تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د غیر قانوني کډوالو نیونې او ناکراري: د ټرمپ استولي ملي ګارد ځواکونه لاس اینجلس ته رسېدلي
د امریکا په لاس اینجلس کې د غیرقانوني کډوالو نیولو لپاره د امنیتي ځواکونو له چاپو وروسته تاوتریخوالي او مظاهرو کنټرول په موخه د ملي ګارد ځواکونه هلته رسېدلي دي.
دا ځواکونه چې لومړنۍ ډله یې لاس اینجلس ته رسېدلې اوسمهال د هغه توقیف ځای بهر یو ځای کېږي، چې نیول شوي غیرقانوني کډوال پکې ساتل کېږي.
له دې مخکې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د غیرقانوني کډوالو نیونې له چاپو وروسته د پراخو مظاهرو کنټرولولو لپاره په لاس اینجلس کې د ملي ګارد ۲۰۰۰ سرتېرو ځای پر ځای کولو امر وکړ.
د کالفورنیا والي له دې امر سره کلک مخالفت وکړ او د ده ولسمشر ټرمپ ترمنځ لفظي شخړه رامنځته شوه.
د کالفورنیا دیموکرات والي ګوین نیوسام پر ټرمپ تور پورې کړ، چې د ''توجه جلبولو'' لپاره یې ''پاروونکی'' اقدام کړی او په وینا یې کالفورنیا کې د عامه نظم په برخه کې ځواکونه لږ نه دي.
ښاغلي ټرمپ د خپل ټولنیزې رسنۍ ټروت سوشیل په یوه پیغام کې د کالیفورنیا والي او د لاس انجلس ښاروال "بې کفایته" وبلل او د ځنګلونو د اورونو سره د مبارزې په برخه کې یې د دوی پر مخینه نیوکه وکړه. نوموړي لیکلي: "دوی د تل په څیر بې کفایته وو."
د مظاهرو یوې ګډونوالې بي بي سي ته وویل، نورې مظاهرې هم کېږي، د ملي ګارد ځواک به د دې مخه ونه نیسي او په خبره یې دا ''نه ډارېږي''.
د بي بي سي خبریاله ګابریلا پومیروی په خپله رپوټ کې وايي، د مکسیکو له یوې فعالې سره یې خبرې کړې، چې د خپل عمر ډېره برخه یې په لاس اینجلس ښار کې تېره کړې ده.
دغه فعاله چې کیوالي لیندا نومېږي وايي، د جمعې پر ورځ یې په ښار کې روانو مظاهرو کې ګډون کړی او شعارونه یې ورکړي.
د شنبې پر ورځ بیا دا په پاراماونټ سیمه کې له مظاهره کوونکو سره یو ځای شوه، چې په خبره یې په هوا کې چورلکې پرې ګرځېدې او پر ځمکه سلګونه پولیس ولاړ وو.
دا وايي:
''موږ د دوی پارونې لپاره هېڅ نه دي کړي، دوی پرلپسې اوښکې بهوونکی ګاز زموږ خوا ته شینده، خو موږ وکولای شوای مخونه ووینځو او مظاهرو ته دوام ورکړو.''
کیوالي وايي، په پام کې لري، چې نن به د ښاروالۍ مرکز مخې ته مظاهرو کې ګډون کوي. دا وايي، ملي ګارد به یې مخه ونه نیسي او دا ''هېڅ نه ډارېږي.''
"موږ لاس انجلس خوندي کوو"
له دې مخکې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د هغو نښتو د کنټرول لپاره چې د ناقانونه کډوالو پر ضد د کډوالۍ او ګمرک فدرالي ادارې (ایسياي) د عملیاتو له امله رامنځته شوې، په لاس انجلس کې د ۲٬۰۰۰ د ملي ګارد سرتېرو ځای پر ځای کولو اعلان وکړ.
د ټرمپ د پولو د چارو مشر تام هومَن فاکس نیوز ته ویلي و: "موږ لاس انجلس خوندي کوو."
د شنبې په ورځ، دا ښار چې ډېری اوسېدونکي یې لاتیني الاصله دي، دویمه ورځ هم د تاوتریخوالي شاهد و، چېرې چې خلک د ناقانونه کډوالو پرضد د کډوالۍ او ګمرک فدرالي ادارې له اجنټانو سره نښتې وکړې. پولیسو د خلکو د خورولو لپاره له اوښلن ګاز او ډنډو یې کار واخیست.
د دغې ادارې له خوا د عملیاتو په ترڅ کې یوازې د همدې اونۍ په اوږدو کې ۱۱۸ کسان نیول شوي، چې یوازې د جمعې په ورځ یې شمېر ۴۴ و. د کالیفورنیا والي ګېوېن نیوسم دا چاپې "بې رحمه" بللې دي.
