تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
نوبل جایزه ګټونکي محمد یونس د بنګله دېش لنډمهالي حکومت د مشر په توګه لوړه وکړه
- Author, نور محمد سعید
- دنده, بي بي سي
د بنګله دېش د لنډمهالي حکومت نوي مشر پروفیسور محمد یونس نن پنجشنبه ماښام رسماً لوړه وکړه. د بنګله دېش ولسمشر محمد شهاب الدین پر وړاندې د پروفیسور محمد یونس د ۱۶ کسیزې کابینې ۱۳ وزیرانو هم لوړه وکړه.
د کابینې درې غړي، چې له پلازمېنې ډاکې بهر و، په دې مراسمو کې شامل نه وو.
د محمد یونس په کابینه کې د ښځینه غړو او هندو لږکیو اړوند غړو په ګډون د محصلینو ټولنې مشر ناهید اسلام هم شامل دی، چې په مشرتابه یې په دولتي دندو کې د سهمیې پر ضد احتجاجونه پیل شول او پایله کې یې مخکینۍ لومړۍ وزیرې شیخ حسینه واجد استعفا وکړه او له هېواده ووتله.
له دې مخکې نن پنجشنبه له فرانسې نه د بنګله دېش پلازمېنې ډاکې ته له رسېدو سره سم پروفیسور یونس وویل، خلک خوښ دي، خو په وینا یې ''ډېرې چارې پاتې دي، چې باید سرته ورسېږي.''
د لنډ مهالي حکومت مشر په توګه د ده نوم د (تبعیض ضد) محصلینو ډلې له بنګله دیشي ولسمشر محمد شهاب الدین او لوی درستېز جنرال وقار الزمان سره خبرو کې وړاندیز کړی و.
د یادونې ده، چې د محصلینو همدا ډله له تېرې جولای میاشتې راهیسې په بنګله دېش کې د حکومت ضد احتجاجونو مخکښان وو.
د همدې احتجاجونو پایله کې مخکینۍ لومړۍ وزیره شیخ حسینه واجد تېره دوشنبه استعفا وکړه او له هېواده ووتله.
پروفیسور یونس د کوم سیاسي ګوند غړی نه دی او یوه بله مهمه ځانګړنه یې دا ده، چې د خپلو اقتصادي پروژو او پروګرامونو پر مټ یې له میلیونونو بنګله دېشیانو سره مرسته کړې، چې له سختې بیوزلۍ راووځي او له اقتصادي پلوه پر پښو ودرېږي.
ده په ۱۹۸۳ کال کې د ګرامین بانک په نامه اداره تاسیس کړه، چې له بیوزلو خلکو سره د کاروبار پیلولو لپاره د کوچنیو پورونو په ترلاسه کولو کې مرسته کوي.
نوموړي په ۲۰۰۲ کال کې له بي بي سي سره یوه مرکه کې د کوچنیو پورونو یا مایکرو فنانس دا تګلاره ''د خلکو اړتیا'' وبلله.
ده ته له همدې امله په ۲۰۰۶ کال کې د سولې نوبل جایزه هم ورکړل شوې ده.
اوس به څه کېږي
د رپوټونو له مخې پر پنجشنبه پلازمېنه ډاکه کې وضعیت د تېرو څو ورځو پرتله یو څه ارام و، خو پر چهارشنبه هم د بنګله دېش له ځینو برخو د چور، تالان او اور اچوونې پېښو رپوټونه ورکړل شوي دي.
د رپوټونو له مخې د مخکینۍ لومړۍ وزیرې حسینه واجد د پلویانو پر کورونو او کاروبارونو هم ډله ییز بریدونه شوي او سوځول شوي دي.
په بنګله دېش کې د بي بي سي بنګالي ژبې څانګې خبریالان وايي، په ټول هېواد کې د پولیسو پر نژدې پنځه سوه مرکزونو بریدونه شوي، لوټ شوي او یا اور ورته کړل شوی دی.
