تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د دوحې غونډې د لومړۍ ورځې بحثونه پای ته ورسېدل؛ پر څه خبرې شوې دي؟
- Author, حفیظ الله معروف
- دنده, دوحه
د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ملګرو ملتونو په مشرۍ د افغانستان په اړه د ځانګړي کنفرانس لومړۍ ورځ پای ته ورسېده. یکشنبه نژدې ټول بحثونه دوه اړخیزه او څو اړخیزه وو. خو د ورځې په پای کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش په مشرۍ د سیمې له ځانګړو استازو سره ناسته نژدې څو ساعته وغځېده.
دغه ناسته د دوحې په ځايي وخت د ماښام پر شپږ نیمو بجو پیل شوې وه او د شپې نژدې تر ۱۱ بجو روانه وه.
د ښاغلي ګوتېرېش په دغه ناسته کې د سیمې له هېوادونو ورهاخوا د اروپايي ټولنې، امریکا او د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان استازي هم وو.
غونډه له لویه سره د بندو دروازو تر شا روانه وه او خبریالانو ته اجازه نه وه چې ناسته له نژدې وڅاري.
ځینو ديپلوماتانو چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، بيبيسي پښتو ته وویل، د ملګرو ملتونو له مشر سره خبرې له لویه سره پر دې ورټولې وې چې د سیمې هېوادونه څرنګه له افغانستان سره په ښکېلتیا کې ګډ دریځ پيدا کړي.
په دې ناسته کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتېرېش په ګډون د سیمې نژدې د ۲۵ هېوادونو او بنسټونو استازه برخه لري.
په دې ناسته کې پنځه افغانان هم برخه لري چې یوه یې له افغانستانه او څلور یې له بهره وربلل شوي دي.
لطف الله نجفي زاده، شاه ګل رضايي، محبوبه سراج، د کابل پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند او یوه بله مېرمن د دې غونډې افغان کډونوال دي. ښاغلی ځلاند له کابله د پرواز د نشتوالي له امله د لومړۍ ورځې غونډو ته په وخت را ونه رسېد.
د افغانستان لپاره د نوي استازي پر ټاکلو اختلاف
د دې غونډې څو ګډونوالو بيبيسي پښتو ته ویلي چې دوشنبه به د دې کنفرانس "مهمه ورځ وي او بحثونه به د ملګرو ملتونو له سرمنشي سره کېږي."
دارنګه ټاکل شوې د افغانستان لپاره د سیمې د هېوادونو استازي له افغان مدني فعالانو او د ملګرو ملتونو مشر هم ګډه بحث ولري.
اټکل دا دی چې د دوحې په ځايي وخت به د ماسپښین درې نیمې بجې د ملګرو ملتونو مشر خبریالانو ته په خبري کنفرانس کې خبرې وکړي. د ځینو دیپلوماتانو په وینا، د سیمې هېوادونونه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ټاکل کېدو پر سر سره وېشلي دي.
ایران، چین، پاکستان او روسیه چې د طالبانو حکومت ته پرتله ییز ډول نژدې هېوادونه بلل کېږي، نه غواړي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو نوی استازی وټاکل شي- همدا د طالبانو دریځ هم دی.، خو امریکا، ملګري ملتونه او اروپايي ټولنه په دې ټینګار کوي چې دغه ګام باید واخیستل شي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت دغې غونډې ته وربلل شوی و، خو شنبه ناوخته یې اعلان وکړ چې ګډون په کې نه کوي.
په دوحه کې د طالبانو د حکومت سفیر ډاکټر نعیم له بيبيسي پښتو سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، په دغه ناسته کې یې د دوی استازو ځکه ګډون نه دی کړی چې نه غواړي "په دې ناسته کې تشریفاتي ګډون ولري."
نوموړی وايي، د دوی دوو مهمو غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویل شوی. له افغانستانه په دغه کنفرانس کې یوازې د طالب استازو ګډون او د ملګرو ملتونو له سرمنشي سره مخامخ خبرې د دوی دوه مهم شرطونه وو.
نوموړی زیاتوي، په دغه ناسته کې د افغانستان په استازیتوب د نورو کسانو له ګډون سره مخالف دي. د ښاغلي نعیم په وینا "زموږ له ګډون پرته به" د دې غونډې پایلې ډېرې مثبتې نه وي.
که څه هم د طالبانو ځینې مخالفان په افغانستان د ملګرو ملتونو او ځینو هېوادونو ښکېلتیا سره مخالف دي او په دې اړه یې غونډې هم کړې دي، خو د سیمې هېوادونه، امریکا او ملګري ملتونو په دې باور دي چې د طالبانو له حکومت سره له ښکېلتیا پرته بله لار نه لري، خو هممهاله دا ټینګار هم کوي چې دا ښکېلتیا د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندنې په مانا نه ده.