د ملاریا ناروغۍ مخنیوي لپاره د ساینسپوهانو نوې لار څه ده؟

دوه کوچني افریقایي الاصله غوماشي، چې د یو چا په ګوته ناست دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, جېمز ګالګر او فېلېپا راکسبي
    • دنده, د روغتیا او ساینس چارو خبریالان

امریکا کې څېړونکي وايي، د ملاریا میاشو(غوماشو) ته باید د ملاریا ضد درمل ورکړل شي، چې مېکروبونه یې له منځه یوسي او نوره دا ناروغي خپره نه کړي.

د ملاریا پرازیتونه په کال کې نږدې شپږ سوه زره (۶۰۰،۰۰۰) خلک وژني. ډېر یې ماشومان وي. ښځینه میاشې، چې په ملاریا د اخته ناروغ کس وینه وزبېښي نو بدن ته یې دا پرازیت دننه کېږي او نورو انسانانو ته یې لېږدوي.

اوسنۍ هڅې دا دي، چې د حشره وژونکو توکو په مرسته د ملاریا میاشې وژل کېږي. د ملاریا درملنه یې نه کېږي خو په امریکا کې د هارورډ پوهنتون یوې ډلې داسې درمل جوړ کړي، چې که د ملاریا میاشه (غوماشه) یې د پښو له لارې جذب کړي نو کولی شي په میاشي کې ملاریا ختمه کړي.

هدف دا دی چې د اوږد مهاله استفادې لپاره ښه ده چې خلک خپلې پشه خانې په دې درملو کې خیشته کړي.

پشه خانو کې ویده کېدل د ملاریا ناروغۍ د مخنیوي یوه تر ټولو ښه لار ده ځکه د ملاریا خپرونکي میاشي د شپې لخوا چېچل کوي.

په هغو سیمو کې چې د ملاریا ګواښ پکې لوړ دی خلکو ته سپارښتنه کېږي چې خپلو ماشومانو ته د ملاریا ضد واکسین ورکړي.

پشه خانې چې حشره وژونکو درملو باندې ککړې وي ښه فزیکي خنډ دی، ځکه میاشي، چې پرې کښېني مړه کېږي خو په ډېرو هېوادونو کې میاشي د حشراتو ضد درملو پر وړاندې مقاومت ښيي. په داسې حالت کې بیا کیمیاوي مواد دا حشرات په هغومره لوړه کچه نه وژني، لکه څنګه، چې یې پخوا وژل.

د هارورډ پوهنتون څېړونکې ډاکټره الکسانډرا پروبسټ وايي: "موږ له دې مخکې په رېښتیا سره هڅه نه ده کړې، چې نېغ په نېغه میاشو کې پرازیټونه له منځه یوسو. موږ یوازې میاشې وژلې."

خو، دا وايي پخوانۍ لاره "نوره ګټوره نه ده."

څېړونکو د ملاریا ډي‌اېن‌اې (DNA) تجزیه او تحلیل کړې. غوښتل یې د میاشو اخته کولو پر مهال یې کمزوري ټکي ومومي.

دوی په لویه کچه درمل را ټول کړل اوله هغو څخه یې ۲۲ ډلې غوره کړې. دا یې هغه مهال په میاشو کې وازمایل، چې لومړی یې هغو ته په ملاریا ککړه وینه ورکړه.

ساینسپوهانو په نېچر(Nature) مجله کې په یوې خپره کړې مقاله کې ویلي، چې دوه ډوله درمل خورا ګټور وو او سل په سلو کې یې پرازیتونه له منځه یوړل.

ازمایلو لپاره یې د بستر جالونو یا پشه خانو په څېر توکي پردې درملو ککړ کړي وو.

ډاکټره پروبسټ وايي: "ان که دا میاشې له جال سره له تماس وروسته بیا هم ژوندۍ‌ پاتې شي، د میاشې دننه پرازیتونه له منځه ځي او همدا بیا د دې سبب کېږي چې ملاریا و نه لېږدول شي."

هغه وايي: "زه فکر کوم، چې دا واقعا یوه په زړه پورې طریقه ده ځکه دا یوه بشپړه نوې لاره ده، چې خپله میاشی په نښه کوي."

ډاکټره پروبسټ زیاتوي، دا امکان لږ دی، چې د ملاریا پرازیت د دې درملو پر وړاندې مقاومت وکړي ځکه په یوه ناروغ کس کې په میلیاردونو پرازیتونه وي خو د ملاریا په میاشي کې له پنځو هم کم وي.

څېړونکي وايي، د دې درملو اغېز په پشه خانو کې تر یوه کال پورې دوام کوي. همدا د اوسنیو حشره وژونکو توکو پرتله ارزانه او اوږدمهاله بدیل دی.

دا طریقه په لابراتوار کې ازمایل شوې او ثابته شوې ده. بل پړاو یې وار له مخکې پلان شوی، چې د اېتیوپیا هېواد کې به د ملاریا ضد پشه خانو باندې درمل ووهل شي او په عملي توګه به یې اغېز وازمایل شي.

لږ تر لږه شپږ کاله وخت به ونیسي، چې ټولې څېړنې بشپړې شي او معلومه شي، چې ایا دا طریقه کار ورکوي او که نه خو وړاندیز دا دی، چې پر پشه خانو هم د ملاریا ضد درمل او هم حشره وژونکي مواد ووهل شي. که یو یې کار ور نه کړي نو بل یې هرومرو کار ورکوي.