بل لور ځايي پولیسو د نه خوندیتوب اندېښنو له کبله کاربندیز اعلان کړی او له پلازمېنې ډاکې ورکړل شوي رپوټونه وايي، ان د ښاري ترافیک کنټرول هم د محصلینو ډلو پر غاړه اخیستی.
د بي بي سي بنګالي ژبې خبریال اکبر حسین وايي، هېواد ته له ستنېدو وروسته به د پروفیسور یونس لومړیتوب د ۱۰ – ۱۵ کابینې غړو ټاکل او ناڅاپه د حکومت ړنګېدو له کبله د رامنځته شوې تشې ډکول وي.
تر اوسه څرګنده نه ده، چې د لنډمهالي حکومت په کابینه کې به کوم کسان شامل وي، دا هم معلومه نه ده، چې دا لنډ مهاله حکومت به د څومره مودې لپاره وي، خو څه چې څرګند دي، هغه دا چې لنډمهاله کابینه کې به د سیاسي ګوندونو غړي شامل نه وي او بله دا چې لږ تر لږه یوه مهم بنګله دېش نشنلیسټ ګوند ویلي، چې لنډمهاله حکومت باید له قانون سره سم په درې میاشتې موده کې ټولټاکنو ته لار هواره کړي.
په ډاکه کې د بي بي سي خبریال وايي، هغه محصلین چې د پروفیسور یونس نوم یې د لنډمهالي حکومت د مشر په توګه وړاندیز کړی، فکر کوي، چې د اوس لپاره پروفیسور محمد یونس یوازینی کس دی، چې کولای شي هېواد د روانې ګډوډۍ او سیاسي بې ثباتۍ له اوسني وضعیته وباسي او همدا به د پروفیسور یونس په مشرتابه د لنډمهالي حکومت لپاره لومړنۍ ستره ننګونه وي، چې وضعیت عادي حالت ته ستون کړي.
دغه راز به راتلونکی وخت وښيي، چې پروفیسر یونس به د اقتصاد او پانګوالۍ د ډګرونو په څېر د خپل هېواد د سیاست په برخه کې تر کومه بریده وځلېږي، چې بنګله دېش یو ځل بیا د ولسواکۍ او اقتصادي ودې لارې ته ستون کړي.
محمد یونس څوک دی؟
پروفیسور ډاکتر محمد یونس په ۱۹۴۰ کال کې د ختیځ بنګال په چېټاګانګ ساحلي ښار کې زېږېدلی، چې هغه مهال د هند برخه و.
نوموړي له ډاکې پوهنتونه فارغ شو او بیا یې د امریکا ټینیسي ایالت په وانډیربلیټ پوهنتونه سکالرشپ یا بورس ورکړل شو او په ۱۹۶۹ کال کې یې له همدې پوهنتونه د اقتصاد په برخه کې د دکتورا سند ترلاسه کړ.
پروفیسر یونس یو څه موده میډل ټینیسي ایالتي پوهنتون کې د مرستیال پروفیسور په توګه دنده درلوده او بېرته خپل هېواد ته له ستنېدو وروسته یې د خپل ښار چیټاګانګ پوهنتون اقتصاد برخه کې دنده سمبال کړه.
پروفیسور یونس په ۱۹۹۳ کال کې د ملګرو ملتونو د هغه مهال عمومي منشي له لوري د ښځو په هکله د څلورم نړیوال کنفرانس لپاره د سلاکارانو ډلې غړی ګومارل شوی و، دغه راز د ښځو او اقتصاد، د ښځو روغتیا لپاره د نړیوال کمېسیون غړیتوب دنده هم درلوده.
له حسینه واجد حکومت سره اختلاف
د پروفیسور یونس او مېرمن واجد تر منځ اختلاف اوږده مخینه لري. د شنونکو په اند په ۲۰۰۷ کال کې چې پر بنګله دېش پوځي رژیم واکمن و، مېرمن واجد په کور کې نظر بنده وه، پروفیسر یونس د یوه داسې سیاسي ګوند پر رامنځته کولو غور کاوه، چې د نوموړې له عوامي لیګ ګوند سره سیالي وکړي او دا داسې څه و، چې مېرمن واجد ته دښمني ښکارېده او و نه توانېده له زړه یې وباسي.