نیوسم د شنبې په ورځ له ټرمپ سره د شاوخوا ۴۰ دقیقو لپاره ټیلیفوني خبرې وکړې، خو د خبرو نور جزئیات نه دي خپاره شوي.
په پېراماونټ سیمه کې، چې له شخړو ډکه وه، حالت اوس یو څه ارام شوی، خو لا هم د مظاهرهچیانو او پولیسو تر منځ اخ و ډب دوام لري. د هوم ډیپو مخې ته، چېرې چې مظاهرې پیل شوې، فضا له اوښلن ګاز او لوګي ډکه ده.
خلک او مظاهرهچیان وايي په ځینو سیمهییزو دوکانونو کې کډوال بند پاتې دي او له وېرې نه وځي.
پېراماونټ ښار چې له ۸۰ سلنه زیات استوګن یې اسپانوي الاصله دي، د نښتو مرکز و.
سپینې ماڼۍ په یوه اعلامیه کې ویلي: "په وروستیو ورځو کې، تاوتریخجنې ډلې په لاس انجلس کې د ICE او فدرالي اجنټانو پر ضد بریدونه کړي، حال دا چې هغوی د قانوني شړلو عملیات ترسره کول."
اعلامیه زیاتوي: "دغه عملیات د ناقانونه مجرمینو د یرغل د مخنیوي لپاره ضروري دي، خو د کالیفورنیا ډیموکرات مشرانو خپل مسؤولیت نه دی ادا کړی. له همدې امله ولسمشر ټرمپ د ولسمشرۍ یو فرمان لاسلیک کړی چې له مخې یې ۲٬۰۰۰ د ملي ګارد سرتېري د نظم د ټينګښت لپاره ځای پر ځای کېږي."
ټام هومن چې په لاس انجلس کې یې د دغو عملیاتو څارنه کوله، وویل: "موږ نور ځواکونه راوستوو. ملي ګارد به نن شپه راشي. موږ به خپل کار ته دوام ورکوو."
هغه خبرداری ورکړ چې د هر ډول تاوتریخوالي یا شخصي ملکیتونو ته د زیان پر وړاندې "زغم ختم" وي.
د اېفبيای مرستیال مشر دن بونجینو، پر اېکس (پخواني ټوېټر) مظاهرهچیانو ته خبرداری ورکړ: "که تاسې ګډوډي راوړئ، موږ به ولچکونه راوړو. نظم او قانون به بریالی کېږي."
د دفاع وزیر پیت هېګسېت هم لیکلي: "موږ سم د لاسه د ملي ګارد د بسیجېدو امر کړی او که تاوتریخوالی دوام وکړي، له کمپ پینډلېټنه فعال پوځي ځواکونه هم چمتو دي."
د شنبې ناوخته د لاس انجلس پولیسو وویل: "د ښار په کچه مظاهرې سولهییزې وې او موږ د هغو خلکو مننه کوو چې خپل د بیان حق یې په سولهییز ډول وکاراوه."
په ورته وخت کې، ګېوېن نیوسم وویل: "د فدرالي ادارو دوامدارې ګډوډې چاپې چې یوازې د نیولو د هدف شمېرې پوره کولو لپاره دي، بېمسؤلیته او بې رحمه دي."
هغه زیاتوي: "د ډونلډ ټرمپ ګډوډي د خلکو باور له منځه وړي، کورنۍ سره جلا کوي او د امریکا اقتصاد ته زیان رسوي."
د لاس انجلس ښاروالې کارن باس، مخکې دغه اداره تورنه کړې وه چې د امریکا په دویم ستر ښار کې "وېره خپروي".
اېفبيای او د کورني امنیت وزارت مشران وايي د ښاروالې څرګندونې د فدرالي اجنټانو ژوند ته خطر پېښوي.
انجېلېکا سالاس، چې د کډوالو د حقوقو د دفاع یوې ټولنې مشره ده، ویلي: "زموږ ټولنه تر برید لاندې ده او وېرول کېږي. دا خلک کارکوونکي دي، پلرونه دي، میندې دي – دا باید پای ته ورسېږي."
د ولسمشر لپاره دا قانوني حق شته چې د بغاوت د مخنیوي، نظم د ټينګښت یا د فدرالي قوانینو د پلي کولو لپاره ملي ګارد واستوي.
خو د شنبې په ورځ، د کالیفورنیا والي وویل د فدرالي حکومت له خوا د ملي ګارد "ګومارل" یوازې وضعیت خرابوي او هدف یې د شخړو زیاتول دي.
هغه وویل: "د لاس انجلس ادارې هر وخت د پولیسو مرستې ته لاسرسی موندلی شي."
خو ډونلډ ټرمپ بیا د خپل (ټروت سوشل) رسنۍ کې پر والي او ښاروالې نیوکه وکړه، ویې ویل: "که دوی خپل کار نشي کولی، نو فدرالي حکومت به مداخله وکړي، له بلواګرو او غلو سره به هغسې چلن وشي، لکه چې باید وشي!"