داعش ډلې په بغلان کې پر صوفيانو د بريد مسووليت منلی: صوفيان څوک دي؟

یوناما

د عکس سرچینه، UNAMA

اسلامي دولت نومې ډلې (داعش) د افغانستان په شمالي ولايت بغلان کې د صوفيانو زيارت ته څېرمه پر جومات د بريد مسووليت منلی دی.

د داعش خراسان ډلې پر خپل ټېلېګرام خپاره کړي پيغام کې ويلي، په بريد کې يې ۱۰ تنه وژلي او يو شمېر نور ټپيان کړي دي.

د داعش په دې بیان کې چې تېره شپه ناوخته خپور شو،‌ راغلي وسله‌والو یې د صوفینو 'سیفیه' ډلې اړوند کسان په نښه کړي.

داعش دغه راز ادعا کړې چې په وژل شویو کې طالبان هم شامل دي،‌ خو د طالبانو حکومت تر اوسه د داعش دغه بیان ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویلي، دې برید کې د لاس لرلو په شک یې پنځه تنه نیولي دي.

دغه بريد تېره پنجشنبې د نومبر پر ۲۱ نېټه د بغلان ولايت په نهرين ولسوالۍ کې شوی و.

د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یوناما پر صوفیانو برید غندلی او د دغه هېواد پر اوسنیو واکمنو یې د بشپړې او شفافې پلټنې غږ کړی دی.

یوناما پر خپله اېکس پاڼه همدا راز له طالبانو غوښتي چې په راتلونکي کې دې د ورته پېښو مخه ونیسي او د ټولنو خوندیتوب دې ډاډمن کړي.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای, 1

په همدې حال کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي رپورټر رېچرډ بېنېټ هم د بغلان په نهرین کې د صوفیانو پر یوه ټولي د وړمې شپې (‌لیندۍ ۱/نومبر ۲۱مې) پر برید خواشيني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې لا هم په دغه هېواد کې مذهبي لږکي له "جدي ګواښ" سره مخامخ دي.

ښاغلي بېنېټ پر خپله اېکس پاڼه د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ څرګندولو تر څنګ لیکلي، "ټول افغانان حق لري چې په سوله کې عبادت وکړي."

هغه د داسې پېښو د مخنیوي، د خلکو پر خوندیتوب او د عدالت پر اړتیا ټينګار کړی دی.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای, 2

د یادولو ده چې د افغانستان د شمال ختیځ بغلان ولایت په نهرین ولسوالۍ کې په دغه برید کې لږ تر لږه د لسو تنو د وژل کېدو پخلی شوی دی.

پرون (جمعه) ځينو سیمه ییزو سرچینو بي‌بي‌سي ته وویل چې پر دغو صوفي عبادت کوونکو د پنجنشبې په شپه نامعلومو وسله والو برید کړی او وژلي یې دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند هم دا خبر تایید کړ.

د دغه وزارت ویاند عبدالمتین قانع اې‌اېف‌پي خبري اژانس ته ویلي، "یو کس د نهرین ولسوالۍ د یوې لېرې سیمې یوه زیارت په اونیزو مراسمو کې پر صوفیانو ډزې کړې دي چې له امله یې ۱۰ تنه وژل شوي دي."

برید څنګه شوی؟

بغلان

د عکس سرچینه، Locals

د بغلان د نهرین ولسوالۍ یوه اوسېدونکي غلام محمد چې د تېرې شپې پېښه کې یې یو خوریی هم وژل شوی، بي‌بي‌سي ته وویل، په پېښه کې د زیارت د مینجاور په ګډون یوولس کسان وژل شوي چې د بغلان د بېلابېلو سیمو اوسېدونکي دي.

"د جمعې شپه وه تر شلو پورې کسان د زیارت په انګړ کې یوه جومات کې ذکر ته ناست و، د دوی له ډلې د شپې نهه بجې څه کسان کورونو ته تللي او یوولس کسان په جومات کې پاتې شوي.