د مېرمن واجد په څه باندې ۱۵ کاله اوږده واکمنۍ کې نژدې هر وخت پروفیسر یونس له پرلپسې قانوني تعیب سره مخامخ و.
وروستی ځل په تېره جنورۍ میاشت کې له هغې ایله څو ورځې مخکې چې مېرمن واجد د څلورم ځل لپاره لومړۍ وزیره وټاکل شوه، ۸۴ کلن پروفیسور یونس د بنګله دېش یوې محکمې د کارګرۍ له قوانینو د سرغړونې په تور په شپږ میاشتې زندان سزا محکوم کړ، چې وروسته یې ضمانت ومنل شو.
ده او پلویانو یې هغه مهال ویلي و، چې دا او د ده پر ضد د فساد او کارګرۍ قوانینو په تړاو نژدې سلو نورو قضیو تر شا سیاسي انګېزه ده، چې دوی یې تور پر مخکینۍ لومړۍ وزیرې حسینه واجد پورې کاوه.
د نوموړي پلویانو ادعا کوله، چې مېرمن واجد غواړي د پروفیسر یونس هغه اعتبار ته زیان واړوي، چې په بنګله دېش کې یې د بیوزلۍ له منځه وړلو کې د رغنده رول له کبله په هېواد کې دننه او بهر ګټلی و.
له میلیونونو بیوزلو کسانو سره له اقتصادي پلوه پر پښو درېدو کې د مرستې له کبله پروفیسر یونس په نړیواله کچه د ''بیوزلو بانکوال'' په نامه مشهور و.
د یادونې ده، چې د ۲۰۲۳ کال په سپتمبر کې د نړۍ نژدې ۱۷۰ مخورو کسانو په یوه پرانیستې لیک کې له مېرمن واجد غوښتي وو، چې د پروفیسر محمد یونس قانوني ''تعیب'' ودروي.
خو مېرمن واجد بیا پروفیسور یونس یو داسې کس بللی و، چې ''د بیوزلو وینې زبېښي'' او د ده پر تاسیس کړي ګرامین بانک یې د سود لوړې کچې اخیستو تور پورې کړی و.
هغې دغه راز ویلي و، د هغو نړیوالو قانوني ماهرینو هرکلی به وکړي، چې غواړي د پروفیسور محمد یونس خلاف ثبت شوې قضیې روڼوالی وڅېړي.
نوبل جايزه
پروفیسور یونس او د ده په لاس تاسیس شوي ګرامین بانک ته په شریکه د ۲۰۰۶ کال سولې نوبل جائزه ورکړل شوه.
ګرامین بانک په بنګله دېش کې خورا بیوزله خلکو ته د کوچنیو پورونو ورکولو یوه پروژه ده، چې میلیونونه کسان یې پر مټ له اقتصادي پلوه پر پښو ودرېدل.
دی خپله په دې هکله وايي، ۱۹۷۶ کال کې د بنګله دېش په چټاګانګ پوهنتون کې د اقتصاد پروفیسر و، چې له بیوزلو سره د پور راکړې، ورکړې طرحه یې چمتو کړه.
همالته پوهنتون ته نژدې یې د جوبرا نومي کلي ۴۲ ښځو ته لومړنی پور ورکړ، چې ټولټال ارزښت یې ایله ۲۷ امریکايي ډالره کېده. د دې سیمې ښځو به مخکې له ځايي سودخورو پور اخیست، چې د سود کچه به یې خورا لوړه وه، خو د پروفیسر یونس بانک ان په ۲۰۱۱ کال کې تر اووه میلیونو ډېر ګټه اخیستونکي درلودل، چې د دوی د کوچنیو پورونو پر مټ له خورا سختې بیوزلۍ وتلي وو.
په هغو کسانو کې چې له ګرامین بانکه یې پور ترلاسه کړی و، لوی یې شمېر د ښځو وو. وروسته خورا بې وزله خلکو ته د پور ورکولو دا تګلاره د امریکا متحدو ایالتونو په ګډون ځینو هېوادونو کې کټ، مټ پلې شوه.