روسیه: د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژنو، خو خبرې ورسره ضرور دي

د عکس سرچینه، Getty Images
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وايي، مسکو به تر هغې په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پېژني چې "نړیوال مسوولیتونه" پر ځای نه کړي.
د روسیې د تاس خبري ژانس په وینا، سرګیې لاوروف دغه څرګندونې په نیویارک کې خبریالانو ته کړې دي.
ښاغلي لاوروف ویلي "فکر کوو طالبان یو حقیقت دی، له هغوی سره خبرې ضرور دي."
روسیه یو له هغو هېوادونو ده چې په افغانستان د طالبانو له حکومت سره نژدې اړيکي پالي، په مسکو کې یې د افغانستان سفارت چارې هم د طالبانو دیپلوماتانو ته سپارلې دي او په کابل یې سفارت هم پرانیستی دی.
د روسیې دغه جکپوړی دیپلومات چې نیویارک ته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا مشرۍ لپاره تللی و، وايي طالبان باید داسې حکومت جوړ کړي چې ټولګډونی وي او "یوازې له یوې سیاسې" ډلې جوړ نه وي.
طالبانو چې د ۲۰۲۱ کال اګست کې پر افغانستان بیا واکمن شول، ټوله کابینه او لوړو حکومتي څوکیو کې د خپل فکر خلک وګومارل او ښځو ته یې په هېڅ لوړه څوکۍ کې دنده ورنه کړه.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وايي، د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو لپاره "د ښځو او نجونو د حقونو په ګډون بنسټیز اساسي حقونه" مهم دي چې د نوموړي په ټکو طالبان یې باید ومني.
اوس نژدې ۵۹۰ ورځې کېږي چې په افغانستان طالبانو له شپږم ټولګي پورته نجونې له ښوونځي را ګرځولې دي.
دارنګه یې په ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې هم نجونې له زدکړو منع کړې او په دې وروستیو کې یې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې هم پر افغان ښځینه کارکوونکو د کار بندیز لګولی چې پراخ غبرګونه یې پارولي دي.
د طالبانو حکومت دا بندیزونه "تر امرثاني" بولي خو تر اوسه یې د حل لارې لپاره د پام وړ ګامونه نه دي پورته کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
ټاکل شوې راتلونکې اوونۍ په دوحه کې د افغانستان په اړه د سیمې هېوادونو استازي غونډه جوړه کړي.
د ملګرو ملتونو مرستیالې مشرې ویلي و، په دې ناسته کې به د طالبانو د حکومت پر رسمیت پیژندلو هم خبرې وشي.
د امینې محمد دغو څرګندونو ته ډېرو خلکو غبرګونونه ښودلي وو. طالب استازو یې هر کلی خو نور یې مخالفت کړی و.
وروسته د ملګرو ملتونو یوه ویاند وویل، د حکومتونو "رسمیت پېژندنه" د دغه سازمان د غړو هېوادونو کار دی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر اوس وايي، مسکو د دې ناستې چې د تړلو دروازو تر شاه به وي، ملاتړ کوي.
راتلونکې اوونۍ به روښانه شي چې په دغه غونډه کې پر رسمیت پېژندنې تر کومې اندازې بحثونه کېږي، خو ان د روسیې په څېر د طالبانو نژدې ملګري هېوادونه هم د طالبانو د حکومت رسمیت پېژندنه له شرطونو سره تړي.











