د یمن حکومت او حوثي یاغیانو د سولې تازه خبرې؛ ګڼو هېوادونو یې هر کلی کړی

د سعودي عربستان په ګډون د فارس خليج عربي هېوادونو د دوشنبې په ورځ په يمن کې د جګړې ښکېلو خواوو د نويو ژمنو هرکلى کړی، چې غواړي اوربند ته د رسېدو او د دغه سازمان په مشرۍ د سولې په خبرو کې ګډون وکړي.

د دغو خبرو اترو منځګړی عمان هم د سولې بهیر د دوام هرکلی کړی او ویلي یې دي هیله من دی چې دا تړون "ژر تر ژره لاسلیک شي."

قطر د سولې په برخه کې د ملګرو ملتونو، سعودي عربستان او عمان له هڅو مننه کړې او د سولې بهیر د چټکتیا غوښتنه یې وکړه.

دوه ورځې وړاندې د یمن لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي هانس ګروندبرګ ویلي و، د یمن حکومت او حوثي یاغیانو د ملګرو ملتونو تر څار لاندې د سولې لپاره د یوې لارې نقشې پر جوړولو هوکړه کړې ده.

حوثي یاغیانو په ۲۰۱۴ کال کې د یمن پلازمینې صنعا او حدیده بندر په ګډون د شمالي یمن یوه لویه برخه تر خپل کنټرول لاندې راوسته. تر هغه وروسته د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف د متحده عربي اماراتو په ګډون د یمن له پوځ سره یو ځای د حوثي یاغیانو پر وړاندې چې د ایران ملاتړ لري په جګړه بوخت دی.

امریکا حوثي یاغیان په سیمه کې د ایران د "نیابتي" جګړو برخه ګڼي. ایران وايي، حوثیانو ته یوازې "مشورتي" مرستې ورکوي او زیاتوي دوی خپله خپلواک دي.

د اوربند د دوام او د ملګرو ملتونو په مشرۍ د سولې خبرو ته د ژمنتیا خبر په داسې حال کې خپرېږي چې حوثي یاغیانو له شاوخوا یوې میاشتې راهېسې په سور سمندرګي کې د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو په بریدونو سره د بار وړونکو کښتیو او د تېلو ټانکرونو تګ راتګ له ګډوډۍ سره کړی دی. دوی وايي تر هغه چې د غزې خلک خوراکي او درملو ته لاس رسی ونه لري، دوی به په هره هغه بېړۍ برید وکړي چې له اسراییلو سره تړلې وي.

له هغې وروسته، امریکا او اسرائیلو تهران ته خبرداری ورکړ چې د حوثیانو د "ترهګرو" کړنو ملاتړ ودروي او د ازاد تګ راتګ له اصولو څخه سرغړونه ونه کړي.

د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) تېره پنجشنبه اعلان وکړ چې شل هی‎ېوادونه د واشنګټن په مشرۍ په یوه ایتلاف کې سره یوځای شوي چې د بېړیو لارې ساتنه وکړي.

د امریکا له هڅو سره سره، هسپانیې د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، دا به د امریکا په مشرۍ ایتلاف سره یوځای نه شي چې غواړي په سره سمندر کې د کښتیو ساتنه وکړي.

هممهاله، یو شمېر لوی بار وړونکو شرکتونو ویلي، دوی به خپلې لارې له سره سمندره بدلې کړي. جاپاني بار وړونکو شرکتونو نن اعلان وکړ چې دوی به د خپلو هغو کښتیو لار بدله کړي چې له سره سمندره تېرېږي.