د ملاریا نړیواله ورځ؛ اقلیمي بدلون د ناروغۍ ډېرېدو کې رول لرلی شي

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
- Author, زينب ضبع
- دنده, بي بي سي نيوز
د ملاریا د نړیوالې ورځې په مناسبت، د سودان د دارفور سیمې اوسېدونکی آدم رجال د دې ناروغۍ نښې یادوي چې د فبرورۍ په میاشت کې هغه په سیمه کې د بې ځایه شویو په کمپونو کې رامنځته شوې دي.
آدم بي بي سي عربي ته وويل: "تبه مې درلوده، د سر درد مې لاره او په ټول بدن کې ستړيا مې درلوده، ان تللی هم نه شوای... او د بې خوبۍ په ناروغۍ اخته وم."
آدم نېکبخت و. هغه د کمپ دننه یو شخصي کلینیک ته لاړ او ډاکټرانو یې د ملاریا تشخیص وکړ او هلته یې د ملاریا د درملنې لپاره درمل واخیستل.
خو ډېر داسې کسان هم شته چې په ملاریا اخته شوي او د درملنې توان یې نه درلود، چې له امله یې د مرګ لامل شول.
ملګري ملتونه په خپل وروستي راپور کې چې په ۲۰۲۳ کال کې یې "د ملاریا نړیوال راپور" په نامه خپور کړی ویلي چې په ۲۰۲۲ کال کې د نړۍ په ۸۵ هېوادونو کې ۲۴۹ میلیونه خلک د ملاریا په وېروس اخته او ۶۰۸ زره مړینې ثبت کړي دي.
"د بېوزلو ناروغي"

د عکس سرچینه، ADAM REGAL
د ملاریا د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپل پیغام کې د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې په افریقا کې کلیوال خلک چې په بې وزلۍ کې ژوند کوي او تعلیم ته لږ لاسرسی لري "ډېر اغېزمن شوي."
دې سازمان خبرداری ورکړی هغه تګلاره چې د ۲۰۲۵ کال لپاره یې د "بېوزلو ناروغۍ" سره د مبارزې لپاره تصویب کړې، لکه څنګه چې ورته ویل کېږي، ممکن د غربت له امله د پلي کېدو امکانات له لاسه ورکړي.
د سودان د دارفور ولایت د مرکزي دارفور سیمې اوسېدونکی محمد سیف (اصلي نوم نه دی) بيبيسي عربي ته وویل، "ملاریا په سیمه کې یوه عامه ناروغي ده او ډېر کم به داسې کور پاتې وي چې دا ناروغي پکې نه وي. "
هغه زیاته کړه: "څوک چې دلته د ملاریا له امله مړ شي هغه څوک دی چې درملنه یا خواړه یې نه وي ترلاسه کړي او دا ناروغي د بدن دننه وده کوي تر هغه چې وروستي پړاو ته ورسېږي، چې هغه دماغي ملاریا ده"، هغه ناروغ بېهوښه کوي.
د اقلیم بدلون او له ملاریا سره یې اړیکه

د عکس سرچینه، Getty Images
کارپوهانو دا خبرداری هم ورکړی چې د اقلیم بدلون به په هغو هېوادونو کې د ملاریا پېښې زیاتې کړي چې مخکې یې نه وې تجربه کړې.
د مصر نړیوال پوهنتون د روغتیا اقتصاد او وبا خپرېدوپوهنې پروفیسور ډاکټر اسلام عنان وویل: "مطالعې ښیي که د ۲۰۳۰ تر پایه د ځمکې تودوخه یوه درجه سانتي ګراد لوړه شي، په ملاریا ناروغۍ د اخته کسانو شمېر به ډېر شي."
عنان له بيبيسي عربي نیوز سره په خپله مرکه کې څرګنده کړه چې د ملاریا وېروس د انوفیلیس ښځینه ماشه چې په لوړه تودوخه کې ژوند کوي ګڼو هېوادونو ته کډه کوي.
دا ماشه ممکن هغو هېوادونو ته لاره ومومي چې د اقلیم د بدلون له امله د تودوخې د بېساري لوړېدو شاهدان دي.
طبیعي آفتونه او ملاریا

د عکس سرچینه، TOM STODDART/GETTY IMAGES)
د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې په نړیوال فدراسیون کې د ملاریا د پروګرام مشرې مارسي ایرسکین بيبيسي ته وویل، طبیعي افتونه لکه سېلابونه او بارانونه او په پایله کې د ولاړو اوبو رامنځته کېدل د ماشو د ودې لپاره حاصلخېزه ځمکه جوړوي، چې ناروغي انتقالوي.
ایرسکین، چې د ملاریا د مخنیوي لپاره د نړیوالې ټلوالې مشري هم کوي، زیاتوي، "داسې هېوادونه شته چې د طبیعي پېښو له امله زیانمن شوي چې د ملاریا د خپرېدو لامل شوي، لکه څنګه چې دوه کاله وړاندې په پاکستان کې پېښ شوي کله چې دا هېواد د سېلابونو شاهد و."
د ۲۰۲۲ کال په جون کې، پاکستان د "ویجاړوونکي" سېلابونو سره مخ شو، چې له امله یې د ملاریا په ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۲۰۰،۰۰۰ زیات شو، د نړیوال روغتیا سازمان په وینا، دا د هغو قضیو په پرتله خورا لوړه شمېره ده چې له سېلابونو مخکې وې.
حشره وژونکي او د اوبو د پاتې ډنډونو پاکول

د عکس سرچینه، CRISTINA ALDEHUELA/AFP VIA GETTY IMAGES
د ملاریا د له منځه وړلو لپاره درې طریقې باید یو ځای شي، چې ډاکټر اسلام عنان له بيبيسي عربي سره په خپله مرکه کې په لاندې ډول ذکر کړي:
- له ماشو د خلاصون لپاره د حشراتو ضد درمل وکاروئ.
- د ملاریا واکسین ترلاسه کړئ.
- د اوبو هر هغه ډنډ پاکول چې د ملاریا لېږدوونکې ماشې پکې اوسېږي.
د عنان په وینا، الجزایر د سړکونو د ولاړو اوبو په پاکولو کې مخکښ تجربه درلوده چې شاوخوا یې ماشې راټولېږي.
د واکسین نوي ډوز سږکال رامنځته شوي

د عکس سرچینه، NDRANIL MUKHERJEE/AFP VIA GETTY IMAGES
تر ۲۰۲۱ پورې، د ملاریا واکسین نه و، تر هغه چې د اکسفورډ پوهنتون څېړونکو اعلان وکړ چې دوی د ملاریا واکسین جوړ کړی دی. په ورته کال کې، د روغتیا نړیوال سازمان د درملو شرکت GSK ته اجازه ورکړه چې په افریقا کې د کارولو لپاره درمل جوړ کړي.
په هرصورت، دا دوه واکسینونه د افریقا وچې په ډېری هېوادونو کې شته، چېرې چې د ملاریا ناروغۍ په ۲۰۲ کې د نړۍ ۹۴ سلنه په ملاریا د اخته کېدو پیښې رامنځ ته کېږي.
ډاکټر اسلام عنان بيبيسي ته وویل، د GSK لخوا جوړ شوی واکسین لوړ لګښت لري او په لږ مقدار کې وېشل شوی، ځکه چې دا دوه کاله وړاندې تولید شوی او د کارولو لپاره تصویب شوی.
هغه زیاته کړه: "یو نوی واکسین جوړ شوی دی چې د راتلونکې میاشتې په لومړیو یا نیمایي کې به ووېشل شي، دا به په لوی مقدار کې ووېشل شي او بیه به یې د ارزانه وي. اغېزمنتیا به یې ۷۰ سلنې ته ورسېږي."
د ملاریا مخنیوي لپاره د نړیوال اتحاد رئیسې مارسي ایرسکین وویل "زه هیله لرم چې موږ په افریقایي هېوادونو کې د واکسین چمتو کولو لپاره مالي ملاتړ ترلاسه کړو".
خو هغې څرګنده کړه چې جګړه ځپلي هېوادونه لکه سودان، جنوبي سودان او یمن نشي کولی د امنیتي وضعیت له امله د ملاریا د له منځه وړلو لپاره خلکو ته د ماشو جالۍ یا واکسین ورسوي.











