د ماشومانو وژونکې ملاریا ضد نوی او ارزانه واکسین جوړېږي

د عکس سرچینه، UNIVERSITY OF OXFORD
- Author, جیمز کالاګر
- دنده, د بي بي سي روغتیايي او ساینسي خبریال
د روغتیا نړیوال سازمان سپارښتنه کړې چې د ملاریا ضد واکسین له ټیټ بیه واکسین څخه دې ګټه واخیستل شي چې تولید یې په لوړه کچه کېدونکی دی.
د اکسفورډ پوهنتون دا واکسین جوړ کړی چې د ملاریا ناروغۍ پرضد د مصونیت لپاره جوړېدونکی واکسین دی.
د ملاریا ناروغۍ ډېری قربانیان ماشومان او تي ردونکي کوچنیان دي او دا ناروغي د ګڼو انسانانو د کړاو لامل ګڼل کېږي.
په کال کې د دغه واکسین د ۱۰۰ میلیون ډوز جوړېدو هوکړه شوې ده.
د ملاریا ضد کارنده واکسین جوړېدو او ګټې اخیستنې ته یې چمتو کېدو تر سلو کلونو ډېر وخت ونیو.
په ملاریا د اخته کېدو پېچلی ترکیب د هغه پرازیټ لامل شوی چې د وینې زبېښونکې ماشې د چیچ له لارې لېږدول کېږي.
ملاریا د وېروسونو پرتله ډېره پېچلې ناروغي ده؛ چې د انسان بدن کې د بشري مصونیت سیستم کمزوری کوي.
د ملاریا لومړی واکسین د (ار ټي اېس اېس) په نوم و، چې د بریتانیا ګلاکسو سمېلت کلېن شرکت جوړ کړی و.
دوه ورته واکسینه

د روغتیا نړیوال سازمان مشر تیدروس ادهانن ګیبریسوس ویلي دا د "ډېرې خوشحالۍ شېبه ده... چې موږ یې د پوره کېدو هیله لرله، نن موږ د ملاریا ضد یو خوندي او فعال واکسین لرو".
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، دواړه واکسینونه "ډېر سره ورته دي" او هېڅ داسې ثبوت نه شته چې ګنې یو پر بل دې بهتر وي.
خو د دواړو ترمنځ اصلي توپیر په ځواکمنتیا کې دي، د اکسفورډ پوهنتون جوړ ار۲۱ واکسین ته په پراخه کچه لاسرسی کېدونکی او ډېر تولیدېدونکی دی.
سیروم انسټېټوټ اف انډیا په نړۍ کې د واکسین تر ټولو لوی جوړوونکی دی، دې انسټېټیوټ ویلي هر کال تر ۱۰۰ میلیون ډېر ډوزه واکسین جوړولو ته چمتو دی او پلان لري چې د تولید دا کچه په کال کې ۲۰۰ میلیون ډوزه ته ورسوي.
تر اوسه د (ار ټي اېس اېس) واکسین یوازې ۱۸ میلیون ډوزه موجود دي.

د عکس سرچینه، WHO
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، نوی ار ۲۱ واکسین د "اضافي حیاتي وسیلې" په توګه دی.
ددغه واکسین پر یوه ډوز جوړېدو دوه تر څلورو ډالرو لګښت راځي (چې د RTS,S واکسین د یوه ډوز د لګښت نیماييکېږي) او هر یوه تن ته څلور ډوزه په کار دی.
د دواړو واکسینونو جوړېدل پر ورته ټیکنالوژۍ تکیه کوي، خو د نوي واکسین تولید ډېر اسان دی.
په ۲۰۲۱ کال کې نژدې ۲۴۷ میلیون خلک په ملاریا اخته شوي وو، چې ۶۱۹ زره ترې مړه شوي وو او ډېری یې تر پنځو کلونو د ټیټ عمر ماشومان وو.
د ملاریا ۹۵ سلنه پېښې په افریقا کې موندل شوې دي.