هغه زیاته کړه ، وسله وال چې نه پوهېږم څو کسان وو، راغلي او په دې کسانو یې ډزې کړې دي. یو یې لس مرمۍ او بل یې شل مرمۍ ویشتلی دی. سهار یو کس زیارت ته تللی او هلته یې د زیارت مخې ته یو کس لیدلی چې په ډزو له ویشتل کېدو وروسته یې له جوماته د زیارت انګړ ته ځان رسولی او بیا مړ شوی دی.

دغه کلیوال کس هغه بیا نور کلیوال را خبر کړل. کلیوال چې د زیارت په انګړ کې جومات ته ورغلي، ګوري چې هلته لس نور کسان هم په ډزو وژل شوي دي."

د نهرين يوه اوسېدونکي چې د بريد قربانيان پېژني، اې‌اېف‌پي خبري اژانس ته ویلي، د پنجشنبې پر ماښام د سيد پاچا اغا په زيارت کې عبادت کوونکي راټول شوي وو.

دغه کس چې نه غوښتل نوم یې واخیستل شي ویلي، په زیارت کې خلکو د صوفیانو یوه "وِرْد" پیل کړې وه، "یوه سړي پر لسګونو عبادت کوونکو ډزې وکړې." هغه زیاتوي، "کله چې خلک د سهار لمانځه ته ورسېدل، جسدونه یې وموندل."

"وِرْد" د صوفیانو یو ډول ذکر دی چې شیخ یې خپلو لارویانو ته ګهیځ او ماښام د ویلو سپارښتنه کوي.

بغلان ولایت کې د طالبانو د پولیسو قومندانۍ دغه برید "مرموز" بللی او لیکلي یې دي: "ناپېژاندو کسانو د بغلان ولایت د نهرین ولسوالۍ په زاړه ښار کې پر یوه جومات برید کړی دی."

په دغه خبرپاڼه کې ويل شوي" له دغې پېښې سره د تړاو په تور څو تنه نيول شوي او پلټنې ترې روانې دي."

صوفیان څوک دي؟

د ویډیو تشریح، د صوفیانو په اړه د داود اعظمي تحلیل

د بي‌بي‌سي داود اعظمي وايي، "تصوف د اسلام باطني او روحاني اړخ دی. د وخت په تېرېدو تصوف یوه منظمه بڼه خپله کړه او بېلې طریقې یا سلسلې یې جوړې شوې دي، چې د هغې له لارې انسانان د باطن تزکیه وکړي، خدای ته ځان نژدې کړي او یو ښه انسان او مسلمان ترې جوړ شي."

تصوف د شخصي او ټولنیز ژوند برخه پاتې شوې ده. په افغانستان کې ډېر شاعران او لیکوالان د تصوف لارویان پاتې شوي دي، چې په هغوی کې پیر روښان، رحمان بابا، خواجه عبدالله انصاري او احمدشاه دراني هم راځي.

پر صوفیانو بریدونه څوک کوي؟

ښاغلی اعظمي وايي، ځنیې فرقې تصوف غندي او دا په اسلام کې بدعت او ناروا کار ګڼي. "د "اسلامي دولت" نومې داعش ډله هم صوفیان سم مسلمانان نه ګڼي او بریدونه پرې کوي.

د داعش ډلې له جوړېدو راهیسې، په افغانستان او نورو اسلامي هېوادونو کې پر ډېرو زیارتونو، خانقاوو او د صوفیانو پر غونډو ګڼ بریدونه شوي دي، چې ډېرو خلکو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د داعش برخلاف طالبان له تصوف او صوفیانو سره ستونزه نه لري او دا د اسلام یوه اړینه برخه ګڼي. په طالبانو کې ډېری کسان د بېلابېلو تصوفي سلسلو غړي او عملي صوفیان دي."

د طالبانو او داعش ترمنځ د اختلاف یو مهم ټکی پر تصوف باور هم دی، ځکه داعش تصوف شرک ګڼي، خو طالبان یې د اسلام یوه مهمه برخه بولي.

د سپتمبر په میاشت کې، د داعش خراسان ډلې په غور ولایت کې د هغه برید مسؤلیت ومانه، چې په عراق کې له کربلا له څخه د راستنېدونکو زیارت کوونکو د هرکلي لپاره ور روان وو. په هغه برید کې ۱۴ تنه وژل شوي وو.