BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 08:11 گرينويچ 2007 ,25 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
سلمان خان په جوده پور کې پوليسو ونيو

سلمان خان
پر سلمان خان دهوسيو د ناقانونه ښکار درې توره دي خو دى دا ټول ردوي او وايي چې دروغ دي
د باليوډ ستورى سلمان خان د جوده پور مرکزي زندان ته وليږل شو خو له دې لږ مخکې محکمې ته وړاندې شو .

د راجستان پوليسو نوموړى د جوده پور په هوايي ډگر کې ونيوه . سلمان خان ددې لپاره راجستان ته لاړو چې عدالت ته ځان وسپاري .

دجمعې په ورځ د باليوډ وتلي ستوري سلمان خان په ممبيي کې رسنيو ته وويل چې دى به دشنبې په ورځ له ممبيي څخه جوده پور ته روان شي اود نيولو لپاره يې د محکمې له خوا ورکړى حکم به عملي کړي .

نوموړي وويل چې دى يو دروند ښاري دى اود قانون درناوى کوي . ښاغلي خان وويل هغه د خپل وکيل له مشورو سره سم پر مخ روان دى او هيله يې وښوده چې هرڅه به ښه وي .

خو دده ددغې وينا په خلاف داسې انگيرل کيږي چې کله نوموړى جوده پور ته ورسيږي پوليس به دى ډير ژر ونيسي او محکمې ته به يې پرې نه ږدي چې ځان وسپاري .

د جمعې په ورځ د راجستان يوې محکمې د هوسيو د ناقانونه ښکار د دوسيې له مخې د سلمان خان غوښتنه رد کړه او ډيلي د يوې محکمې هغه حکم يې ومانه چې نوموړي ته د پنځه کلونو لپاره د بند سزا ورکوي .

پر سلمان خان تور دى چې په کال ١٩٩٨ زيږدي کې يې د جوده پور په شاوخوا کې د فلم د ډکولو پرمهال يوه داسې هوسۍ ويشتلې ده چې د بشنوي په نامه د هندوانو يوه ټولنه يې لمانځي .

دى د ډيلي يوې محکمې د پنځه کلونو د بند د سزا سربيره د ٢٥٠٠٠ هندي کلدارو په ورکولو جريمه کړ .

سلمان خان ددغې پريکړې په وړاندي سيمه ييزه محکمه کې غوښتنليک ورکړ ى وو .
د محکمې وکيل مهپال وشنوي وويل چې محکمې د ډيلي د هغې پريکړه سمه وبلله او وېويل چې د جرم بڼې ته په پام سره د پنځه کلونو د بند سزا پر ځاى ده .

له دې وړاندې هم سلمان خان د همدې دوسيې له کبله په زندان کې پاتې شوى دى . دى به هڅه وکړي چې له سترې محکمې پر ضمانت د خلاصون حکم راوړي .

پر سلمان خان د ناقانونه ښکار درې توره دي خو دى له دې دغه ټول تورونه ردوي او وايي چې دغه ټول تورونه دروغ دي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت