د ۲۰۲۴ کال اروپا فوټبال اتلولي اسپانیا وګټله

    • Author, نور محمد سعید
    • دنده, بي بي سي

د ۲۰۲۴ کال اروپايي فوټبال اتلولیو پایلوبه کې اسپانیا انګلنډ ته د یو په مقابل کې په دوو ګولونو ماتې ورکړه او دا اتلولي یې وګټله.

د لوبې تر لومړۍ نیمې پورې هېڅ یوه لوبډله و نه توانېده، چې ګول وکړي. خو په ۴۶ دقیقه کې د اسپانیا نیکو ویلیمز توپ د انګلنډ ګول ته ورساوه او لومړی ګول یې وکړ.

د لوبې په ۷۲ مه دقیقه کې بیا د انګلنډ کول پالمر د انګلنډ له لوري ګول وکړ او سیالي یې په یوه- یوه ګول برابره کړه.

خو مایکل اویارزابیل د لوبې په ۸۶ مه دقیقه کې د اسپانیا لپاره ګټونکی ګول وکړ او لوبډله یې د یو په مقابل کې په دوو ګولونو مخکې شوه.

دا لوبه د جرمني په برلین کې ترسره شوه.

انګلنډ لوبډلې پایلوبې ته هالنډ ته د یو مقابل کې له دوو ګولونو ورکولو وروسته رسېدلې وه.

اسپانیا بیا درې ځله د دې سیالیو اتله لوبډله پاتې شوې. اسپانیا فرانسې فوټبال لوبډلې ته د یو په مقابل کې په دوو ګولونو له ماتې ورکولو وروسته پایلوبې ته لار موندلې وه.

د ۲۰۲۴ کال اروپايي اتلولیو کې د اسپانیا له لوري ځوان لوبغاړی لامین یامال خورا ښه وځلېد، چې د پایلوبې له پیل یوه ورځ مخکې ۱۷ کلن شو. دی تر ټولو کم عمره لوبغاړی شو، چې په اروپايي سیالیو کې د اسپانیا لپاره ولوبېد.

د اروپا اتلولیو وروستۍ سیالۍ ایټالیا د پینالټیو له لارې د دوو په مقابل کې په درې ګولونو ګټلې وه.

انګلنډ لوبډلې له ۱۹۶۶ راهیسې د فوټبال کومې مهمې سیالۍ پایلوبه نه وه ګټلې او د دې لوبډلې روزونکی ګارېت ساوتګېټ لومړی ځل وتوانېد لومړی ځل له هېواده بهر د اروپايي اتلولیو پایلوبو او د یوې مهې لوبې پایلوبې (یورو او نړیوال جام نیمه پایلوبې) ته ورسوي.

انګلنډ لوبډله د اروپا اتلولیو کې له دې مخکې دوه ځله له اسپانیا سره مخامخ شوې او دواړه ځله انګلنډ لوبډله بریالۍ شوې وه. نننۍ سیالۍ د دې دواړو لوبډلو ترمنځ د اروپايي اتلولیو په سیالیو کې درېیمه هغه وه، چې اسپانیا وګټله.