د فرانسې ښکلا ملکې سره د واده په موخه سلګونه کیلومتره سفر

یوه بلجیمي سړي د 'فرانسي ښکلا له ملکې سره د واده په هیله ۷۶۰ کیلومتره سفر وکړ، خو کله چې فرانسې ته ورسېد، پوه شو، چې د انلاین مینې قرباني شوی دی.

کله چې ۷۶ کلن مايکل د سوفیا ووزیلاډ کور ته ورغي، د دغې ماډلې پر ځای د هغې مېړه ورسره مخامخ شو.

مايکل د سوفیا ووزیلاډ مېړه فابین ته وویل، ټګانو ته یې ۳۰زره یورو (۳۵،۰۰۰ ډالر) ورکړي او فکر یې کاوه، چې له څو اونیو راهیسې یې د فرانسې ښکلا له ملکې سره د مینې تار غځېدلی دی.

د فرانسې ښکلا ملکي او د هغې له مېړه سره له لیدنې وروسته دغه تېر ایستل شوي مین وویل، " احمق شوی وم." اوس به بېرته تر کوره سلګونو کیلو متره سفر کوم.

د مایکل بدمرغي وروسته له هغه ډېره او عامه شوه، چې د فرانسې ښکلا ملکې د هغه د بدمرغۍ دغه کیسه په یوه ویډیو کې انلاین خپره کړه.

دغه بلجیمي مین، چې له څلورو کاله راهیسې کونډ دی، څو اونۍ په وټس اپ کې له هغه چا سره خبرې کولې، چې ده فکر کاوه د فرانسې ښکلا ملکه ووزیلاډ ده.

ده د جولای پر ۹ مه له پاریس شاوخوا ۴۲۰ کیلومتره لېري سویلي‎ سیمې سېنټ جولین کې د دغې جوړې کور ته ورغلی او د سوفیا ووزیلاډ مېړه فابین ته یې وویل: "زه به راتلونکي کې د سوفیا ووزیلاډ مېړه یم"، خو هغه په ځواب کې ور ته وویل: "ښه، زه یې اوسنی مېړه یم."

۳۸ کلنې ووزیلاډ، دې بلجیمي مین ته وویل، خطا شوی یې او و یې هڅاوه، چې پولیسو ته لاړ شي او په دې اړه شکایت ثبت کړي، خو دا لا روښانه نه ده چې هغه دې پولیسو ته په دې هکله د زړه غوټه خلاصه کړې وي.

د مینې درغلي یا د میني ټګي، برګي کول دې ته وايي، چې معمولاً یو کس له انلاین لارې بل کس پر ځان مین کړي او بیا پیسې ځنې واخلي، خو بالاخره مین کس پوه شي، چې د اصلي شخص پر ځای یې زړه پر بدل شوي کس یا ټګي برګي کوونکو بایللی دی.

له انلاین ټګانو څنګه ځان وژغورل شي؟

  • د جعلکارې میني لومړنۍ نښه دا ده، چې ټګان معمولاً خپلې نورې اړيکې پټې ساتې او کله چې ترې پوښتنه وشي، نو زړه نا زړه وي او ان کله نا کله خو غوسه کېږي هم.
  • په دغه ډول اړېکه کې مین کېدای شي، هغه چا ته چې هېڅکله یې لیدلي نه وي، له انلاین لارې پیسې ولېږي او یا یې د لېږلو پلان ولري.

احتیاطي تدبیرونه کوم دي؟

  • هغه څوک چې د پیسو غوښتنه وکړي او تاسو مخامخ لیدلي نه وي او په اړه یې شکمن ياست، پیسې مه ور استوئ.
  • په ځانګړې توګه هغه کس چې تازه ورسره آنلاین بلد شوي یاست، باید په احتیاط ورسره چلن وکړئ.
  • ټګان ښايي پر پروفایلونه خپل عکسونه و نه لګوي، نو په هکله یې باید تاسو پلټنه وکړئ. حل لاره یې دا ده، چې د لټون په برخه کې د هغه عکسونو لټون وشي، که یې تصویرونه یې له بل ځایه غلا کړي وو، نو درته مالوم به شي.

د جعلي مینې قربانیانو ته څنګه مشورې ورکړو؟

  • قرباني شوي کس ته باید د ملاتړ ډاډ ورکړل شي او ور ته وویل شي، چې دا ستاسو ګناه نه ده.
  • کله چې د ټګۍ، برګۍ مینې په تړاو د مینې قرباني کس ته ډاډ ورکړل شي، نو ځان هم باید هېر نه شي، ځکه داسې حالاتو کې پر تاسو هم فشار ډېر وي، نو پر ځان پام کوي.