تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د تيو اندازه د ښځو پر روغتیا څه اغېز لرلی شي؟
- Author, ربېکا تورن
- دنده, د بي بي سي د نړیوالې برخې د روغتیايي راپورونو څانګه
- د لوستلو وخت: ۶ دقیقې
"ما به تل خپلې اوږې راټولې نیولې او ځان به مې ګړوپ کړ، چې زما غټې سینې ښکاره نه شي. ښه مې یاد دي چې زه به ډېره شرمېدم."
د ارجنټاین د پوهنتون یوې استادې راکېل په ۲۰۱۰ کال کې پرېکړه وکړه، چې د سینو د کوچني کولو عملیات وکړي.
اوس چې ۵۲ کلنه ده وايي، پایلو هغې ته د "ازادۍ احساس" ورکړ، هغه احساس چې مخکې یې نه و تجربه کړی.
که څه هم په نړۍ کې په ډېرو ځایونو کې لویې سینې د ښکلا نښه ګڼل کېږي، خو حقیقت دا دی، چې دا حالت ډېر ستونزمن کېدای شي او د ښځو پر روغتیا او د ژوند پر کیفیت جدي اغېزې لرلای شي.
لوی تیونه له بېلابېلو روغتیایي ستونزو سره تړاو لري، لکه د ملا دوامداره درد، د سر درد، ناسم او ولاړېدل، بې حسي، د خوب ګډوډي، او همدارنګه رواني ستونزې.
د ښکلا برخې پلاستیکي جراحۍ نړیوالې ټولنې وروستي معلومات ښيي، چې په ۲۰۲۴ کال کې په ټوله نړۍ کې ۶۵۲٬۶۷۶ د سینو د کوچني کولو عملیات ترسره شوي دي.
برازیل تر ټولو ډېر عملیات ثبت کړي (۱۱۵٬۶۴۷)، وروسته امریکا (۶۷٬۴۷۸)، فرانسه (۳۸٬۷۸۰)، جرمني (۳۲٬۰۶۸)، ترکیه (۲۵٬۳۳۴)، او هند (۲۲٬۴۰۰).
راکېل زیاتوي، چې له ځوانۍ راهیسې یې د خپلې لویو سینو له امله د ملا دوامداره درد تجربه کړی دی.
خو د هغې په وینا، په ارجنټاین کې لویې سینې ډېری وخت د نعمت په توګه ګڼل کېدې.
دا وايي:"ډېرو خلکو په ځانګړي ډول ښځو به راته ویل، چې ته ډېره بختوره یې".
"خو زه بختوره نه وم. ما ډېر کړاو ولید. ما د ځوانۍ پر مهال هم کړاو ولید، او هم د یوې ښځې او یوې مور په توګه."
هغې وویل، چې لا هم د ملا له درد کله نا کله ورته پیدا کېږي، ځکه چې هغه به د خپلو تیونو د پټولو لپاره په ناسم ډول ګرځېده.
راکېل یوه فعاله ښځه ده.
دا وایي، چې له یوګا، پیلاتس (د ځانګړو ماشینونو او توکو په مټ سپورت کول) او سپورتځای ته له تګ څخه خوند اخلي خو ورو ورو د لویو سینو فشار دې ته اړ کړه، چې د خپلې خوښې کړنې پرېږدي.
د بریتانیا د ښکلا پلاستیکي جراحانو د ټولنې مشره ډاکټره نورا نوګینټ وایي، چې د حرکت محدودیت او د تمرین ستونزې تر ټولو عام شکایتونه دي، چې د سینو د کوچني کولو جراحي غوښتونکي یې کوي.
دا ډاکټره وايي: "له وظیفوي پلوه، لویې سینې درنې وي، نو انسان مخ ته راکاږي او پر ملا او غاړه دوامدار فشار راولي."
"دا یوه سخته چاره ده او دا هم ډېره سخته وي، چې مناسب او ملاتړ کوونکي سینهبند پیدا شي."
راکېل وایي، اړه به وه، چې "دوه یا درې" سینه بندونه یوځای واغوندي.
یوازې د دې لپاره، چې خپلې سینې کلکې پرې وتړي او د مناسب سینه بند موندلو یې پر مالي وضعیت هم اضافي فشار راوست.
دا وايي: "په ارجنټاین کې د لویو سینو لپاره سینه بندونه ډېر ګران وو."
"ما ازادۍ احساس کړه"
ډاکټره نوګینټ وایي، چې د هغې د ډېری ناروغانو له هرې سینې څخه د ۵۰۰ څخه تر ۸۰۰ ګرامه پورې وزن لېرې کېږي، که څه هم هغې تر دې زیاتې پېښې هم لیدلې دي.
نوموړې وايي: "ځینې وخت دا اندازه د بدن په عمومي وزن کې ډېر نه وي، خو د بدن د یوې کوچنۍ برخې لپاره دا ډېر زیات وي."
