افغانستان کې تېرو څلورو میاشتو کې د ملاریا نږدې درې زره پېښې ثبت شوې

د اپرېل ۲۵مه له ملاریا سره د مبارزې نړیواله ورځ ده.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د اپرېل ۲۵مه له ملاریا سره د مبارزې نړیواله ورځ ده.

د روغتیا نړیوال سازمان یا (ډبلیو‌ایچ‌او) وايي، د ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې یې په افغانستان کې د ملاریا نږدې ۲ زره ۸۵۰ پیښې ثبت کړې دي.

د اپرېل ۲۵مه له ملاریا سره د مبارزې نړیواله ورځ ده. د راپورونو له مخې د دغې ناروغۍ له امله د افغانستان په ګډون د نړۍ ګڼو هېوادونو کې سلګونه زره خلکو ژوند بایللی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، په یاده موده کې په ملاریا د اخته کسانو په ډله کې ۴۵ سلنه ښځې او ۱۵ سلنه له پنځه کلنۍ کم عمره ماشومان شامل دي.

د دغه سازمان د شمېرو له مخې، د روان زېږدیز کال په لومړۍ اوونۍ کې په افغانستان کې د ملاریا ناروغۍ ۲۳۸ پېښې ثبتې شوې دي چې دا د ۲۰۲۴ کال د وروستۍ اوونۍ پرتله چې په افغانستان کې د ژمي موسم وروستۍ شپې او ورځې وې، د پام وړ کموالی ښيي.

د هوا په تودېدو، د طبیعي پېښو لکه د سېلابونو په زیاتېدو او په ځانګړي ډول له پاکستان څخه د کډوالو له ستنېدو سره په افغانستان کې د ملاریا ناروغۍ د زیاتوالي په اړه اندېښنې ډېرې شوې دي.

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت یوه مرستیال مولوي عبدالولي حقاني ویلي و، له ۲۰۱۸ کال راهیسې په افغانستان کې له ملاریا ناروغۍ څوک نه دي مړه شوي.

د روغتیا د نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، په روان زېږديز کال کې په نورستان، کونړ او ننګرهار ولایتونو کې د ملاریا ناروغۍ ډېرې پېښې ثبتې شوې دي.

دا ولایتونه ډیورنډ کرښې ته څېرمه پراته دي او په دې وروستیو کې له پاکستان سلګونه کډوال ورکډه شوې دي. همدې د ملاریا فصلي او ساري ناروغیو د لا خپرېدو په تړاو اندېښنې ډېرې کړې دي.

څارونکو خبرداری ور کړی چې په ځانګړي ډول د امریکا د مرستو کمښت چې د نړیوالو مرستو ۳۷ سلنه برخه یې جوړوله، د ملاریا پر وړاندې مبارزه پڅه کړې او د ځینو پروګرامونو دوام یې ګواښلی دی.

ماهرین وايي، د اقلیم بدلون او له امله یې رامنځته کېدونکي کړکېچونه لکه سیلابونه، ورښتونه، وچکالۍ او ډېره تودوخه، د ملاریا لېږدوونکي ماشي یعنې انافیل د نسل ډېرېدو ته لار هواروي.

د روغتیا د نړیوال سازمان وروستۍ شمېرې وايي، ملاریا په نړیواله کچه په هره دقیقه کې د یوه کس ژوند اخلي.

ملاریا څه ډول ناروغي ده؟

د روغتیا د نړیوالې ټولنې وروستۍ شمېرې وايي، ملاریا په نړیواله کچه په هره دقیقه کې د یوه کس ژوند اخلي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د روغتیا د نړیوال سازمان وروستۍ شمېرې وايي، ملاریا په نړیواله کچه په هره دقیقه کې د یوه کس ژوند اخلي.

ملاریا یوه ساري ناروغي ده چې پر میکروب د اخته ماشي د چیچلو له لارې انسانانو ته لېږدېږي او که په چټکۍ یې درملنه و نه شي، نو د مرګ لامل کېدای شي.

ډاکټران وایي، د دغې ناروغۍ له امله د مېندوارو مېرمنو او ماشومانو د مړینې کچه لوړېدای شي.

د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، تر اوسه ۴۵ هېوادونه توانېدلي دغه ناروغي په بشپړ ډول له منځه یوسي، خو لا هم لسګونه هېوادونه شته چې دغه ناروغي پکې شته او د میلیونونو وګړو ژوند یې له ګواښ سره مخامخ دی.

د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان په ګډون په ۸۳ هېوادونو کې په دغې ناروغۍ ۲۶۳ میلیونه کسان اخته شوي چې له ډلې یې څه کم شپږ لکه کسان مړه شوي وو.

په یاد کال کې د ملاریا ۹۴ سلنه پېښې او ۹۵ سلنه مړینې د افریقا په لویه وچه کې ثتبې شوې دي خو د اقلیم بلون، د تودوخې لوړوالي، بارانونو او حتی وچکالۍ له امله د ملاریا لېږدوونکي ماشي په هغو سیمو کې را څرګند شوي چې پخوا د ملاریا له ویروس پاکې وې.

په هغو سیمو کې چې له ویروسه پاکې وې او اوس پکې د ملاریا پېښې ثبتې شوي د اروپا لویه وچه هم شامله ده. په تېر ۲۰۲۴ کال کې په اروپا کې له نورو سیمو واردې شوې، د ملاریا اووه زره او دوه سوه قضیې ثبتې شوې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان له ملاریا سره د مبارزې په سږني کمپاین کې د عامه پوهاوي خپرولو لپاره له بېلابېلو لارو استفاده کوي.

د "شو شو مسکویتو" سندره یې په ځانګړې ډول د ماشومانو لپاره جوړه او خپره کړې چې ملاریا وپېژني او له دغې ناروغۍ د ځان ساتلو لارې چارې ترې زده کړي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، ملاریا باید د انساني ټولنو تلپاتی واقعیت نه وي او ټینګار کوي چې په اوږدمهالو نړیوالو پانګونو سره تر ۲۰۳۰ کاله په بشپړ ډول دا ناروغي له منځه وړل کېدای شي.

د ویلو ده چې په وروستیو کلونو کې له ملاریا سره د مبارزې برخه کې د امریکا په ګډون د ځینو هېوادونو مالي بسپنه کمه شوې ده، خو د بېل او ملېنډا ګېټس بنسټ په ګډون ځینې خیریه ټولنې لا هم په دې برخه کې فعاله دي.