم له ځمکې هوا ته توغېدونکي پام وړ توغندي لری، خو داسې ښکاري چې د اسرائیل بریدونو پسې یې پوره اغېزناک کارول ورو ورو له لاسه ور کوي. له اوسنیو شرایطو د ایران د وتلو لار هم د نويو دافع هوا سیستمونو ترلاسه کول دي چې ډېر ممکن نه ښکاري.
له کومو کارپوهانو سره چې موږ خبرې کړې، دوی وايي چې ایران پر خپل اسمان د بیا ولکې وس نه لري او اسرائیل چې تر هر وخت وغواړي، خپل عملیات به جاري ساتي.
د جینز ډیفنس څېړنو موسسې غړی نیک براون وایي: "د ټېکنالوجي خبره نه ده، اصل خبره هم د اسراییل د خطر سنجولو ده او بل دا چې عامه فکرونه یې تر کومه د دې بریدونو لګښت زغملی شي."