د راکېل په قضیه کې ډاکترانو ټولټال ۲.۵ کیلوګرامه وزن د هغې له سینو څخه لېرې کړ.
"له عملیاتو وروسته، زما هغه احساس ښه یاد دی، چې غوښتل مې له ځمکې څخه څه پورته کړم، داسې احساس مې وکړ لکه یو بل بدن چې وي د ازادۍ احساس مې لاره. "
د ښه سینهبند ګټه
کله چې پروفیسوره جوانا وېکفیلډ سکر د خپلو سینو د دوامداره دردونو په اړه ډاکتر ته ولاړه، ورته وویل شول، چې یوازې یو مناسب سینهبند ته اړتیا لري.
هغه، چې د بایومېخانیک متخصصه ده، پرېکړه وکړه، چې دا وڅېړي ښه سینهبند څه ډول وي.
دې وویل: "ما درک کړه، چې موږ په اصل کې ډېر لږ پوهېږو، چې ولې موږ سینهبند ته اړتیا لرو، د هغه ګټې څه دي، او دا باید څنګه کار وکړي. "
"پر ځای د دې، چې سینهبند یو وظیفوي او روغتیايي وسیله وګڼل شي، هغه ډېر د فېشن د توکي په توګه ګڼل شوی. زه په رښتیا ناهیلې شوم. "
دې کار هغې ته انګېزه ورکړه، چې په ۲۰۰۵ کال کې د انګلستان د پورټسموت پوهنتون کې د سینو د روغتیا څېړنیزه ډله جوړه کړي.
د هغې ډلې د ناسم سینهبند د اغوستلو څلور مهمې منفي پایلې وموندلې: درد، د پوستکي ځوړنده کېدل او د نسجونو زیان، د تنفس او د زړه د درزا ترمنځ د وخت بدلون او د فزیکي فعالیت مخنیوی.
"که سینې درنې وي او پورته ښکته خوځېږي، دا کولی شي ستاسو پر تنفس اغېزه وکړي. دا هغه ځواک بدلوي چې تاسو یې پر ځمکه واردوئ. دا ستاسو د ټول بدن پر فعالیت اغېز لري. "
د کلونو څېړنو او تجربو له لارې دې پایلې ته ورسېدل، چې د سینو د درد د کمولو ښه لاره دا ده، چې حرکت ورو شي، نه دا چې څومره حرکت کوئ.
اوس دې ډلې له مخکښو ورزشکارانو سره کار کړی، لکه د بریتانیا د ښځینه فوټبال ملي لوبډله او د نړۍ ځینې تر ټولو غوره ګالف لوبغاړې، چې ورته تر ټولو مناسب سینهبندونه جوړ کړي.
وېکفیلډ - سکر وایي:
"موږ ګورو، چې سازمانونه لکه د فوټبال اتحادیه (FA) او ورلډ رګبي د ښځینه ورزشکارانو د روغتیا لپاره بودیجه برابروي او دا کار په رښتیا سره یوازې په تېرو شاوخوا پنځو کلونو کې پیل شوی دی."
"دا نسبتاً نوی کار دی، خو دا ډېره ښه ده، چې دا بدلون وینوو."
"ناروغان غواړي ښه ژوند وکړي"
راکېل وایي، هغې ته دا هم مهمه وه، چې ټولنه د لویو سینو له کبله پیدا کېدونکي روغتیایي ستونزې څنګه درک کوي.
نوموړې وویل، چې د سینو د کوچني کولو عملیاتو له امله د خلکو له قضاوت سره مخامخ شوې او د هغې د انګېزي په اړه ناسمه انګېرنه موجوده وه.
دا وايي: "زما په اند ډېرو خلکو فکر کاوه، چې دا یوازې د ښکلا لپاره ده، نه د روغتیا لپاره."
"زما په یاد دي، کله چې مې دا کار وکړ، یوې ښځې راته وویل: 'اوس باید ولاړه شې او خپله ګېډه هم وباسې، لکه: لیپوسکشن(د نس د وازدو لېرې کول)."
سره له دې خبرو، راکېل وایي، چې هېڅ پښېمانه نه ده.
"زه ډېره خوشحاله یم، او اوس چې د مینوپاز پړاو ته رسېدلې یم، نه پوهېږم چې له لویو سینو سره به مې ژوند څنګه و. زه ځان نه شم تصور کولی، چې له داسې بدن سره به مې څنګه چلند کاوه. "
نوګینټ وایي، چې د سینو د کوچني کولو جراحۍ ته د مراجعینو زیاتوالی ښايي د ځان پاملرنې د زیاتېدونکي لیوالتیا نښه وي.
دا وايي: "بې له شکه، یوازې ښځې نه، بلکې ټول ناروغان غواړي ښه ژوند وکړي."
"دا لازماً د بشپړتیا لټون نه دی، بلکې د روغتیا او هوساینې لټون دی. "