انتونیو ګوتېرېش ترکی دېپلومات افغانستان لپاره خپل ځانګړی همغږي کوونکی وټاکه

Turkey

د عکس سرچینه، UN

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش ترکی دیپلومات فریدون سینیرلي اوغلو افغانستان لپاره خپل ځانګړی همغږی کوونکی او خپلواک مفتش ګومارلی دی.

نیویارک کې د ملګرو ملتونو له دفتره په دې اړه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلی اوغلو د دغه سازمان د امنیت شورا د ۲۶۷۹ ګڼه پرېکړه لیک پر بنسټ افغانستان لپاره د ځانګړي همغږي کوونکي په توګه ټاکل شوی.

د ملګرو ملتونو خبر پاڼه کې راغلي، له نوموري غوښتل شوي چې د افغانستان د وضعیت د خپلواکې ارزونې مشري وکړي او هم د افغانستان پر وړاندې د شته ننګونو د حل لپاره د یوې همغږې او واحدې تګلارې په اړه وړاندیزونه او حل لارې ومومي.

د یادونې ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا تېره میاشت د افغانستان په اړه غونډه کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي غوښتي وو چې د افغانستان په اړه یوه سمه ارزونه وکړي.

د امنیت شورا غړو ویلي و چې د همدې خپلواکې ارزونې له مخې به افغانستان کې د طالبانو حکومت سره د تعامل څرنګوالي ته لار برابر شي.

د ښاغلي سینیرلي اوغلو د ټاکل کېدو اعلان داسې مهال شوی، چې ټاکلې راتلونکې اونۍ د ملګرو ملتونو لخوا دوحه کې د افغانستان په اړه نړیوال کنفرانس جوړ شي.

د دغه کنفرانس مشري پخپله د ملګرو ملتونو سرمنشي کوي او د افغانستان په اړه د ټولو هېوادونو ځانګړي استازي پکې برخه اخلي.

UN

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، انتونیو ګوتېرېش - د ملګرو ملتونو سرمنشي

د ښاغلي سینیرلي اوغلو په اړه ویل کېږي چې د افغانستان او شاوخوا نورو سیمو په اړه د کار پوره تجربه لري.

د راپورونو تر مخه هغه په نړیوالو چارو او دیپلوماسۍ کې څلور لسیزې تجربه لري او په دې موده کې یې په سیاسي، بشري، پرمختیايي او بشري حقونو برخو کې کار کړی دی.

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم پر دې دندې د فریدون سینیرلي اغلو د ټاکل کېدو هر کلی کړی دی.

هغه پر خپل ټویټر لیکلي چې فریدون له پراخو تجربو او د ارزونې له وړتیاوو برخمن دی.

ښاغلي خلیلزاد همدا راز ټینګا کړی، چې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د مې میاشتې د لومړنۍ نېټې ناسته باید له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې تعامل ته لار نقشه برابره شي او دا کار به د فریدون اوغلو ماموریت مشخص کړي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

د یادونې ده چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امینه محمد څو ورځې وړاندې ویلي وو چې د دوحې دغه کنفرانس کې به د افغانستان پر وروستیو حالاتو بحث او د طالبانو سره د نړیوالو پر تعامل او رسميت پېژندنې خبرې کیږي.

خو امریکایي چارواکي وایي تر هغه چې طالبانو بشري او په ځانګړې توګه د ښځو حقونو نه وي پر ځای کړي، پر رسمیت پېژندنه یې بحث نشي کېدلی.

تازه روسیې هم ویلي چې طالبان په رسمیت نه پېژني خو خبرې ورسره اړینې ګني.