له کولرا تېښته؛ د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې له ۹۰ زيات کسان مړه شوي

د موزمبيق په شمالي ساحل کې ځايي چارواکي وايي د يوې کښتۍ د ډوبېدو په ترڅ کې د ماشومانو په ګډون له ۹۰ زيات کسان وژل شوي دي.

چارواکي زياتوي، پنځه تنه ژغورل شوي خو د پاتې ۱۳۰ کسانو برخلیک لا نه دی روښانه. ویل کېږي دغه کسان په سیمه کې د کولرا ناروغۍ د خپرېدو له وېرې کډه کېدل.

يوه ځايي چارواکي ويلي، په ډوبو شويو کسانو کې ښايي ګڼ شمېر ماشومان هم شامل وي.

دغه چارواکی وايي، کښتۍ کې له اندازې ډېر کسان سپاره وو چې بلاخره واوښته او د ډوبېدو علت يې هم دا يادوي.

په ټولنيزو رسنيو خپرې يوې ناتائيد شوې ويډيو کې لسګونه مړي د ساحل په څنډو کې تر سترګو کېږي.

دغه کښتۍ له لونګا چې د نامپولا پر څنډه پروت دی موزمبيق ټاپو ته روانه وه. نامپولا کې د کولرا ناروغي خپره ده چې د تېر کال له جنورۍ راهيسې يې د جنوبي افريقا ګڼ هېوادونه هم اغېزمن کړي دي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې په جنوبي افريقا کې د کولرا ناروغۍ په تېرو ۲۵ کلونو کې تر ټولو ناوړه کچې ته رسېدلې ده. د تېر کال د اکټوبر له مياشتې راهيسې په موزمبيق کې د کولرا نژدې ۱۴ زره پېښې ثبت شوې چې له دې ډلې ۳۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په عيني حال په ګاونډي کابو ډيلګاډو ولايت کې چې اسلامپالې سخت دريځې ډلې په کې فعاليت لري په تېرو شپږو کلونو کې څلور زره کسان وژل شوي او شاوخو يو ميليون نور بېځايه شوي دي.

د موزمبيق ټاپو نژدې ۴۰۰ کاله په ختيځه افريقا کې د پورتګال د استعمار پلازمېنه وه. يونيسکو دغه ټاپو د خپلو ګڼو تاريخي اثارو او بډايه تاریخ له کبله د نړۍ د کلتوري ميراثونو په نوملړ کې شامل کړی دی.